د سولې مخالف څوک دی؟

سر ليكنه

د افغانستان په اوږده جګړه کې؛ چې نږدې اتلس کاله يې په بر کې ونيول، وخت ناوخته د ښکیلو خواوو له لوري پر يوه اوبل تورونه لګول کېدل  چې ګواکې مخالف لوری د سولې مخالفت کوي، خو وروسته له هغه چې امريکا له جنګه ستړې او د سولې لېوالتيا ورسره ډېره شوه، همدارنګه د سولې خبرې اترې هم ورسره پر مخ ولاړې نو د ولسمشر غني  هم د خپلې خولې واګي خوشې کړل او د سولې په مخالفت يې خپل ټيم او نورو خلکو ته د ټولنيزو رسنيو له لارې ويناوې شروع کړې.

په لومړي سر کې چې امریکا له طالبانو سره د پوځيانو د وتلو پر سر  هوکړې ته نږدې شوه او طالبانو په خپلو اعلاميو کې وویل: چې له امريکايانو سره په دوو موضوعاتو هوکړې ته نږدې شوي چې يوه يې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو بشپړ وتل دي او بله يې له افغانستان څخه امريکا ته ګواښونه نه پېښول دي) نو ولسمشر غني ناڅاپه خپله لهجه د معمول په خلاف نوره هم تېزه کړه او طالبانو ته يې په خپله وينا کې د يوې وړې ډلې خطاب وکړ او ان دا يې هم وويل: چې د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه بايد هر څوک ونه غږېږي. مګر څه وخت چې ټرمپ هم له طالبانو سره د غونډې په تړاو وويل: چې له طالبانو سره يوې هوکړې ته نږدې شوي او تر هوکړې وروسته به له افغانستان څخه پوځيان باسي، نو ولسمشر غني بلکل يو ناڅاپه بدلون ومونده او وې ويل: چې د امريکايي پوځيانو حضور صفر ته راښکته کوو! همداشان يې د خپلې په موده کې لومړی ځل پر عام ولس امريکايي بمبارونه تېروتنې وبللې.

څه موده وروسته چې له جګړې تښتېدونکي ټرمپ په ځغرده پر خپل ټويټر وليکل (چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته ټولو پوځيانو وېستلو ته تيار دی،  ځکه چې د افغانستان په بې فائدې جګړه امريکا د کال پنځوس ميليارده ډالر مصرفوي نو که چېرته دغه جګړه پای ته ورسوو او دغه ډالر په خپله  د امريکا په داخل کې مصرف کړو، په دې سره به مونږ ته د تاوان پر ځای ګټه تر لاسه شي) نو په دې سره ولسمشر غني نور هم ټکنی شو او يو ځل بيا يې د طالبانو پر وړاندې خوله، خو دا ځل يې يوازې پر خپلو ويناوو هم اکتفاء ونه کړه بلکې ټرمپ ته يې يو مخفي او پټ لیک ولېږه چې زه به د اردو، پوليسو او نورو نظامي او حکومتي ارګانونو معاشات راکم کړم! خو تاسو خپل پوځيان مه وباسئ!

په دې نږدې وروستيو کې چې به مسکو کې د اوسېدونکو افغانانو په کوربه توب د طالبانو به ابتکار يوه غونډه جوړه شوه، په نوموړې غونډه کې مختلفو سياسيونو هم ګډون درلود، خو غني نه يوازې دا چې په غونډه کې يې له ګډون څخه انکار وکړو، بلکې يو ځل بيا يې په طالبانو پسې خوله خلاصه کړه او وې ويل چې د مسکو د غونډې ګډونکوونکي هيڅکله هم د کومې پرېکړې د کولو حق نه لري.  او تر ټولو مهمه دا چې د غونډې په جريان بيا همدې سوله خوښي ولسمشر ملګرو ملتونو ته يو ليک لېږلی، چې د طالب ډپلوماټانو په اړه يې ورته ليکلي چې ولې ازاد تګ راتګ کوي، بايد بنديزونه پرې ولګول شي.

له پورتنيو ټولو خبرو څخه دا په ډاګه کېږي، چې د سولې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ يوازېنۍ د کابل کاواکه او د دې ادارې ولسمشر دی، همداشان د افغان ولس د زړه غوږونه هم اوس په دې خلاص شوي چې د سولې پر وړاندې يوازېنی خنډ ولسمشر اشرف غني دی او دا ځکه د سولې کلک مخالفت کوي چې په سوله کې د ده ګټې هيڅکله خوندي نشي پاتې کېدای او د سولې په راتګ سره يې واکمني له منځه ځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close