د سولې شورا څلور کسیز پلاوی د مسکو غونډې ته ځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۶)

په داسې حال کې چې د سولې عالي شورا واکمن مرکچي او د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک تازه استعفا ورکړې، د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، چې د سولې عالي شورا په استازیتوب به څلور کسان  د افغان سولې په نامه کنفرانس کې د ګډون  په موخه سبا د روسیې پلازمینې مسکو  ته سفر وکړي.

نوموړی وایي، دغه پلاوی به د حاجي دین محمد په مشرۍ مسکو ته واستول شي او هڅه به وکړي څو طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته قانع کړي

طالبانو هم ویلي، چې دغې غونډې ته پلاوی استوي خو د غونډې له اجنډا سره سم به د روان بنبست په تړاو خپل لیدلوری واضح کړي او د غونډې پرمهال له هیڅ لوري سره د مذاکراتو پلان نه لري.
خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي بیا وایي چې حکومت رسماً دا بلنه ځکه  نه ده منلې چې طالبانو ته د یوې رسمي ډلې په څیر پکې بلنه ورکړل شوې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close