د سولې مذاکرات او د اسلامي امارت څرګند دريځ!

لیکوال: م.جمیل باور

د روانې نومبر مياشتې په( ۸ مه نيټه) د امریکایانو لخوا له طالبانو سره د خبرو مشرمرکچي زلمی خلیزاد د سیمې هیوادونو ته سفر پيل کړ او د پلان له مخې به د نومبر تر (۲۰ مې نيټې) پورې په سيمه کې وي.

پرون رسنیو خبر ورکړ چې ښاغلي خلیزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره درې ورځې پرلپسې مذاکرات کړي چې له ګران هيواد افغانستانه د امریکایي او ناټو اشغالګرو عسکرو وتلو ته يې د افغان مظلوم اولس هيلې غوړولي دي.

که څه هم ځينو رسنيو د اسلامي امارت د ډيپلوماتانو او امريکایي مرکچي ټيم تر منځ په ځينو مواردو د بحث او ان د موقت حکومت پر سر د موافقې خبرونه خپاره کړل، خو نن د اسلامي وياندوی ذبيح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلاميه کې رسماً په دې هکله د اسلامي امارت د ريځ روښانه کړ چې تر اوسه شوي مذاکرات ابتدايي دي او د موقت حکومت او نورو مواردو په هکله هيڅ موافقه نه ده شوې.

دغه راز اعلاميه کې افغان اولس او سنګر کې ناستو مجاهدينو ته ډاډ ورکړل شوی چې مشران به یې په هيڅ قیمت د اسلامي اصولو، ارښتونواو دغه راز د ملي ګټو خلاف چاسره معامله ونه کړي.

قطرکې طالبانو ته یوه نژدې سرچینه مني چې خبری شوي اوپه یادو خبرو کې د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال لوی درستيز ملامحمدفاضل او دغه راز ملاخیرالله خیرخواه هم ګډون درلود، دوی دواړه د اسلامي امارت کلیدي مشران وو او کلونه یي په ګونتنامو کې بند تېرکړ او څه وخت مخکې د امیرالمومنين شیخ هیبة الله لخوا په رسمي ډول دقطر دسیاسي دفتر غړي وټاکل شول.

هغه فرعوني امریکا چې یو وخت یي طالبان په هیڅ هم نه شمیرل، د هغوی دله منځه وړلو لپاره تراخیري حده کوښښ وکړ، زرګونه یي زندانیان اوزرګونه نور یې په شهادت ورسول ، نن په ډېرو ټيټو سترګو د سولې مذاکرات غواړي، چې همدا يې د ماتې منلو معنا ده.

د امریکايي پوځ لوی درستيز جنرال جوزيف ډانفورډ ويلي، چې طالبان د افغانستان په جګړه کې نه دي مات شوي.
ډانفورډ دغه څرګندونې تيره شپه په کاناډا کې د هالفيکس په نوم يوې ديپلوماتيکې ناستې ته وکړې زياته يې کړه (ښه به وي چې وويل شي، طالبانو اوس وخت جګړه نه ده بايللې).

نوموړي ويلي چې د امریکا متحده ايالاتو او ناټو متحدينو ډيره هڅه وکړه چې طالبان د پوځي او اقتصادي لارو مجبوره کړي څو جګړه پای ته ورسوي خو په وينا يې بريالي نشول.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې امريکا هڅې پيل کړي څو د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې بهرني پوځيان له افغانستانه وباسي، طالب بنديان خوشې او طالبانو سره د يوې حل لارې په رامنځته کولو نتيجې ته ورسېږي.

بل لور ته طالب چې د خپل رب وعده يې رښتینې ګڼله، باوریي پرې درلود او په ډیرو کمو امکاناتو یي دنړیوال صلیبي استکبارپه خلاف مبارزه پیل او په خورا فاتحانه انداز یي تراخیري سرحده ورسوله.
اوس چې غربي ښکيلاک رسما د خپلې ماتې اعلان ته تياری نیسي او د مذاکراتو لار يې نيولې، الله ته لاسونه لپه کوو چې د نظامي جهاد په څېر مجاهدينو ته په سیاسی جهاد کې هم بریا ورپه برخه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close