د سوریې کورنۍ جګړه: له پیله تر اوسه

Story Highlights

  • د سوریې کورنۍ جګړه څنګه پیل شوه؟

ع. غني عاطف

سوریه (پخوانی شام) د اسیا په غرب کې پروت عربي هېواد دی، چې د شمال په خوا کې له ترکیې، په ختیځ کې له عراق، په لوېدیځ کې له لبنان، جنوب کې له اردن او جنوب لوېدیځ کې له اسراییلو سره پوله لري.

د سوریې ۷۴٪ وګړي اهل سنت (سنیان)، ۱۳٪ شیعه علوي، ۱۰٪ مسیحي او ۳٪ دروزي دي. په سوریه کې که څه هم اکثریت د سنیانو دی، خو حکومت یې د شیعه علوي ډلې په لاس کې دی.

اووه کاله وړاندې، په ۲۰۱۱ز کال کې هغو بریالیو پاڅونونو چې د تونس او مصر د ولسمشرانو په ګډون یې د نورو عربي هېوادونو مشران له واکه وغورځول او د ”عربو پسرلي“ په نوم ونومول شول د سوریې ولس هم هیله من کړ چې ښايي دوی هم د خپل حکومت په بدلولو بریالي شي.

د جګړې تر پیل کېدو وړاندې د سوریې د ولس زیاتره برخې د ولسمشر بشار الاسد، چې له ۲۰۰۰ز کال راهیسې د خپل پلار حافظ الاسد پر ځای ناست و، د حکومت له فساد، سیاسي بندیزونو او بې کارۍ شکایت درلود.

د سوریې په درعا ښار کې د بشار الاسد پر ضد مظاهرې – اپرېل ۲۰۱۱ / AFP/Getty Image
د سوریې په درعا ښار کې د بشار الاسد پر ضد مظاهرې – اپرېل ۲۰۱۱ / AFP/Getty Image

د ۲۰۱۱ز کال په مارچ میاشت کې، د سوریې په ګڼو ښارونو کې وروسته له هغه ډیموکراسي-پلوه لاریونونه پیل شول کله چې حکومت ۱۵ ځوانان د یو ښوونځي پر دېوال د انقلابي شعارونو د لیکلو له امله ونیول. کله چې امنیتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې وکړې او څو تنه لاریون کوونکي یې ووژل، د لاریونوالو شمېر نور هم پسې ډېر شو.

د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې حکومت د لاریون کوونکو پر وړاندې له زوره کار واخیست، سلګونه لاریون کوونکي یې ووژل او سلګونه نور یې بندیان کړل. بشار الاسد وویل چې دا لاریونونه ”له بهرني ملاتړه برخمنه ترهګري“ ده. نوموړي اراده وښوده چې د لاریونونو ځپلو ته به په همدې ډول دوام ورکوي.

د حکومت مخالفینو هم د خپل ځان د دفاع او وروسته له خپلو سیمو د دولتي ځواکونو د ایستلو په موخه وسلو ته لاس کړ. تاوتریخوالی په زیاتېدو شو.. او سوریه په یوه کورنۍ جګړه کې ښکېله شوه.

د حکومت مخالفینو له دولتي ځواکونو سره د جګړې او د ښارونو او کلیو د نیولو لپاره خپلې وسله والې ډلې جوړې کړې.

په ۲۰۱۲ز کال کې جګړې تر پلازمېنې دمشق او حلب ښاره ورسېدې.

          ۱. مرګ او ژوبله:

د سوریې دوما ښار - سپټمبر، ۲۰۱۴ / (AFP / Abd Doumany)
د سوریې دوما ښار – سپټمبر، ۲۰۱۴ / (AFP / Abd Doumany)

د ۲۰۱۳ز کال په جون میاشت کې، ملګرو ملتونو وویل چې په جګړه کې ۹۰ زره کسان وژل شوي دي. د ۲۰۱۵ز کال په اګست کې، د سوري فعالانو او ملګرو ملتونو په خبره، دا شمېره دوه نیم لکو کسانو ته پورته شوه.

په برتانیه کې د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ سرچینو ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال تر مارچ میاشتې پورې په سوریه کې ۳۵۳۹۰۰ کسان وژل شوي، چې ۱۰۶۰۰۰ پکې عام ولسي وګړي دي. د یاد بنسټ په خبره، په دې شمېرنه کې نږدې ۵۷ زره هغه کسان نه دي شمېرل شوي چې یا ورک دي او یا هم مړه بلل شوي دي.

همداراز، په دې خونړۍ جګړه کې یو نیم میلیون (۱۵ لکه) کسان د تل لپاره معیوب شوي دي، او ۸۶ زره نورو د بدن یو غړی بایللی دی.

