د سولي سوداګره

شاعر جبیر احمد مشهود

غواړو په دې خاوره کي ریښتونې اسلامي سوله
نه د هر بې دینه بې ایمانه او غربي سوله

خاوره مسلمانه اولسونه مسلمان دي ټول
موږ به هم راوړو ورته سپېڅلې قراني سوله

موږ د مادیاتو په رنګو ځانونه نه وهو
هر وخت مو منلې پر ځانو ده شرعي سوله

سپین قانون قران لرو بل هیڅ قانون دي نه منو
وادي یې وري ټول که څوک کوي که نه کوي سوله

ژبه دي دروغجنه ده غلیمه پرې پوهیږمه
ماتي ارادې دي کله غواړي حقیقي سوله

هیڅ د بې دینۍ او فحاشۍ خبري نه منو
تنده ماتوو د دې اولس په اخلاقي سوله

څنګه چي سنګر دی ممبر هم داسي ودان لرو
ستائي پر ممبر مو علما تل نبوي سوله

چا ویل مشهوده چي له سولي نه نفرت لرو
غوښتې مو له خدایه په دوعاؤ د بري سوله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close