د سولې شورا که د سولې صلاحیت نه لري؛ خو ملاتړ یې کوي

 تبصره

د درې میاشتو راپه دې خوا په کابل کې د سولې شورا د سولې په اړه کومه وینا نه ده کړې، ځکه چا د سولې نوم نه دی اخستی. امریکا نړیوالو ته په افغانستان کې سوله سمبول کړې؛ خو په بمباریو او جګړو ټینګارکوي. د افغانستان سره د سولې په نامه په میلیاردونوډالرمرستې کوي خو په جګړو ېې مصرفوي .

په افغانستان کې دا ستونزه د کمونستانو په رژیم کې هم وه ټولو کمونستي بې واکه واکمنو د سولې نغاره ډنګوله خو د سولې صلاحیت ورسره نه و. په کابل کې د سولې په نامه  شوراهم د سولې واک نه لري خو که څوک د سولې او یا جګړې غږ وکړي، د جګړې پلوي خو له ملامتیانه شي کولاې چې نوم یې د سولې شورا دی، بله دا چې د سولې په نامه  په کال کې ۲۵میلونه ډالر ترلاسه کوي.

تیره ورځ اشرف غني په هیواد کې د سولې په نامه د افغان ولس د قاتلینو لپاره د ملګروملتونو څخه د تورلست څخه د ایستلو او د طالبانو د مشر شیخ الحدیث مولوي هیبة الله نوم یې په تورلست کې د شاملولو غوښتنه وکړه، حال دا کله کله اشرف غني چې عصبي ناروغي پرې زور وکړي وایي طالبان جګړه غواړي او مونږ سوله .

د ډیرې مودې پس د سولې شورا سره ددې چې د سولې واک نه لري خو په غیر مستقیم ډول یې د اشرف غني سره په دې موضو ع کې مخالفت وښود او قاضي محمد امین وقاد په ډاګه وویل دا ډول غوښتنې د سولې پر خلاف او د جګړې دوام ته زمینه برابروي.

د ملګروملتونو د بندیزونو د کمیټې څخه د اشرف غني د غوښتنې رد ‌طالبانو په خپله یوه اعلامیه کې کړی دی؛ خو دا چې د سولې شورا د اشرف غني غوښتنه د سولې پر خلاف وبلله د ټول افغان ولس غوښته او نظر یې څرګند کړ.

افغان ولس تل په سوله ټینګار کړی دی. امریکا او موجوده اداره په جګړه ټینګارکوي او هم ورته زمینه برابروي.

د حکومت له پیله اشرف غني او یارا نو یې داسې وینا نه ده کړې چې ولس ورسره همغږی شي، تل د ولس د غوښتنو پرخلاف ویناوې کوي او د هغه چا زړونه هم د اشرف غني وینا مات کړل ،چې یا سولې ته په تمه دي او یا د سولې په اړه هلې ځلې کوي.

که اشرف غني او یا طالبان هر څو په جګړو ټینګار وکړي؛ خو د افغانستان مسئله  په  جګړه نه، بلکې په هغه سوله چې د افغانانو ترمنځ غونډه وشي، د افغانستان خپلواکي اوملي ارزښتونه په نظر کې ونیول شي، ملي حاکمیت او د افغان مجاهد ولس قرباني او ارزوګانې پکې خوندي وي، حل کیږي .

 که امریکا په افغانستان کې په رښتیا سوله غوښتی او د جګړې میلیاردونه ډالر یې د سولې په لار کې مصرف کړي وای نن ورځ به په افغانستان کې یو ډز هم نه کیده.

 بله لویه بدبختي داده چې د افغانستان د مسئلې په اړه تش په نامه خواخوږي دوست هېوادونه هم په افغانستان کې د سولې لپاره  د زړه له اخلاصه قدم نه پورته کوي، د سولې شورا خو هسې هم د بل په واک کې ده. د قاضي محمد امین وقاد لپاره همدا هم ډیره ده چې د اشرف غني د وینا مخالفت خو یې په ډاګه وکړ.

د پاکستان، پګواش، سعودي او څلور اړخیزوغونډو یو شمیر هیوادونو په شمول د افغانستان  په مسئله کې د سولې په موخه یو څه هلې ځلې وکړې؛ خو تر اوسه پورې دا ډول میکانیزم او یا منځګړي هیوادونه نه دي پیدا شوي چې په افغانستان کې جګړې ته د پاې ټکی کیږدي.

بله ستونزه چې جګړه یې دوامداره او د سولې مخه یې ډب کړې هغه داده، چې حکومت طالبان او طالبان حکومت د حکومت په شکل نه تسلیموي که د دې سونزې د هوارې لپاره هلې ځلې وشوې نو په هغه وخت به په افغانستان کې سوله رامنځ ته شوې وي.

 د افغان ولس لپاره په موجوده حالاتو کې چې امریکا او افغان حکومت دواړه جګړې ته زمینه برابروي د سولې د شورا لخوا چې د سولې واک نه لري د اشرف غني د وینا مخالفت هم کفایت کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close