د سولې خبرې هميشه د سياستونو برخه ګرځېدلې، نه د حقيقي سولې لپاره

بسم الله الرحمن الرحيم

تلوسه مو وه، چې د سیمې روڼ تحلیل ګر، رښتینې څهره، سیاسي رهبر او لارښود د لیدلو فیض حاصل کړو، نو تکل مو وکړ،  چې د خپلو لوستونکو لپاره ورسره یوه کوچنۍ مرکه هم وکړو، لومړی مو ترې د تیلفون پر کرښه د یوې مرکې اجازه وغوښتله، چې په ورین تندي یې ومنله او بیا نو موږ یې د لیدلو د مهال لیواله وو.

ورغلو، د وقار او درنښت ډکه څهره مو ولیدله، په میلمستون کې یې لا  له  وړاندې د یوه میلمه سره خواله کوله، راپاڅید او کلک سره تر غاړه وتو، د خوښۍ احساس مو وکړ چې ګوندې د سترګو له نور یې موږ هم غیرتي، جهادي او جهان بیني فیض حاصل کړی وي، خوږه موسکا یې را ته وکړه ، مغروره خو د نرمښت او مینې ډک ورین تندی، خوږې خبرې، قوي هوډ او په یوه اسلامي دریځ کلک ولاړ شخصیت  سره میلمه شوم.

په خورا ډيره مینه یې زموږ میلمه پالنه وکړه چې باید له ده زده شي، له مینې یې ځان پوروړی بولم، د خدای ج په دربار کې ورته لا ډيرې بریاوې غواړم.

وروسته یې په مینه او دقت سره د مرکې ځوابونه راکړل، چې تر اټکل لا ډير څه مو ترې زده کړل، اوس یې ستاسو درنو لوستونکو مخې ته هم ږدو.

مرکه کوونکی: ډاکټر مقدس وقار

سوال: په هېواد کې روانه وضعه څنګه ده، په داسې وضعيت کې د هېواد راتلونکی څنګه ارزوۍ؟

ځواب: د کابل حکومت غواړي د پخوا په پرتله يو څه هيله مندي وښيي مثلاً د جګړې په ډګر حکومت دعوه کوي چې سږ کال طالبانو غوښتل ځينو ولايتونو ته سقوط ورکړي، خو ونه توانېدل يا داچې د ماليې وزير وايي، سږ کال په عوايدو کې له هغې اندازې څخه زیاتوالی رافلی چې اټکل یې کیدو او يا په رغنيزو چارو کې نورې دعوې…

د کابل حکومت په دې سره غواړي، چې د امريکا نوی حکومت يعنې د ټرامپ ادارې ته يوه هيله مندي ورکړي چې د افغانستان په رابطه د اوباما د ادارې سياست مخکې بوزي، ټرامپ په هېوادونو کې د امريکا د حکومت جوړونې او بيا رغونې پاليسي غندلې او دا يې بې فايدې کار بللی دی.

همداراز د اوباما اداره هم غواړي امريکايانو او نړيوالو ته وښيي چې د افغانستان په چارو کې پرمختګونه شوي او وضعيت د دوی په ګټه روان دی، اباما غواړي په افغانستان کې خپل ماموريت په کامياب ماموريت وښيي.

څو ورځې مخکې د امنيت شوری په غونډه کې د کابل حکومت استازي وويل، چې اوسنی وضعيت د امريکا او نړيوالو په ګټه دی، نه يې عسکر مړه کېږي او نه يې هغومره پيسې مصرفېږي، په داسې حال کې چې د اباما حکومت ختمېدو ته څو اوونې پاتې دي د امريکا د دفاع وزير کابل ته راغلی او په خبري کانفرنس کې يې افغانستان د امريکا ستراتيژيک شريک وباله، د پنځه ميليارده کلنۍ مرستې او د امريکا د پرېکنده ملاتړ نه يې د کابل حکومت مطمئن کړ، همداراز د ناټو کلنۍ غونډه چې يوه هفته مخکې ترسره شوه هم په همدې وعدو او معاهدو متمرکزه وه.

دا هر څه د دې لپاره چې د ټرامپ مبهمه پاليسي په افغانستان کې د امريکا په اهدافو تاثير ونه کړي.

په سيمه او افغانستان کې د اوباما د پاليسي دوام د افغانستان لپاره د سيمه ييزو قدرتونو حساسيتونه راپاروي او دا د هېواد لپاره هيڅ سود نه لري.

