د سولې لپاره د طالبانو شرایط او حکومتي غبرګون

سعيدالله ارچيوال

که رښتيا ته راشو، افغاني واقعيتونو ته راشو او په تیرو ۴ لسيزو کې پر ستونزو باندې لنډ نظر وکړو نو تر اوسه چې کومې ستونزې پاتې دي يا د هرې ورځې په تیريدو سره ډيريږي او نوي ناورینونه پرې ور زياتيږي يو لامل يي هم دادی چې په افغانستان کې تل سياست له عقده منو سره وي.

که چيرې ډير مخکې نه بيخي د روس تر وتلو وروسته د ډاکټر نجیب حکومت، د مجاهدينو تر منځ خپل منځي ستونزې او بیا د دوی تر منځ شخړې، د کابل وراني او تباهي او باالاخره د طالبانو را منځ ته کيدو ته لنډ نظر وکړو نو پوهيږو چې موږ په ټول کې ددې هیواد د تباهي لپاره موکه سازي کړې.

کله چې حضرت صبغت الله مجددي د څلويښت ورځو ولسمشر شو، بیا وروسته رباني ولسمشر او ګلبدين پکې لومړی وزیر شو، کورنۍ نښتې پيل شوې، په کابل کې په څو ځايونو کې شپږ اوو تنظيمي حکومتونه رامنځ ته شول نو ويلی شو چې زموږ ستونزه ان له پيله دا وه چې دلته د يو بل منلو ذهنيت نه وو او هر سړی من وو.

په قطر کې د پګواش وروستۍ ناسته له دې سره سره چې په ځينو برخو کې يي نيمګړتياوې درلودې، ځينې  کسان له دې ليست څخه لرې شوي يا ور ډير شوي وو ولې په ټول کې د طالبانو له لوري وړاندې شوي شرایط که چيرې سولې ته ژمنتيا وي يو ښه زيری دی، شونې ده هر  سړی خپل نظر ولري خودا چې طالبانو په یو دریم هیواد او په یوه نړۍ واله ناسته کې باالاخره د سولې لپاره اراده وښوده نو دا ددې ناستې ستره لاسته راوړنه بللی شو.

تر اوسه ددوی له لوري وړاندې شوي شرايط چې ما لوستي دي او دا ناسته مې يو څه د رسنیو له لارې تعقیب کړې لاندې دي:«په قطر کې د دوی د سياسي دفتر په رسميت پيژندل، د ملګرو ملتونو له تورليست څخه ددې ډلې د مشرانو د نومونو ويستل، د نیول کيدو په خاطر د ټاکل شویو جوایزو لرې کیدل، د افغانستان له زندانونو د طالب بنديانو خوشې کول، ددې ډلې پر ضد د تبليغاتو  درول،د دوی د کنګل شويو شتو بیرته خوشې کول او پر سفرونو د شته بندیزونو لرې کيدل .» پکې شامل دي.

خو اوس په افغانستان کې ځينې ستونزې شته دي يوه ستونزه هم د ايتلافي حکومت شتون دی دوی په ټول کې په افغانستان کې د امريکې تير ۱۴ کلن شتون له زياتي،اشغال، تباهۍ او دښمنۍ سره سره پر افغانستان د شمال ټلوالې لورينه بولي دوی نړۍ ته داسې انګيزه ورکړې چې ګواکې دوی د ۳۵ ميليونه افغانانو ژغورنکي دي که دوی نه وی نو شونې ده طالبانو افغانان خوړلي وی، خو داسې نه ده په هغو سيمو کې چې دوی وو، پاټک، چورتالان، تباهي، بې ګناه وژنې، زیاتی او ځورنې وې خو په هغو سیمو کې چې طالبان وو هلته امنيت، سکون، خلکو ته د ژوند چانس د خلکو له خوښې سره سم اسلامي اصول او دهر سړي ځای معلوم وو او بل دا چې طالبان نوي سلنه خاورې منلي وو او دوی يوازې په لس سلنه او خپلو ځالو کې په زور او بهرنیو مرستو حاکم خلک وو.

