د سولې خبرو پای؛ د طالبانو او امريکايانو څرګندونې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۲)

د طالبانو او امریکايانو تر منځ د پنځم پړاو مذاکرات له اوولس ورځو خبرو اترو او بحثونو وروسته پرون د سې شنبې په ورځ پای ته ورسيدل.

دغه خبرې د فبرورۍ مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه د قطر په مرکز دوحه کې پيل شوې وې.

د مذاکراتو په منځ کې وخت ناوخت متضاد راپورونه ورکړل شوي خو په څرګند ډول د يادو مذاکراتو جريانات له رسنيو سره نه دي شريک شوي.

پرون د مذاکراتو له ختميدو سره سم د افغانستان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله ټويټر پاڼه وليکل، د سولې لپاره شرایط ښه و، ټول اړخونه د جنګ ختمول غواړي، د ټولو کښته او پورته سره سره موږ دوامداره پرمختګ کړی، ستر ګامونه مو اخيستي، نهايي سوله پر سولو مسائلو موافقې ته اړتيا لري: (لومړی) د تروريزم پر خلاف ضمانت ورکول، (دوهم) له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل. (درېيم) بين الافغاني خبرې. (څلورم) هر اړخيز او جامع اوربند.

خليلزاد ويلي، د جنورۍ په خبرو کې موږ په عمومي ډول پر دغه څلورو مسائلو خبرې کړي، موږ اوس د لومړيو دوو مسلو په اړه په مسوده کې موافقه کړې. خو کله چې د امریکايي ځواکونو د وتلو او تروریزم پر خلاف د مؤثرو اقداماتو د موافقې مسوده نهايي شي طالبان، نور افغانان او جمع حکومت به د سياسي مصالحې او جامع اوربند په اړه بين الافغاني مذاکرات پيل کړي.

خليلزاد وايي، دی اوس په واشنګټن کې د نورو لوریو سره بحثونه او مشورې کوي په وينا يې ډير ژر به بيا له طالبانو سره کينو او تر هغې چې پر ټولو خبرو توافق نه وي شوی؛ هيڅ توافق نه دی شوی.

دغه راز پرون ماښام د يادو خبرو له پای ته رسيدو وروسته د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلاميه کې وويل، د مذاکراتو په پنځم پړاو کې پر دوو مسائلو (له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغان خاورې نه کارول) دي چې په جنورۍ مياشت کې ورباندې بحث او توافق شوی و تفصيلي خبرې او بحثونه شوي.

د مجاهد په وينا، په دغه دواړو برخو کې هم کافي پرمختګ شوی (دا چې امریکايي عسکر به څه ډول- په څومره وخت کې ووځي او په راتلونکي کې به امریکايان او متحدین يې څه ډول ډاډ ترلاسه کوي چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پرضد نه کارول کيږي).

نوموړی وايي، د دواړو لوريو له خوا په شويو پرمختګونو غور کيږي، له خپل مشرانو سره به شريکيږي او راتلونکي غونډه چې د دواړو اړخونو په موافقه به جوړيږي تياری نيول کېږي.

ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په دغه غونډه کې په اوربند او د کابل رژيم سره په مذاکراتو کومه فيصله شوې زياتوي :” په دې غونډه کې په اور بند او دکابل ادارې سره په مذاکراتو هیڅ کومه فیصله نه ده شوې او نه هم نور موضوعات په اجنډا کې داخل شوي دي، په دې اړه د ځینو رسنیو راپورونه حقیقت نه لري”.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close