سوال: يو مهال څلور اړخيزه ناستې امريکا، پاکستان، چين او ګډ حکومت کولې، اوس روس، چين او پاکستان همغه ډول څه پيلوي ستاسو تحليل څه دی؟

ځواب: امريکا او ناټو په دې ونه توانېدل چې د زور او قوت له لارې طالبان مات او په افغانستان کې خپلې ستراتيژۍ او پلانونه عملي کړي، اوس د دې لپاره چې د امريکا دغه ماتې په تمامه معنی تعبير نه شي، په سيمه کې اسلامي فرهنګ او د دې جګړې يواځينی فاتح (اسلامي امارت) په تمامه معنی حاکم نه شي، په شريکه يوه داسې ستراتيژي جوړه کړي چې د څلورو خواو ګټې او مفادات پکې ساتل شوي وي.

د داعش فتنه، د امارت د مشرانو تر منځ خپلمنځي اختلافاتو ته لمن وهل، قومي او ژبني اختلافونه او حتی د افغانستان د تجزيې پلانونه جوړول د څلور اړخيزو غونډو هڅې او نتائج وه، خو طالبان په غير متوقع نظامي او سياسي برياو سره وتوانېدل، چې د دښمن روستۍ حربې او پلانونه هم خنثی کړي، تاسو وليدل چې روستۍ غونډه د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ د سياسي ناندريو د اوږدوې لړۍ نه وروسته بيا هم دائره نه شوه.

د روس، چين او پاکستان درې اړخيزې غونډې که څه هم تر ډېره سياسي موخې لري، خو کيدلی شي په ائينده کې د سيمې لپاره د ټرامپ ادارې د تيري ګرو پاليسيو د احتمالي خطراتو په مقابل کې د يو بلاک په حيث رامنځته شي.

دا به بيا هم تر ډېره حده سياسي بلاک وي او د مستقيمې مداخلې حماقت به ونه کړي.

اوس چې د طالبانو خلاف په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ نړيواله جګړه ييزه جبهه پاشل شوې ده، امريکا غواړي چې د طالبانو سره د سياسي جوړجاړي په نتيجه کې د سيمه ييزو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې کم رنګ حضور وساتي، دغه درې ګونی اتحاد د دې لپاره چې د طالبانو سره اړيکې په امريکا باندې د سياسي فشار په توګه وکاروي، ترڅو په سيمه کې د لويو قدرتونو په خلاف د امريکا دښمنانه پاليسي چلنج کړي، د دې غونډې نه څو ورځې مخکې روسانو په لوی لاس د طالبانو سره خپلې اړيکې افشاء کړې، د دې لپاره چې امريکا د موضوع په حساسيت او عواقبو وپوهوي او په سيمه او نړيواله کچه خپلو ګټو او مفاداتو ته د تضمين لپاره امريکا خبرو ته کښينوي.

خو که امريکا د سيمه ييزو هېوادونو په خلاف خپلو ستراتيژيو ته دوام ورکړي نو د اباما د دورې تر ختمېدو مخکې به په کامل تنازل د طالبانو سره د سولې لپاره ګړندي ګامونه واخلي.

دا اوس د طالبانو په سياسي بصريت پورې اړه لري چې څه قسم د لويو قدرتونو د ستراتيژيک کشمکش په احتمالي ګډوډيو کې خپل زورېدلی ملت له دې بدبختۍ راوباسي او يو خپلواک سوچه اسلامي نظام ته لاره هواره کړي.

سوال: طالبانو ويلي چې د مذاکراتو اصلي اړخ امريکا او د بهرنيو ځواکونو وتل دي او اوس دا چې که د بهرنيو فوځيانو د وتلو مهالويش وټاکل شي سمدستي د افغان حکومت سره چې فرعي اړخ دی خبرو ته چمتو يو؟

ځواب: دا د طالبانو له خوا د اصلي موقف يو بل اړخ دی خو رسنۍ يې د دوی د اصلي موقف نه په شاتګ توجه کوي.

امريکا د جګړې په ميدان کې د څرګند شکست نه وروسته د افغانستان سره د نظامي تړون په شکل خپل حضور متيقن کړ.

امريکا د اوسني حالت په دوام راضي ده، نه يې عسکر مړه کېږي او نه مصارف کېږي، امريکا نه غواړي چې په کامله انخلا سره د زرهاوو عسکرو قرباني او په ميلياردونو مصارف هدر او بې ځايه شي.

