د سولي، اصلاح او جهادونو اتل

نعمان منلی

له بده مرغه زموږ د هیواد ستراتيژيک موقعیت موږ ته د تاریخ په اوږدو کې او آن تر ننه درنې ستونزې رامنځته کړې دي، دلته زیات زورور او يرغلګر راغلي دي، د خپلو مختلفو موخو لپاره یې موږ ټکولي او وژلي یو او زموږ هیواد یې راته کنډر او کنډ کپر کړی دی. موږ د نړۍ ظالمانو سخت زورولي او زبېښلي یو، له ژونده یې ايستلي او کړولي یو او دا لړۍ فعلاً هم روانه ده، الله اعلم چې تر څو به همداسې لړزانده او کړانده یو.

د بهرنیو یرغلګرو ظلم او وحشت زیاتیدلو او اوږدیدلو کې له نورو خارجي لاملونو سره زموږ د وګړو هم پراخه ونډه ده، نن د څېړنو او سروېګانو زمانه کې که په دې خبره څېړنه وشي چې د بهرني یرغل په مهال د پردیو غلامي منلو په باره کې د کوم هیواد خلک زیاته لیوالتیا ښیي؛ له بده مرغه زموږ د هیواد وګړي به لومړی مقام ګټي، زموږ پرېمانه وګړو هر يرغلګر ته په مختلفو بهانو او پلمو د غلامي او مرستي سرونه کوز کړي او د مور هیواد په بیه یې اوږده موده د باندنيو دښمنانو هر اړخیز ملاتړ کړی دی.

داراز که دا بل لور ته راشو دلته هم کیسه تر بېخه بېخونده ده، له “بل لور” نه مې موخه د پردیو پر خلاف د مقاومت غورځنګونه او جهادي ډلي ټپلي دي. لویه ستونزه دا ده چې زموږ مقاومت او مجاهدین تل بې اتفاقه او ډلې ډلې شوي دي او بیا یې آن له دښمن سره د مقابلې په مهال هم پخپلو کې یو بل ډزولي، ټکولي او سره خوړلي دي. داراز تر ټولو بده لا دا ده چې زموږ مقاومت او جهاد چې له اسلامي مسیر نه کوږ شوی د اصلاح او سمون لپاره یې کار نه دی شوی.

دا کار لکه څومره چې سخت دی تر هغه زیات مهم دی، په وسله بار او زورور مجاهد ته د ځان اصلاح کولو خبره اسانه کار نه دی او که فرضاً کوم زړه ور داعي او د مسلمانانو خیر غوښتونکي دا کار وه هم کړي د هغه اغېز کم او مثبته پایله کمزورې وي. د دې کار اهمیت د لمر په څېر روښانه ده. د موجوده زمانې مومن لکه په مختلفو عبادتونو او دینداري کې څومره کمزوری دی، د جهاد په ډګر کې هم همدومره کمزورۍ لري، لکه څنګه چې عالم او داعي مسلمانانو ته د عباداتو د اصلاح او فضائلو په اړه تفصيلي خبرې کوي له دې باید زیات د جهاد په اصلاح وګړیږي، خو موږ د جهاد په فضائلو او اهمیت اوږدې خبرې کولی شو اما د جهاد اصلاح او د مجاهد تېروتنو ته ګوته نیول هغومره نشته لکه څومره چې لازم ده.

د نورو عباداتو کمزورۍ اکثره متعدي نه وي او نورو ته ضرر نه رسیږي او د جهاد کمزوري او بېلاریتوب سراسر متعدي او د نورو په ضرر وي. داراز د لمانځه، زکات وغيره غلطي او فساد، اعاده، قضا او نورې جبیرې او پټۍ لري اما د جهاد د سترو کمزوریو او فسادونو جبيره او پټۍ یا ناشوني او یا هم ستونزمنه ده. جهاد کې که یو ناروا قتل له انسانه وشي، یا په ناروا عمل او ناسم نیت کوم مجاهد ومري نو هر څه یې بریاد شول او جبيره یې ډېره سخته یا ناشونې ده.

د شوروي اتحاد پر خلاف د افغانانو غزا او مقاومت د باندني یرغل پر خلاف هغه ستراو کمساری مقاومت و چې د اسلامي نړۍ د ټولو فکري مکاتبو علماوو برحق وباله او د هغه مرسته یې پر ټول امت لازمه او فرض وبلله، هغه جګړه کې زموږ ولس زیاته قرباني ورکړه، هجرتونه او بریمانه کړاوونه یې لا اوس هم ګالي. څرنګه چې د هغه جهاد اکثره مشران بېلاري او ځان غوښتونکي وو، د جهاد او.مجاهد اصلاح خو پریږده پخپله د جهاد رهبري له فتنه ګرو او ځان غوښونکو ډکه وه، نو خونړۍ او شرموونکې پایلې یې موږ پخپلو سترګو ولیدلې او آن روانو بدمرغيو کې هم د هغو کسانو پوره لاس شته.

