د سولې او جګړې همهاله هڅې او پایلې یې

راپور تاژ: فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۵)

په دې وروستیو کې د امریکایانو له خوا د سولې او جګړې توندې هڅې پیل شوې، چې په پرلپسې توګه له یوه لوري سیمې ته د خلیلزاد په مشرۍ د خبرو اترو مرکچي پلاوی لیږي او له بل پلوه یې د بمباریو، شپنیو چاپو او ړندو عملیاتو هڅې یې ګړندۍ کړې.
دا چې له دې هڅو د امریکایانو هدف څه دی، لویدیځ مطبوعات یې په اړه څه وایي او وضعیت په کوم لوري تلونکی دی ؛ دلته یې څیړو.

اهداف:
امریکا د مذاکراتو د بهیر پر مهال د طالبانو خوځنده بریدونو ته په دې نظر ګوري چې ګواکې دا ډله د توندو جګړو په مټ غواړي د مذاکراتو پر میز له پیاوړي دریځ څخه ځان وښیي ،چې د دوی په وینا طالبان تر ډیره په دې پالیسۍ کې کامیاب دي؛ بلخوا بیا طالبانو تل ویلي چې بریدونه یې د معمول په څیر بر هغو اهدافو روان دي چې له ستراتیژیک پلوه امریکایانو او د هغویداخلي ملګرو ته اهمیت درلودنکي دي.
د دوی په وینا؛ د بریدونو تیزي او سستوالی د مذاکراتو او بل کوم غرض په موخه نه دي.
خو په ورته وخت کې پوځي شنونکي بیا د امریکایانو دا ادعا خپله د دوی تګلاره بولي، چې ګواکې هغوی غواړي د پراخو عملیاتو په مټ له مذاکراتي میز څخه ښه استفاده وکړي.
شنونکي وایي، د مذاکراتي میز پیاوړتیا دواړو لوریو ته ارزښت لري که طالبان تلفات زیات وویني، امریکایان ښایي په اسانۍ سره خپلې پوځي اډې او نظامي حضور ورباندې ومني او له افغان حکومت سره چې طالبان یې کاواکه بولي؛ ناستې ته چمتو کړي.
دغه راز که امریکایان په نظامي ډګر کې مخ پر ځوړ شي نو دا حالت یې تر دې هم رسوي چې د مذاکراتو پر میز د طالبانو ټولو مشروع شروطونو ته د یوه ضعیف واکمن په څیر غاړه کیږدي.

لویدیځ مطبوعات:

لویدیځ مطبوعات او شنونکي یې بلکې په ټوله کې غربی ملتونه اوس د افغانستان مسئلې ته د یوې لویې نړیوالې معضلې له لید څخه ګوري، په پرلپسې توګه د طالبانو د بریا او د امریکایانو+ناټو اتحاد+ افغان عسکرو د ماتې او شاتګ خبرونه ورکوي.
هلته طالب داسې یوه څیره خپله کړې چې آن یو شمیر لویدیځوال شنونکي په خپلو مرکو او لیکنو کې طالب د مبارزې سنبول بولي، او د ترهګرو ډلو له خیالي لیست یې جلا ولسي خوځښت یادوي؛ چې دې پرمختګ ښایي د لویدیځې نړۍ ټول تبلیغاتي او رسنیز سانسور له ناکامی سره مخ او ممکن طالبانو په محدودو رسنیزو موادو ځان مطرح او ثابت کړی وي.

لویدیځ مطبوعات ورځ تر بلې په افغانستان کې د امریکا او متحدینو له ناکامۍ څخه پرده پورته کوي او هغه څه خپروي چې ارګ او نړیوال متحدین یې خپریدل د زهرو غوړپ بولي.
مطبوعات دغه راز د طالبانو واحد سیاست، بریمنه دیپلوماسۍ او قوی دریځ ستایي او د حکومت پر وړاندې بې اعتنایي یې مبتکر سیاست یادوي.

وضعیت پر کوم لوري تلونکی دی؟

په وروستیو کې د هوایي بریدونو او شپنیو چاپو کچه په بیسارې توګه زیاته شوې، افغان ځواکونه د بهرنیو ملګرو په ملتیا هره ورځ ملکي اهداف په نښه کوي او ورځ تر بلې دا ګراپ مخ پر لوړیدو دی
په یوه هیښوونکي پیغام کې طالبانو ویلي چې که روغه جوړه وشي هم؛ ټول هغه افراد او اشخاص به د عدل محکمې ته را وړاندې کړي چې د امریکایانو په ملتیا یې ولسي افغانان په نښه کول.
وروستۍ شمیرې ښیي چې سږکال د ګډوځواکونو په عملیاتو کې لسګونه زره هغه افغانان چې له هیڅ وسلوالې ډلې سره یې اړیکې نه درلودې؛ وژل شوي او پراخ مالي زیانونه ور اوښتي دي.
ګډځواکونه هڅه کوي تر ډیره هغه ولسي ځایونه په نښه کړي، چې فکر کوي طالبان ترې یو څه ګټه اخلي ؛ تر ډیره دغه عامه شتمنۍ ، د تیلو پمپونه، مارکیټونه، او عام المنفعه ځایونه دي.
شنونکی وایي، دغه ړانده عملیات ښایي یو وخت له ولسي محاسبې سره مخ او ټول هغه کسان چې عام خلک یې ځورولي سخت عدلي تعقیب ته وړاندې شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close