د طالبانو دا موقف چې که امريکا د وتلو مهالويش هم وټاکي تيار دي چې د افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښيني د سولې په رابطه داسې منطقي انجام ته رسېدلی چې د مذاکراتو لپاره هره ازاده مرجع د طالبانو دا موقف نهايت منطقي، مستدلل او په لاره برابر بولي.

دا که څه هم د سولې لپاره د طالبانو په حقيقي ژمنتيا دلالت کوي خو په اصل کې امريکا د طالبانو په رابطه مثبت لوري ته هڅوي او د امريکا لپاره يو شين څراغ دی ممکن په دې سره ماتې خوړلې امريکا د قضيې مثبت اړخ درک کړي او د سولې لپاره هغه ستراتيژي مخکې بوزي چې طالبان پکې د يو حقيقت په توګه ومنل شي.

له همدې ځایه د افغانستان د سرنوشت ټاکوونکو قضاياو په اړه د امريکا او د کابل حکومت مفادات او ليدلوری سره جدا کېږي، په داسې حال کې چې جګړه کې يې ابتکار له لاسه ورکړی.

امريکا غواړي په سياسي میدان کې يو ځل بيا په بله بڼه د دې ميدان داسې لوبغاړی شي چې انتخاب به د دوی په لاس کې وي او د کابل حکومتي چارواکي چې په جګړه کې يې مفادات پراته دي هيڅکله نه غواړي چې طالبان په نړيوالو دیپلوماتيکو مجالسو کې حتی د افغانانو د دویمې درجې د نماينده په حيث هم راڅرګند شي او همدا به د کابل حکومت د زوال پيل وي.

دا اوس هم د افغانستان ګاونډي هيوادونه دېته ترجيح ورکوي، چې د حکومت پر ځای طالبانو سره دپلوماتيکې اړيکې وساتي.

که طالبان د شته پرمختګونو سره په نړيواله دپلوماسۍ يا د هېوادونو سره په اړيکو کې لازم توازن وساتي نو په نړيواله کچه به د طالبانو سياسي بريا بیل ډول وي.

سوال: دې ورځو کې د سولې خبرې بيا تودې شوي دا ځل څو ځوانانو ژورنالستانو په قطر کې د طالبانو مرکچيانو سره کتلي څه فکر کوۍ دا هڅې د نورو هغو سره څه توپير لري؟

ځواب: د سولې خبرې هميشه د سياستونو برخه ګرځېدلې، نه د حقيقي سولې لپاره. اوسنۍ هڅې که څه هم د سولې لپاره يو څه هيله مندي پيدا کوي خو په غير مستقيم ډول رهبري کېږي او د امريکا لپاره په لنډ مهالو ستراتيژيو او پاليسيو کې ترېنه استفاده کېږي.

 څو ورځې مخکې اباما سره له دې چې اشغال يې توجه کولو وويل: القاعده او داعش يې مات کړي خو طالبان نه شي ماتولی، دا د طالبانو په رابطه د امريکا په پاليسۍ کې يو څه بدلون ښيي، خو امريکا د دې لپاره چې خپل جګړه ييز او سياسي تحفظات يې ساتلي وي، د پګواش په څېر په اصطلاح د بې طرفه مرجع په غوښتنه به ځينې اقدامات وکړي، دا به د سولې لپاره د امريکا په نيک نيتۍ توجه شي.

همدغه مراجع به د طالبانو نه هم د سولې لپاره د خپل دريځ د پرېښودو غوښتنه وکړي، که د طالبانو ځواب منفي وي نو دوی ته به د پروپاګند لپاره تازه مواد په لاس ورشي، چې طالبان د جګړې د دوام مسؤل دي او د سولې لپاره يې مدعی په حقيقت نه ده بناء، نو که امريکا د پګواش يا مدني فعالانو غوښتنه د طالبانو نه ځينې بنديزونه لرې کړي وي، کولی شي چې بيرته يې نافذ کړي او که طالبان د سولې دې هڅو ته د دوی په تحليل مثبت ځواب ووايي او خپل اصلي موقف نه په شا شي نو امريکا همدا غواړي چې طالبان په افغانستان کې د امريکا اوسنی سطحي او کم رنګه حضور مشروع او متيقن کړي خو نيکبختي دا ده چې طالبان د موضوع نزاکتونه او باريکي ښه درک کولی او لازم تصميم نيولی شي.