د هغې بېلاري جهادي رهبري او مفسدو تش په نوم اسلامپالو ګمراهي او بېلاري اوږده داستانونه تاریخ ثبت کړي او لا یې نور بابونه هم ثبتیږي. باید دلته دا اعتراف وکړو چې د هغه جهاد په رهبري کې ځیني داسې خلک هم وو چې هغوی په سمه توګه جهاد او مقاومت رهبري کوه، متاسفانه هغوی کې دا ډول کسان ګوتشمیر او کم وو، که د دې سپېڅلو انسانانو یادونه ونه کړو ګناه به مو کړې وي، هغوی د لوی شمیر غلطو، بېلاري، ځان غوښونکو او أئمة المضلین په کتار کې د هدایت، اصلاح او واقعي جهاد سرخیلان وو، هغوی د قتلونو، چور او چپاو او ګڼ شمیر ناخوالو په تکه توره شپه کې د خیر او اصلاح مشالونه په لاس او ولس یې سمي او د خیر لاري ته راباله.

د روسانو خلاف مقاومت کې د مولوي جلال الدین حقاني حضور ټولو ته روښانه ده، د هغه پراخه جهادي تشکيلات او بارز مقاومتي موقف د تېر جهاد د تاریخ لپاره یو مستقل باب دی، زه دلته د حقاني صاحب په هغه اوږده مقاومت او جهاد څه نه لیکم بلکي دلته یوه خبره روښانه کوم او هغه د تېر جهاد په دوران کې د حقاني صاحب سوله یېز او اصلاحي دریځ دی. او په دې لړ کې د هغه کارنامې، قربانۍ او هڅې دي. حقاني صاحب دا ثابته کړې ده چې هغه که د جهاد او مقاومت په ډګر کې وتلی اتل و نو له خپلو مجاهدينو او مسلمانانو سره په سوله او اصلاح کې هم تر ټولو.مخکي و.

د تېر جهاد په مهال ځیني دومره شریر او له شر و فساد ډک تنظيمونه هم وو چې د روسانو او هغوی د پلويانو پر خلاف جهاد او مقاومت ته یې دومره اهمیت نه ورکوه لکه له نورو مجاهدینو سره خپل منځي جګړې ته. ډېر ځله داسې پېښه شوې او لیدل شوې ده چې یوه ډله مجاهدین به له روسانو سره په جګړه بوخت وو او دې مفسدو او شریرو تش په نوم مجاهدينو به په روسانو نه بلکي د شا له خوا په مجاهدينو برید وکړ!

په دې لړ کې اوس هم راته یاد دي، یوه مجاهد کیسه راته کوله، ول خوست کې یوه جګړه کې د حقاني صاحب له ورور حاجي خلیل سره په ټانګ کې وم، پر یوه ولسوالۍ ( غالباً د درګي ولسوالۍ) د برید په مهال د فلان اسلامي تنظیم! کسانو پر موږ برید وکړ، موږ اول کې حیران شوو چې دا څه چل دی، ګومان مو کوه هغوی خطا شوي دي خو وروسته يقيني شوو چې قصداً مو ولي، نو حاجي خلیل حقاني صاحب ته مخابره کې دا کیسه وکړه، هغه ورته وویل: ګوره مقابل اقدام ونه کړې. اخير د هغوی برید سخت او زیات شو، حاجي خلیل حقاني صاحب ته په مخابره کې شور جوړ کړ چې هغوی مو وژني موږ لاس تر زنه ورته کینو؟! خو حقاني صاحب بیا هم د مقابل برید اجازه ورنه کړه.

په دې لړ کې هغه مهال د حقاني صاحب دا موقف هر چا ته معلوم و، هیڅوک به ثابته نه کړي چې د حقاني صاحب د مجاهدینو له خوا دې د کوم بل تنظیم په مجاهدینو برید شوی وي. بلکي د نورو مجاهدینو د خپل منځي شخړو او فسادونو حل او فصل لپاره به حقاني صاحب ورغوښتل کیدی او هغه به پخپلو کې سره په ښکر جګړه مار مجاهدین اصلاح او سولي ته رابلل.

کله چې د ډاکټر نجیب حکومت سقوط وکړ او مجاهدینو کابل ونیو او له هغه وروسته د ځان غوښتونکو، مفسدو او تش په نوم مجاهدینو د واک ترلاسه کولو په سر خپل منځي شخړې پیل شوې، د جهاد او مقاومت شرموونکی باب پرانستل شو او د مسلمان امت د هیلو غوټۍ مړاوې او اخیر وچې شوې؛ هغه مهال د ځيني نورو پاکو مجاهدینو په شمول حقاني صاحب له جګړو لاس واخیست او هڅې یې پیل کړې چې په جګړه بوخت لوري سولي او اصلاح ته راوبولي. په دې لړ کې شته تفصيلات زموږ لیکنه نه شي ځایه ولی، ښاغلي شهرت ننګیال پخپل کتاب ” دولس ګرامه ماغزه” کې په دې اړه پهدتفصیل سره غږیدلی دی، ښاغلي ننګیال هغه مهال د حقاني صیب د فرهنګي چارو مسؤل و او د هغه مهال د پېښو پخپله شاهد پاته شوی.

