د سوریې په حلب ښار کې په ملکي خلکو یو ځل بیا زهرجن ګاز استعمال شوی

 عزیر اسدخیل—–  د الجزیرة نه په مننې

د سوریې په حلب ښار کې لسګونه ښاریان یو ځل بیا د زهرجن ګاز د استعمال له کبله مړه او ټپیان شوي دي.

زهرجن ګاز پر الخالدیة او جمعیة الزهراء کلیو کې استعمال شوي، سوریایې رژیم مخالفین د دغه برید تر شا ګڼلي، خو مخالفو ډلو یې مسؤلیت پر سوریایی رژیم اچولی دی.

د آزادۍ د ملي جبهې نظامي قوماندان جنرال عبدالسلام عبدالرزاق ویلي چی مونږ ته د حلب ښار نه معلومات رارسیدلي چې رژیم خپلو جنګیالیو ته د تیرې شنبې په شپه امر کړی و چې د زهرجن ګاز ضد جامې واغوندي او ملکي خلک هم په جریان کې کړي چې د حلب لویدیځ او شمال ته کیمیاوي ګاز استعمالیدونکي دي.

عبدالرزاق د المان خبري اژانس سره په خپله مرکه کې تور پورې کړ چې دولتي ځواکونه په حلب ښار کې د الکلور ګاز د استعمال په اړه درواغ خپروي، هغه دې ته اشاره وکړه چې په دغه پیښه کې زیاتره اغیزمن شوي خلک ښاري عام خلک دي. هغه ټینګار وکړ چې د رژیم ځواکونو د کیمیاوي وسلو استعمال له څو میاشتو راهیسي پیل کړی خو تور پر مخالفو ډلو پورې کوی او نن ثابته شوه چې رژیم پخپله دغه وسله استعمالوي.

بل طرف ته د سوریي رسمي رسنیو ادعا کړې او ویلي یې ي چی کیمیاوی وسلي په حلب ښار کې د مخالفو وسله والو له لوري استعمال شوي، چې نږدی 50 کسان یې د تیرې شنبې په ورځ وژلي دي.

دا لومړی ځل ندی چې د سوریې رژیم په ورته پیښو کې په ادلب ښار کې پر مخالفینو تور پورې کوي، ادلب د دغه هیواد دوهم ستر ښار ګڼل کیږي چې رژیم بیرته پرې خپله ولکه ټینګه کړې او څو کاله د دولت او مخالفینو تر مینځ ویشل شوی و.

د څو کلونو له جګړې وروسته چې نږدې 350 زره کسان پکي ووژل شول د سوریې حکومت په وار وار تورن شوی چې د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو باندې یې کیمیاوي ګازونه استعمال کړي خو دمشق تل دغه راز تورونه رد کړي دي.

د 2017 کال د اپریل په 4مه د ادلب ولایت په خان شیخون ښار کې د کیماوي ګاز د استعمال له کبله نږدې 80 ولسي خلک وژل شوي و چې 28 پکې تنکي ماشومان وو.

د ملګرو ملتو او کیمیاوي وسلو د منعي تنظیم په دې وروستیو کې د تیر څو ځل استعمال شوي ګاز مسؤلیت پر سوریایي رژیم اچولی و.

 له دې سره سم د تیرې جمعې او شنبې په ورځو د سوریې په ختیځ کې د داعش وسله والو لخوا د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو نه لږ ترلږه 47 سرتیري وژل شوي دي.

داعش وسله والو پر البحرة او غرانیج کلیو او هغه سیمه چې هلته د نفطو ویستلو څاګانو دې او د سوریې دموکراتیک ځواکونو ترې استفاده کوله درې جلا جلا بریدونه ترسره کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close