سوال: روان کال طالبانو د حکومت په وړاندې جګړې توندې او يو څه پرمختګونه وکړل، سبب يې څه دی ګاونډي هېوادونه او که ولسي ملاتړ او اثر به يې څه وي؟

ځواب: امريکا د افغانستان نه د خپل لوی زغره وال قوت ايستل داسې توجیه کړه چې نور نو په دومره لويه کچه پاتې کېدو ته ضرورت نشته، افغان فوځ اوس د دې جوګه دی چې د طالبانو مقابله وکړي.

 طالبانو د دې لپاره چې د دې مدعی غلطه ثابته کړي او په شمالي ولايتونو کې د يو څه پرمختګونو سره وکولی شي د داعش د نفوذ مخه ونيسي په دې سره هغه روس او ايران چې شپږکاله يې د طالبانو په خلاف شمالي ټلواله تمويل کړه او تر اوسه يې په افغانستان کې خپلمنځي، قومي او لساني تعصبونو باندې پانګونه کوله داسې حقيقت ته متوجه کړه چې نور نو په شمال کې د ټلوالې رسوخ له منځه تللی او دا ځل به په خپلو سرحداتو کې د تورو پټکيو سره مخامخ کېږي، نو که د دښمنۍ ګراف مو همدومره وي، افغان ملت ته به ځواب ورکوي.

له بلې خوا که امريکا دېته مجبوره شي چې اشغال پای ته ورسوي نو د امريکا ليدلوری دا دی چې که امريکا د طالبانو پشت باني وکړي په سيمه ييزه کچه د امريکا د ګټو لپاره يوږ تضمين کيدلی شي.

خو روس، چين او ايران د دې لپاره چې دغه احتمال له منځه يوسي د طالبانو سره خپل روابط افشاء کړه.

د ټرامپ په راتګ سره دا احتمال نور هم کمزوری کېږي ځکه چې ټرامپ د روسيې سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او ايران هم کوښښ کوي په سيمه کې د خپل نفوذ نه په استفاده حالات په خپل کنټرول کې وښيي.

په عراق او سوريه کې د ايران پلوي رژيمونو وروستۍ برياوي د لبنان د ميشل ان نه د حزب الله ملاتړ او د يمن د يزيديانو پرمختګونه سره له دې چې د عربي ائتلاف بمباري ورباندې روانې دي او په دې وروستيو کې د طالبانو سره د اړيکو راڅرګندول هغه نقاط دي چې د ايران په رابطه د ټرامپ ايران دښمنه نظریه بدلولی شي.

سوال: په هیواد کې د سولې په اړه یو څه نیک نیتۍ نورې هم لیدل کیږي لکه د جهار ستر دښمن جنرال رازق چې آن د سولې لپاره ځان د ولس محکمې ته سپاري، تاسو څه وایاست؟

ځواب: جاسوسي ادارې همیشه د خلکو د احساساتو او جذباتو نه استفاده کوي.

جنرال رازق په ځینو مصنوعي شعارونو د ډيرو پای لوچو او کم عقلو جذباتي زوانانو لپاره د جاسوسي ادارو په هڅو اتل او قهرمان کړی شو.

 تاسو وګورئ په جوزجان او فاریاب کې دوستم بې ګناه پښتانه ووژل هیڅ کومې نړیوالې ادارې د پام وړ غبرګون ونه ښوده، جنرال رازق ددې لپاره چې پښتنو ته د یو اتل په حیث راڅرګند شي، د دوستم وژنې وغندلې، له هماغه راهیسې ددې لپاره چې طالبان اکثره پښتان دي، د سولې شعارونه زمزمه کوي.

زما په فکر جنرال رازق د سي آي ای (CIA) لخوا پدې مؤظف شوی چې په افغاستان کې د پښتون او پارسیوان تر منځ د جګړې اتل شي .

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې اوږد او ورو جریان تر نظر لاندې ونیول شي او ورسره دسیمې او افغانستان لپاره د امریکا نوې او زړې پالیسۍ وڅیړل شي،  داسې ښ:اري چې اوس امریکا غواړي په افغانستان کې د خپل منځي جګړه رامنځته کړي.

پدې وروستیو کې د زرداد نابللی راتګ پداسې حال کې چې د بند پنځه کاله موده یې پاتې وه او د جزبیانو په وینا  چې د سلوې له  سره یې کوم مناسبت نه درلود او هغه ته یې د طرفدارانو لخوا د استقباليې داسې مراسم برابرول [ې د مسعود د پلویانو غصه یې راوپاروله او په سبا یې دزرداد او حزب په خلاف لاریو وویست، د امریکا د همدې سیاست یوه برخه وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close