د سولې شورا د دارالانشاء رئیس اکرم خپلواک استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۶)

په داسې حال کې چې دوه ورځې وروسته په مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه کیدونکې ده چې د سولې شورا غړي به هم په کې ګډون کوي،تازه خبرونه وایي چې د دغې شورا د دارالانشاء رئیس او واکمن مرکچي اکرم خپلواک استعفا ورکړې.
د یک تلویزیون د راپور له مخې ، تر اوسه د خپلواک د استعفا لامل نه دی څرګند خو ویل کیږي چې نوموړی به د غني د ټیم په ګټه انتخاباتي کمپاین پیل کړي.
اکرم خپلواک  د سولې د عالي شورا په نوښت د دولت پلوه ملایانو څو غونډې راوبللې او ترڅنګ یې څو مشورتي ناستې هم دایرې کړې.
نوموړی تر اتمر وروسته اشرف غني ته دوهمه نږدې باوري څیره بلل کیده.
خپلواک د پکتیا د احمدآبا اوسیدونکی دی او تر دې وړاندې د پکتیکا د والي او سرحدونو او قبایلو د وزیر په توګه یې دندې تر سره کړې دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close