د سولې د روانو مذاکراتو د سبوتاژ هڅې

مسعود شفق

داسې ښکاري چې په قطر کې د امريکايانو او طالبانو له روانو مذاکراتو څخه ګډ حکومت بې خبره او څنډې ته ساتل شوی. د سولې لپاره د امريکا د حکومت د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليزاد د ګډ حکومت له چارواکو يا نورو سياسي جهتونو څخه نظريات ټولوي خو د مذاکراتو له جزئياتو څخه معلومات نه ورکوي له همدې امله د ګډ حکومت په چارواکو او نورو ټولو سياسي جهتونو کې د روانو مذاکراتو په اړه زياتې انديښنې راټوکيدلې دي.

د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې امريکايان په شخصي ناستو کې د طالبانو په مقابله او د جګړې په دوام کې او په کابل کې له واکمن نظام څخه ډير مايوسه او ستړي ښکاري او په دې باور دي چې دا نظام د ولس ملاتړ نلري، په اداري فساد کې ککړ دی ، په جګړه کې له طالبانو سره په يوازې سر مقابله نشي کولای، چارواکي يې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي، دوی ته د افغانستان د روان وضعيت په اړه دروغ وايي او که د مذاکراتو له جزئياتو څخه يې خبر کړو شونې ده چې د خپلو سياسي او شخصي ګټو په خطر کې د لويدو له امله هغسې غوغا راپورته کړي لکه څنګه چې کرزي په قطر کې د طالبانو د دفتر له رسمي پرانستل کيدا وروسته راپورته کړه او د سولې روان شوی بهير يې سبوتاژ کړ.

سرچينه زياتوي په خپله اشرف غني هم له دغه مذاکراتو څخه زيات انديښمن دی او د دغه مذاکراتو په پايله کې خپله سياسي راتلونکې په خطر کې ويني له همدې امله په پټه هڅه کوي چې دغه مذاکرات سبوتاژ کړي خو څرنګه چې دی د امريکايانو تر زيات تأثير لاندې دی له همدې امله د نورو مسايلو په څير په دې مسئله کې هم په ښکاره نيوکه نشي کولای.

له بله پلوه د سرچينې له قوله پخوانۍ شمالي ټلواله هم زياته په انديښنه کې ده او څو ځله د سياف، يونس قانوني، عطا محمد نور ، محمد محقق، امرالله صالح او د شمالي ټلوالې د نورو مطرح شخصيتونو تر منځ پټې غونډې هم ترسره شويدي او د دغه مذاکراتو د سبوتاژ کولو لپاره په ډول ډول طرحو خپلمنځي بحث شویدی چې د دې طرحو څخه يې يوه هم په کابل کې د امريکا په لوړ رتبه ديپلوماتانو او يا نورو ملکي لوړ رتبه امريکايانو باندې بريد ته د زمينې برابرول دي. سرچينه زياتوي ډاکټر عبدالله او حکمتيار هم له دغه مذاکراتو څخه انديښمن دي، ټول خپله سياسي راتلونکې په خطر کې ويني او د اوسنيو امتيازاتو په له لاسه ورکولو ويريږي.

د سرچينې له قوله په ټوله کې په کابل کې په نظام کې دننه او له نظام څخه بهر داسې فکر موجود دی چې که روانه جګړه ختميږي او سوله راځي دوی بايد خپل اوسني امتيازات له لاسه ورنکړي او که امتيازات يې له لاسه وزي بيا داسې سولې ته چمتو ندي او په هره شونې لار به يې د سبوتاژ هڅه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close