اوس اوس د طالبانو تر دې شرطونو سمد ستي وروسته يو وار بیا په واک کې اتيا سلنه شریک اجرايه رياست او د دوی معاش خورو شنونکو ويلي دي چې د سولې تر خبرو مخکې د شرطونو وړاندې کيدل به ونه مني، خو پوښتنه داده که سولې ته لومړی ذهنیت سازی ونه شي،سولې ته يو وړ مکانیزم جوړ نه شي، د سولې شرایط يا دا چې په څه ډول باید وشي معلوم نه وي نو بیا سوله څه مانا، خبرې څه مانا او کيدونکې هڅې به څه مانا ولري.

دوی تر اوسه هم په دې نه پوهيږي چې تر سولې مخکې د سولې لباره شرطونه مهم دي، سوله د دوی د ټاکنو په څير ملنډې نه دي چې جان کيري دي حل کړي، سوله د افغان ولس اړتيا، غوښتنه او هدف دی، ټول ولس چې سوله غواړي نو له ټولو شته ارزښتونو سره سمه يي غواړي، سوله د سولې په نوم د بهرنيانو جوړ شوي سوداګريز اعلانونه نه دي، راځئ سولې ته له افغانۍ هېندارې وګورو، سولې ته له پردۍ سترګۍ کتل او يا پکې خپل خير لټول نور هم مضرو او شريرو ډلو ته د موکې ورکړه ده، په اوس وخت کې داعش، سمتي او ژبنی تعصب، په ډيرو ولايتونو کې د زور واکو  مافيايي وسله والې ډلې، نامسوله وسله وال، د هرې ورځې په تيريدو سره د سيمې د څارګرو ډلو له لوري د يوې نوې ډلې رامنځ ته کيدل يي پيلامه ده.

اجرايه رياست بايد یو شی ومني که چيرې دوی په تیرو ۱۴ کلونو کې د اتيا سلنه واک لایق وو، د امريکې د ميلياردونو ډالرو لوټ تالان، دځمکو غصب، ښارګوټي په اروپا، ترکيه، هند او دوبۍ کې يي مزې خوښيدې نو طالبان هم ددې خاورې د خپل وخت د نوي سلنه خاورې حکما وواو دوی دوی هم د يو نظام، يو فعال، سياسي او پوځي خوځښت په توګه حق لري چې خبره يي واوريدل شي، حق او غوښتني يي روښانه شي او بیا ورسره خبرې وشي،د سولي تر نيمګړو هڅو مخکې د سولې شرطونه سولې او سوله ایز افغانستان ته باید اصل وي، خو د سولې ضد شعارونه اجرايه رياست، د دوی معاش خواره عقده من شنونکي، طلوع ټلويزيون او ځينې نور مضر او پروژه پالي مدنيان او  روڼ اندي ورکوي، دوی ته تر سولې نښته، تر ژونده مرګ، تر حقه ظلم او…. معيار دی ځکه که په دې وطن کې د وطن اصلي بچيان را مخې ته شي آیا د پچو په غلا کې تورن بسم الله محمدي ته وزارت، وياند عبدالله ته اجرايه رياست، قاتل دوستم ته لومړی معاونيت، طلوع ته رسنيز باور،پروژي مدني فعالانو ته د پروژو لټولو او…. موکه پيدا کيدای شي، زما به نظر خو يي ځواب نه دی ځکه چې بیا به نو حساب په وړتيا، نفوذ، رسوخ، باور او کړنو باندې کیږي نن سبا خو په افغانستان کې سلو تنو له قصده د قحط الرجال ډنډوره غږولې او کوښښ کوي له دې لارې دوی په واک کې وي اومزې وکړي.

نو راځئ سولې ته د ټوکو نه بلکه اړتيا په سترګه وګورو، که له وطن سره مینه لرو په وطن باور لرو راځئ دا ورکول شوي شرايط ښه سيقل کړو، له ولس سره پرې مشورې وکړو شونې ده ټول سم نه وي يا په ځينو کې طالبان تیر شي يا باالاخره يوه لار خو ونيسي خو تر دې ټولو مخکې د څوکۍ له شاه د اجرايه رياست ورکول کيدونکي عقده مندانه خبرې به د جګړې اور نور هم تیز کړي او وطن به نور هم تباه کړي او نور به دې وطن ته د تباهۍ د غم له نغارې پرته کله هم د بساينې، سولې او سوکالۍ زيری له ځان سره  ونه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close