د سوریې مخالفو وسله والو یو ځل بیا د ریف او ادلب ولایتونو پر یو شمیر ښارونو ولکه ټینګه کړه

د الجزیرة خبریال وایی چې د سوریې وسله والو مخالفو ځواکونو وکولای شول چې د جنوبي ادلب پر اړوند ښارونو هر یوه ربیعة، الخریبة، عطشان او  مزارع النداف باندې یو ځل بیا خپله ولکه ټینګه کړي، خبریال زیاتوي چې یادو ځواکونو پر دغو ښارونو هغه مهال خپله ولکه ټینګه کړه چې په سیمه کې پر پرتو د رژیم پر ځواکونو او ملاتړو ملیشو یې یرغل یوړ.

خبریال وایی چې وروسته له هغې چې د رژیم ځواکونو ادلب ته څیرمه د ابوالظهور نظامی هوایی ډګر خواته پرمختګ وکړ نو د دواړو لوریو تر مینځ د پرمختګ او شاتګ جګړې لاس په لاس کیږي، د الجزیرة خبریال زیاتوي چې د ادلب او حماه ختیځو لوریو ته هم د رژیم د ځواکونو او مخالفو وسله والو ځواکونو تر مینځ سختې جګړې یو ځل بیا له سره پیل شوي دی.

د سوریې په شمال کې د الانقاذ حکومت اړوند د مهاجرینو ادارې سملاسي اعلان وکړ چې نږدې ۲۸۰ زره کسان د رژیم او مخالفو وسله والو تر مینځ د تازه جګړې له امله له خپلو کورونو څخه له ادلب او حماة ولایتونو نه کډه شوي دي.

په سوریه کې د الجزیرة خبریال یادونه کړې ده چې د هیواد په شمال کې د کډوالو لسګونه کیمپونه له سختو بدو شرایطو سره مخ دي، چې د هستوګنو خلکو کړاوونه یې دوه برابره زیات کړي دي.

خبریال دې ته اشاره وکړه چې د ادلب شمال ته د ترکیې سره د پولې په اوږدو کې په پرتو کیمپونو کې لسوګونه خیمې زیانمنې شوي دي چې د حرارت درجي په ټیټیدو او د بشري مرستو په کمبود او کمزورو امکاناتو سره یې د نږدې نیم ملیون موجودو کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د سوریې د مخالفو وسله والو د کډوالو چارو اتحادیه وایی چې کډوالې کورنۍ دې ته اړ شوي دي چې د ابوالظهور او ګردچاپیره سیمو نه د ادلب په څنډو کې شمالي حلب اعزاز سیمي ته د رسیدو په موخه په سلګونو کیلو متره واټن په پلي ډول ووهی.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close