د روسانو پر خلاف چې ولس مقاومت او جهاد کوه، حقاني صاحب د هغه مقاومت له سرخیلانو ګڼل کیده او په نره او میړانه یې د سرو لښکرو مقابله کوله. په مسلمان اوړمجاهد یې برید او وار نه کوه، بلکي یواځې دښمن ته متوجه و او د صحابه کرامو دا صفت یې ثابت کړی و چې: اشداء علی الکفار رحماء بینهم. کله چې روسان او د هغوی پاته شوني ختم شول او دجهاد موخه ترلاسه کیدونکې وه، نو وسله یې په ځمکه کیښودله، له جګړو یې لاس واخیست او د شرخوښو، د واک تږیو او قدرت د لیونیانو تر منځ یې د اصلاح او سولي هڅې کولې. ځکه مو هغه د سولي، اصلاح او جهادونو اتل وباله. ولا نزکي علی الله احد، نحسبه کذلک والله حسیبه.

فَلا نَامَتْ أَعْيُنُ الْجُبْنَاءُ

ځان غوښتونکي، د واک لیونیان او مفسد خلک جګړو کې ګیدړان او د شر او فتنو په مهال زمريان وي، دا حقیقت موږ مخکي هم لیدلی و اوذفعلاً یې هم وینو. او د الله د لاري اتل غازیان د جګړو په ډګر کې زمريان وي، د خیر، اصلاح او سولي په لاره کې له هر چا مخکي او پیاوړي وي، همدا لاره د جناب حقاني صاحب وه. د شر او فتنو زمريانو ته به د اسلام د توري او تاریخي اتل خالد بن الولید رضي الله عنه ښېرا راواخلو چې د ژوند په وروستیو شېبو کې یې له خولې وتلې وه. (فَلا نَامَتْ أَعْيُنُ الْجُبْنَاءُ) د ډارنو سترګې دې خوب ونه کړي. له هغې سره به د خالد هغه خبرې هم وي چې پر بستر د مړیني په حال یې تأسف په کې مړی دی. هغه روایت لاندې رااخلم.

د اسلام توره خالد بن الولید رضي الله عنه ته په بړستن کې مرګ راغی، ده چې د اسلام لاره کې خورا زیاتو جګړو کې برخه لرلې وه، اکثره عمر یې جګړو کې تېر شوی و، خورا لویي او تاریخي جګړې د ده په قومنده سره ترسره شوې وې، د دښمن لویې لښکري یې تمبولې او ماتي کړې وې، دې اوږدو جګړو کې یې خورا زیات ټپونه خوړلي و، بیا هم کور کې په بړستنه کې مرګ ورته راتلل؛ رښتیا هم عجیبه خبره ده! په ځانګړې توګه د الله د لاري مخلص مجاهد او د شهادت تږي مومن ته بیا داسې حالت دردوونکي هم دی. د خالد دا کیسه د هغه په یوه روایت کې رااخلو.

د خالد بن الولید رضي الله عنه د وفات وخت چې رانږدې شو، ویې ژړل، ول له خورا زیاتو لښکرو سره مخامخ شوی بم، بدن کې مې یوه لوېشت داسې ځای نشته چې هلته دې د توري، غشي او نېزې ټپ او زخم نه وي. خو اوس زه پخپل فرش باندې لکه اوښ پخپله مرم! د ډارنو سترګې دې خوب ونه کړي. عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي الزِّنَادِ ، عَنْ أَبِيهِ : أَنَّ خَالِدَ بْنَ الْوَلِيدِ لَمَّا حَضَرَتْهُ الْوَفَاةُ بَكَى ، وَقَالَ : لَقِيتُ كَذَا وَكَذَا زَحْفًا ، وَمَا فِي جَسَدِي شِبْرٌ إِلا وَفِيهِ ضَرْبَةٌ بِسَيْفٍ ، أَوْ رَمْيَةٌ بِسَهْمٍ ، أَوْ طَعْنَةٍ بِرُمْحٍ ، وَهَا أَنَا أَمُوتُ عَلَى فِرَاشِي حَتْفَ أَنْفِي كَمَا يَمُوتُ الْبَعِيرُ ، فَلا نَامَتْ أَعْيُنُ الْجُبْنَاءُ. روان ابن عساکر في تاریخ مدینة دمشق الرقم: ۱۴۷۳۰

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close