د سولې نړیواله ورځ

لیکنه: خیرالله شـــینواری

 

۲۱ سپتمبر !!
نن د سولې نړيواله ورځ ده، کابو ټوله نړۍ دغه ورځ د ريښتينې سولې، امن او ثبات په فضا کې نمانځي او ددغې فضا د تداوم لپاره لا ډير اقدامات ترسره او په پلانونو او پاليسيو جوړولو فکر کوي.
پدغه ورځ زمونږ د ګران هيواد مشران، ښځې، ماشومان او ځوانان د جګړې ښکار دي، او د سولې له نعمته محروم دي، جګړه د خپل تاريخ په اوج کې ده، هره ورځ په اوسط ډول ۲۰۰ افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، فقر، بېوزلي، بې روزګاري، نشه يي توکو باندې روږدي، کونډې، رنډې، يتيمان او بې سرپرسته خلکو نفوس او کچه په تاريخي لحاظ لوړه تللې او لا پسې روانه ده.
د جګړو له امله د هيواد بنسټونه لکه حکومتولي، د قانون حاکميت، د خلکو واک، اقتصاد، نړيوالې اړيکې، بنسټيزيزې پروژې او داسې نور ټول له جدي ګواښونو سره مخ دي او چارې يې پر نزول روانې دي.
د خپل جيو سټراټيژيک موقعيت او نورو ګڼو ځانګړتياو له کبله په نړيوالو استخباراتي دسيسو کې ګير هيواد د نويو لوبو، جګړو او توطئو ښکار دی، سيمه کې د امريکا رقيبان هڅه کوي تر څو د نيابتي جګړو زور ازمايي همدلته وکړي، له امريکا د سړې جګړې کسات همدلته واخلي او يکه تازي يې همدلته وننګوي.
پداسې يو حساس حالت کې مونږ افغانانو ته څه پکار دي؟؟ او که خدای مکړه د سولې پروسه کاميابه نشي نو څه به وشي؟؟
د حکومت پلو ته د جګړې د ګټلو خو سوال نه پيدا کيږي، که دوی په جګړه اصرار وکړي ټيک د ډاکتر نجيب د حکومت برخليک زمونږ ستاسو په مخ کې د بېلګې په توګه پروت دی، جګړه له کلو ولسواليو ته راورسيده، له ولسواليو لويو لارو ته شوه، او لرې نده چې لويو ښارنو ته هم راورسيږي، دې سره به هغه نسبي لاسته راوړنې چې حکومت يې په مختلفو برخو کې لري هغه به هم له لاسه ورکړي، چې دا نه يواځې د حکومت لپاره بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره هم يوه لويه ناکامي او شرم ګڼل کېدای شي، او د افغانانو لپاره چې ګڼ مېشتې سيمې دي يو لوی زيان او بشري ناورين رامېنځته کولای شي.
د طالبانو پلو ته هم د مذاکراتو اهميت پدې کې دی چې که احيانا ټرمپ د يو دمي وتلو پرېکړه وکړي او بغير له کوم سياسي جوړ جاړي افغانستان پريږدي او طالبان نظامي بريا خپله کړي نو د افغانستان د نړيوال پرسټيج مسله، نړيوالې اړيکې، د حکومتولۍ چارې، ډپلوماسي، د هيواد اقتصاد، بنسټيزې پرمختيايي چارې او داسې نور به له جدي ننګونو سره مخ وي، افغانستان به يو ځل بيا له نړۍ ګوښه پاتې او طالبان به د نړيوالو اړيکو له لحاظه لکه د ۹۷ او ۹۸ يمو کلونو په ستونزو کې ښکېل وي.
زه پدې مهمه ورځ د سولې د اهميت اړوند په افغان حکومت او طالبانو دواړو غږ کوم چې د خپلو خلکو او ګران هيواد عليا ګټو ته په پام سره هر يو بايد د جګړې په پايته رسولو اصرار ولري، دواړه طرفه د نړيوالې ټولنې له مؤثريت د ځان او خپلو خلکو په ګټه استفاده وکړي، داسې يو رغنده جوړ جاړي ته زمينه مساعده کړي چې هغه د يوې داسې سولې پيلامه شي چې په ګران هيواد کې د جګړې خاتمه او تلپاتې ثبات تضمين کړي.
وما علينا الاالبلاغ

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close