د سولې شوراء غړي نه د اسلام اباد څلور اړخیزې ناستې ته او نه هم د قطر پګواش غونډې ته غوښتل شوي دي

کابل ټکی کام ۰۶سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د افغانستان د سولې عالي شوراء غړي نه د اسلام اباد څلور اړخیزې ناستې ته او نه هم د قطر د پګواش کنفرانس ته بلل شوې وو.
دغه شوراء د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لورې پنځه کاله او څلور میاشتې پخوا طالبانو سره د خبرو اترو لپاره را منځته شوې وه.
د دغې شوراء یو شمېر غړي په تېرو پنځو کلونو کې وژل شوي هم دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال دغې شوراء ته ډېر ارزښت ور کړل شوی وو، خو د ولسمشر اشرف غني په دوره کې د یادې شوراء له همغږۍ پرته د سولې هڅې پیل شوي دي.
د یادې شوراء غړیو هم تأیید کړې ده چې دوی نه د اسلام اباد څلور اړخیزې غونډې ته غوښتل شوي، او نه هم د قطر پګواش غونډې ته غوښتل شوي وو.
همدا شان د سیاسي چارو کارپوه انجینر نظر محمد مطمئن د یادې شوراء په اړه ویلي دي چې دغه شوراء اوسمهال په سمبولیکه توګه شتون لري او د سولې په تړاو خبرې د ارګ له لورې پر مخ وړل کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close