د سولې عالي شورا: د سولې اصلي واک له امریکایانو سره دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۴)

د سولې عالي شورا چې تل په بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کوي،  په شفاهي توګه منلې چې په افغانستان کې د سولې او جګړې واکونه امریکایی لوری لري او افغان حکومت په دې برخه کې یواځې سنبولیک رول لري.
دیادې شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، که امریکا وغواړي له طالبانو سره ټولې ستونزې په خپل سر حل کولی شي.

نوموړی زیاتوي،که طالبانو د رویټرز راپور رد کړی، کومه جدي خبر نه ده او په وینا یې چې ښایي امریکا او طالبان د سولې مهمې غونډې نورې هم وکړي.
رویټرز خبري اژانس څو ورځې وړاندې د نامعلومو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې ګواکې طالبان له امریکا سره د مذاکراتو لپاره بلې ناستې ته تیاری نیسي، خو طالبانو دا خبر بې اساسه وباله او زیاته یې کړه ، چې رسنۍ باید هر خبر د نامعلومو سرچینو پرځای د طالبانو له رسمي آدرسونو خپورکړي.
حاجي دین محمد وايي، که امریکا په رښتیا د سولې اراده ولري، نو له طالبانو سره هره ستونزه په ښه توګه حل کولی شي.
د سولې عالي شورا وایي، امریکا ته د افغان سولې او ملي روغې جوړې حللارې معلومې دي او واکونه یې هم له هغوی سره خوندي دي.
باید وویل شي چې طالبانو تل له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي او ټینګار کوي چې د جګړې اصلي لوري ( امریکا)سره باید خبرې وشي.
طالبان له افغان حکومت  سره خبرې کول د وخت ضیاع بولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close