د سولې عالي شورا: طالبانو مو استقلال له پوښـتنې سره مخ کړ

په یاده ناسته کې د پخواني جمهور رئیس مرستیال یونس قانوني وویل؛ حکومت او د سولې عالي شورا دې کله هم دا فکر نه کوي چې طالبان به یې امتیازات ومني او د ځینو څوکیو په ورکړه به جګړې ته د پای ټکی کیږدي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۸)

د  حکومت د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي نن د سیاسي احزابو سره په یوه مشورتي ناسته کې وویل، د سولې لپاره که څه هم ملی اجماع جوړه شوې او ټول لوري په یوه غږ سوله غواړي، خو په وینا یې چې لیدلوري او غوښتنې لا هم متفاوتې دي.

نوموړي له سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل چې د سولې په بهیر کې د حکومت مټې قوي کړي او خپلسري هڅې دې نه کوي.

بلخوا په یاده ناسته کې د پخواني جمهور رئیس مرستیال یونس قانوني وویل؛ حکومت او د سولې عالي شورا دې کله هم دا فکر نه کوي چې طالبان به یې امتیازات ومني او د ځینو څوکیو په ورکړه به جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
قانوني وویل؛ که طالبانو د امتیازاتو غوښتنه درلودی ، وړاندې به داجګړه دریدلې وای.
نوموړي زیاته کړه، طالبان لا هم د کابل حکومت په رسمیت نه پیژني او د سولې له عالي شورا یې وغوښتل چې له طالبانو سره غیرمستقیمې خبرې پیل کړي څو دا خبرې مستقیمو مذاکراتو ته لار هواره کړي.

خو د سولې د عالي شورا مشر وویل ؛ چې د دوی ټولې هلې ځلې د استقلالیت نه شتون له ګواښ سره مخ کړې ، د نوموړي په خبره ؛ که طالبان افغان حکومت د یو مستقل دولت په توګه وپیژني ټولې ستونزې به حل شي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تل له افغان حکومت سره د خبرو اترو امکان رد کړی او دا یې د وخت د ضیاع په معنا بللې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close