د سولې عالي شورا: طالبان دې له امریکایانو سره په خبرو ټینګار نه کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۳)

د سولې عالي شورا د طالب مشر وروستي اختریز پیغام ته سخت غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې طالبان دې د بهرنیانو سره په مذاکراتو له ټینګار څخه ډډه وکړي او له دوی سره دې مخامخ خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي، د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره پر مستقیمو خبرو ټینګار د دې څرګندوی دی چې طالبان لا هم د بهرنیو له‎خوا رهبري کېږي.

طالب مشر په خپل اختریز پیغام کې ویلي و چې ​”که امریکایي چارواکي واقعاً د افغانستان د قضیې په سوله‎ییز حل باور لري، باید مستقیماً د مذاکراتو میز ته راشي، څو د اشغال دغه غمیزه چې لوی زیان یې د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسېږي، د خبرو له لارې حل شي.”

اوچقون ویلي، طالبان دې د اشرف غني وړاندیز ته غاړه کیږدي او له افغان حکومت سره چې د ده په وینا قانوني بڼه لري مذاکرات پیل کړي.د طالبانو مشر په اختریز پیغام کې ویلي چې،  د ټولو ناخوالو جرړه امریکایي‘اشغال‘ ده

 

طالبانو به اختریز پیغام کې دا ځل هم ټینګار کړی چې دولتي ځواکونه یې مقابل لوری نه دی او عسکرو ته یې په خطاب کې ویلي چې “د اشغالګرو تر قوماندې لاندې مه جنګیږئ، له تاسو سره زموږ مخالفت یوازې په همدې ټکي دی. که تاسو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلئ، زموږ وروڼه یاست، تاسو هم  د خپل دنیوي او اخروي نجات لپاره اقدام وکړئ او مخکې له دې چې د امریکایانو په ملګرتیا کې ووژل شئ د اشغالګرو له صف څخه ځانونه رابېل کړئ“

طالب مشر په خپل پیغام کې د دوی سیاسي دفتر د خبرو اترو یوازینی مرجع بللې او زیاته کړې یې ده چې “ له دې ټولو بد مرغیو څخه د نجات یوازینۍ لاره دا ده چې امریکایي او نور اشغالګر پوځونه زموږ له هیواده ووځي،  اسلامي، خپلواک او افغان شموله  نظام حاکم شي“

خو د سولې عالي شورا بیا د ګډحکومت په سیاسي مشروعیت ټینګار کوي هغه خبر چې خپله حکومتي چارواکي هم ورته د شک په سترګه ګوري او ډیری پر دې باور دي چې د سولې، اوربند، د علماؤ په نوم د غونډو او جګړیزو فشارونو په ګډون د ټولو سوژو واک له امریکایي سفارت سره دی او امریکا په مختلفو بهانوغواړي چې دلته خپل اوږدمهاله نظامي شتون ته زمینه برابره کړي، نو له همدې امله نه غواړي چې له طالبانو سره (چې ټول ټینګار یې د بهرنیانو په وتلو دی) مخامخ مذاکراتو ته زړه ښه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close