د سولې د هڅو سره په اختلاف سوله نشي راتلای

( سرلیکنه )

د تېر کال دوامدارې او مخ په زياتيدونکې جګړې ترڅنګ د نوي کال په رابرسيره کېدو د سولې هڅې پېل شوي دي، د افغانانو هيله مندي راپيدا شوې ده، چې ګوندې که دا خوار قسمت مو تر ډېرو غمونه او مرګونه وروسته رابيدار او د سولې خاوندان شو.

 د تېرې اونۍ په کابل کې د څلور اړخيزې او ورپسې په قطر کې د پګواش بنسټ لخوا د افغانستان په اړه د سولې هڅو يو ځل بيا د افغانانو په شونډو لنډ مهاله موسکا خوره کړه ، چې په يو مهال د افغانستان په اړه د سولې هڅې پل شوې دي د داوړو غونډو پايله خوبه يوه سوله منځ تره راوړي.

لومړی ، چې د اسلام اباد تر غونډې وروسته په کابل کې د افغانستان ، پاکستان ، امريکا او چين څلور اړخيزې غونډه وشوه.  افغان دولت ، ګاونډيو هېوادونو او نړیوالو پرې خوښي وښوده،  که هرڅو جګړې دوام وکړي آخر به هم د سولې د لارې مسئلې حل کېږي.

 په کابل کې د څلور اړخيزې غونډې پايله داوه ، چې د طالب مشرانو سره د مذاکراتو د کولو لپاره به نقشه جوړولې شی او بیا به د سولې غوښتونکو طالبانو سره د سولې د غونډې د ځای او نيټې خبره کېږي .

د دې غونډو سره ، چې په اسلام اباد کې وه او که په کابل کې ،که  طالبانو پکې د ګډون اعلان نه و کړی ، په زغرده يې مخالفت هم نه و کړی. خو په قطر کې د پګواش لخوا د جوړې شوې غونډې مخالفت د ملي يوالي حکومت په ښکاره سره وکړ ، ويې ويل چې د څلور اړخيزې غونډې په دوام دقطر غونډې ته اړتيا نشته .

که د پګواش لخوا د قطر په غونډې کې د طالبان مشرانو شرطونه سره مخالفت وي ؛ نو دا مخالفت به په څلور اړخيزې غونډې کې هم کېږي ، بيا نو څلور اړخيزه غونډه هم ګټه نه لري ، طالب مشرانو خو د لومړي سرنه د مذاکراتو د کاميابۍ لپاره د بهرنيو پوځونو په بشپړ ډول وتل ، د زندانيانو خلاصون ، د تورليست څخه د طالب مشرانو ايستل او يو شمېر نور شرطونه ايښي دي . د طالب مشرانو دريځ خو د سولې په اړه بدل شوی نه دی او نه سخت شوی دی او نه نرموالی پکې راغلی دی ، چې د مخه به طالب مشرانو د وخت د ضايع له امله د سولې سره مالفت ښوده او اوس يې  د قطر په غونده کې په شرطونو منلو سره د مذاکراتو مخالفت نه دی  ښودلی . د قطر په غوڼده کې چې که د ملي يوالي حکومت خپل نماینده نه و ورلېږلی او ګډون يې پکې نه و کړی . هغو افغانانو چې ګډون يې پکې کړی و،  که په شخصي توګه هم د حساب وړ کسان و ، چې د قطر په غوڼده کې د يادو شوو مادو سره يې يوالی وښوده .

د قطر په غوڼده کې څو مادې ذکر شوي وو، چې سوله د افغانانو بېړنۍ اړتيا ده ، د سولې د غونډې د مخه نظامي عمليات بايد پای ته ورسېږي ، بهرنيان بايد د سولې په چارو کې مداخله ونکړي .

د افغانانو له دود سره سم دی جرګه را وغوښتل شي، د سولې د غونډې مشري بايد د افغانانو په لاس او واک کې وي ، د ښځو حقوق دې خوندي وساتل شي.

 د پورتنيو يادونو سره چې د ملي يوالي حکومت مخالفت څرګندوي بيا خو د سولې د هڅو سره په اختلاف سوله نشي راتلای. هره هغه سوله چې د افغان ولس په خېر تماميږې بايد ملاتړی وشي .

د روانې ميلادي عيسوي میاشتې په فبروري په ۶ مه بله څلور اړخيزه غونډه په اسلام اباد کې کېدونکې ده ، وبه کتل شي ، چې د سولې لپاره دا غونډه څه ډول زيری افغانانو ته راوړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close