             ۲.  سوري کډوال:

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۱۸ز کال د اپرېل میاشتې تر ۷مې نېټې پورې۵،۶ میلیونه (۵۶ لکه) کسان له سوریې کډوال شوي دي. بي بي سي په یوه رپورټ کې د (UNHCR)  په حواله لیکلي چې ۶،۱ میلیونه (۶۱ لکه) نور کسان په هېواد کې دننه له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د سوریې زیات کډوال په لبنان، ترکیه او اردن کې مېشت دي.

             ۳. نړیوالې مداخلې:

/AFP/Getty Images
/AFP/Getty Images

کورنۍ جګړه یواځې د بشار الاسد او د هغه د مخالفینو تر منځ محدوده پاتې نه شوه، ډېر ژر په جګړه کې ګڼ هېوادونه او ډلې وردننه شول.

  • روسیه د ۲۰۱۵ز کال په سپټمبر کې، د ”ترهګرو ډلو“ د بمبارولو په بهانه د جګړې پر ډګر ورننوته، او له هغه راهیسې د اسد نږدې متحده ده. روسیې په سوریه کې پوځي اډه جوړه کړې ده او له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د اسد په ملاتړ هوايي بریدونه کوي. روسي پوځ وايي چې یواځې ”ترهګر“ په نښه کوي، خو د سوري فعالانو په وینا، روسۍ الوتکې د دولت مخالف وسله وال او عام ښاریان هم تر بریدونو لاندې نیسي. روسیې سوریې ته خپل پوځي سلاکاران هم لېږلي دي.
  • شیعه حکومتونه لکه ایران، عراق او د لبنان حزب الله ډله د بشار الاسد ملاتړ کوي. د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په ګډون نور سني دولتونه د اسد د وسله والو مخالفینو ملاتړي دي.
  • امریکا له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د اسد-ضد وسله والو ته وسلې ورکړې دي، او په سوریه کې دننه پر داعش ډلې د هوايي بریدونو د نړیوال اېتلاف مشري کوي. فرانسه، بریتانیه او ځینې نور غربي هېوادونه هم د اسد د مخالفینو ملګري دي.
  • اسراییل هم په سوریه کې د دولت پر ملاتړو جنګیالیو او حزب الله ډلې هوايي بریدونو کوي.
  • ویل کېږي چې د ایران سلګونه پوځیان په سوریه کې جګړه کوي، او د اسد په ملاتړ یې میلیونونه ډالر لګولي دي. ایران د عراق، افغانستان، پاکستان او یمن په ګډون د نورو هېوادونو شیعه ګانو ته روزنه کوي او د سوري پوځ سره د اوږه-په-اوږه جګړې لپاره یې سوریې ته لېږي.
  • ترکیه هم له څه مودې راهیسې د باغیانو مرسته کوي، خو زیات پام یې د PKK/YPG په نوم د کردي ملېشو ډلې ته ده.
  • سعودي عربستان بیا په سوریه کې د ایران له نفوذه وېره لري، ځکه د اسد-ضد وسله والو ملاتړ کوي.

             ۴. د سولې خبرې:

د قزاقستان په پلازمینه استانا کې د سوریې د سولې مذاکرات - اکتوبر، ۲۰۱۷
د قزاقستان په پلازمینه استانا کې د سوریې د سولې مذاکرات – اکتوبر، ۲۰۱۷

د پوځي اوربند او سیاسي حل په اړه حکومت او مخالفینو تر منځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب خبرې اترې بېلابېلو وختونو کې روانې وې، خو تراوسه یې کومه د پام وړ نتیجه نه ده ورکړي.

بشار الاسد له مخالفینو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي او مخالفین بیا ټینګار کوي چې لومړی باید اسد استعفا ورکړي.

لومړی ځل د سوریې د حکومت او مخالفینو تر منځ خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د ۲۰۱۲ز کال په جون کې، د سویټزرلېنډ په جنیوا ښار کې ترسره شوې.

د ۲۰۱۸ز کال په جنوري کې، روسیې په سوچي ښار کې د سوریې د راتلونکي په اړه کانفرانس پیل کړ، خو د اسد زیاتره مخالفو ډلو ګډون پکې ونکړ.

              ۵. اوسنی حالت:

د سوریې دیر الزور ښار - جنوري، ۲۰۱۴ / (Ahmad Aboud/AFP)
د سوریې دیر الزور ښار – جنوري، ۲۰۱۴ / (Ahmad Aboud/AFP)

اوس مهال حکومت پر لویو ښارونو یو ځل بیا ولکه پیدا کړې ده، خو د ښارونو په څنډو او لیرو پرتو سیمو باندې اوس هم د مخالفینو کنټرول شته او له دولتي ځواکونو او د هغوی له ملاتړو سره جګړه کوي.

