د سوریې پر پوځي کمپ بیا توغندویز بریدونه شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۸)

د سوریې خبري اژانس سانا ویلي چې نن سهار وختي د دې هیواد په حمص ښار د الشعیرات پر پوځي کمپ ۶ توغندویز بریدونه شوي چې د سوریې د دفاعي سیستم ټول توغندي په هوا کې له منځه وړي.
د سوریې ځینو رسنیو ویلي چې دا توغندویز بریدونو د اسرایلي الوتکو له خوا ترسره شوي او د دې هیواد ورځپاڼې بدیعوت احارنوت ادعا کړې چې، لسګونه صهیونستي ځواکونه د جولان په لوړو کې ځای پرځای شوي دي .
امریکا په دې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دوی اوسمهال پر سوریه د هیڅ کوم پلان نه درلود.

دا برید داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې د امریکا په ګډون دریو هیوادونو پر سوریه باندې د کیمیاوي وسلو د کارولو په تور همهاله توغندویز بریدونه وکړل چې د سوریې دفاعي سیستم د ۱۰۳ توغندیو له ډلې ۷۵ په هوا کې خنثا یا هم له هدف څخه وګرځول شول او په ټولو بریدونو کې ۳ تنه سوري وګړي ټپیان شول .

که اسرایلو دا برید ترسره کړی وي دا به په تیره یوه اونۍ کې د یهودي رژیم دوهم برید شي چې پر دې هیواد یې ترسره کوي.
اونۍ وړاندې هم اسرائلو د لبنان له خاورې په استفادې د سوریې پر ټي۴ پوځي اډه ۸ توغندویز بریدونه کړي و.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close