  • ادلب د سوریې هغه ګڼ مېشتی ولایت دی چې اوس هم د رژیم د مخالفو وسله والو په کنټرول کې دی. د ادلب زیاتره سیمې د هیئة تحریر الشام په لاس کې دي، خو نورې جهادي ډلې هم پر ځینو سیمو کنټرول لري.
  • د سوریې پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې حمص ښار په خپله ولکه کې راوست، خو اوس هم د حمص او حماة تر منځ سیمو کې له مخالفینو سره په جګړه بوخت دي.
  • د ۲۰۱۸ز کال د جنوري په ۲۰مه، ترکیې او د سوریې د خپلواک پوځ په نوم د اسد مخالفې وسله والې ډلې په ګډه د سوریې په شمال-لوېدیځي سیمې عفرین باندې عملیات پیل کړل تر څو دا سیمه له کردي ملېشو ونیسي. تېره مارچ میاشت کې ترکیې وویل چې د عفرین سیمه یې نیولې ده.
  • د روانې اپرېل میاشتې په ۷مه نېټه، د سوریې د ختیځې غوطې په دوما ښار کې د یوه شکمن کېمیایي برید له امله نږدې ۷۰ ولسي وګړي ووژل شول. امریکا، فرانسې، بریتانیې او ګڼو نورو دولتونو د سوریې حکومت د یاد کېمیايي برید مسؤل وباله، خو د سوریې ولسمشر بشارالاسد په برید کې د خپل حکومت لاس لرل رد کړل. له کېمیايي برید وروسته ټرمپ وویل چې ډېر ژر به پر سوریې د برید په اړه پرېکړه وکړي. د سوریې متحدې روسیې امریکا ته ګواښ وکړ که پر سوریې توغندي وتوغوي، د روسیې له لوري به راوغورځول شي او د توغول کېدو سیمې به یې هم په نښه شي.

(د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل ۱۴مه): د شپې ناوخته امریکا، بریتانیې او فرانسې ”د سوریې د کېمیايي وسلو د پروګرام“ د ویجاړولو په موخه په ګډه پر سوریې برید وکړ. د امریکا دفاع وزارت وویل چې ۱۰۵ توغندي په دمشق او حمص کې د کېمیايي وسلو پر ځایونو توغول شوي دي. د سوریې هوايي ځواک د برید ځواب ورکړ، خو امریکا ویلي چې په ځوابي برید کې زیان نه دی ورته اوښتی.

د برید په سهار، (شنبه، ۱۵ اپرېل) د روسیې د پوځ ویاند، جنرال سرګي رډسکوی، په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې د سوریې د پوځ ځینې هوايي ډګرونه، صنعتي او څېړنیز ځایونه د امریکا، بریتانیې او فرانسې په توغندیو ویشتل شوي دي.

جنرال سرګي رډسکوی زیاته کړه چې د سوریې دافع هوا سیسټم، چې د شوروي اتحاد د وختونو دی، په بریالیتوب سره د هوايي او سمندري برید دفاع کړې ده او ”۷۱ توغندي یې له خپل هدفه خطا کړي دي.“

خو د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي، جنرال کینیت مکینزي، په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې د دوی ”ټول توغندي په بریا سره خپل هدف ته رسېدلي دي.“

            ۶. د توغندویي برید په اړه غبرګونونه:

دمشق، سوریه -4:22 PM - 14 Apr 2018 /
دمشق، سوریه -4:22 PM – 14 Apr 2018 /
له برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپل ټویټر ولیکل چې ”ماموریت پوره شو“ او ”تر دې ښې پایلې نه شوې ترلاسه کېدلای.“

— د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین پر سوریې برید یو ”جارحانه عمل“ وباله او ویې ویل چې دا برید به په سوریه کې کړکېچ نور هم پسې خراب کړي.

— د سوریې ولسمشر بشار الاسد پر خپل هېواد د امریکا او ملګرو بریدونه یې د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي بللې ده.

— د ایران مذهبي مشر، ایت الله علی خامنه یي، د برید ترسره کوونکي هېوادونه مجرمین بللي دي.

— د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د برید هرکلی کړی او د بشار الاسد پرضد یې مناسب ګام بللی دی.

— ملګرو ملتونو له ټولو لوریو په دې سختو حالاتو کې د ارام اوسېدلو غوښتنه کړې ده.

سرچینه
بېلابېلې آنلاین رسنۍ
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close