د سولې پرانستې دروازې چا تړلي دي؟

تبصره : مبصر

تیره ورځ اجرائي رئیس ډاکټر عبد الله یوې خبري غونډې ته وویل چې مونږ د جګړې تر څنګ د افغانستان د مسئلې دحل په اړه د سولې دروازې هم پرانستې دي. خبره خو سمه ده چې د سولې دروازې ډاکټر عبد الله پرانستي دي او نړیوالوته دا په ګوته کوي، چې مونږ د جګې نه ؛ بلکې دسولې غوښتونکي یو، خو د پښتو یو متل دي ، وايي :  خبرې ښې کوي ، خو لکۍ يې ګږې کويکه ډاکټر عبد الله ریښتنې سوله غوښتې او دروازې يې پرانستي وي د اخبره به يې ورسره نه وای کړې، چې مونږ د جګړې تر څنګ په یوه هېواد کې چې د جګړې اور بل وي په روانه جګړه کې سوله څرنګه راشی؟  څوک به يې راولي ؟ د چا په منځګړیتوب به راځي ؟ څوک شته چې دا اور مړ کړي؟ څوک دافغان ولس خوخوږي دي؟ څوک د افغان ولس ریښتني دوستان دي؟ او څوک دی چې په افغانستان کې د نا امنۍ بل کړل شوی اور خپل اور وبولي ،  ددې ټولو په نشتوالي د جنګ په دوام کې سوله راتلای شي؟ نه هیڅکله نه ! چې یو لوري بل ته ټوپک نیولي وي مسلسلې ډزې پرې کوي او بیا ورته وايي سوله کوې ؟! د ټوپک د شپیلۍ په مقابل کې سوله نه کېږي.سوله هغه وخت کېږي چې یو لوری د مقابل نه د ټوپک د شپیلۍ مخه بل لوري ته واړوي بیا پرې غږ وکړي چې جګړه نه بلکې سوله درسره کوم.

افغان اولس د یوې بلې ستونزې سره مخ دی؛ هغه دا چې يو خپلواک واکمن نه لري ، دافغان ولس درایو نظام نه دی جوړ شوی . که په ریښتنې توګه دافغان ولس د رایو په نتیجه کې نظام جوړ وای افغانان به راپورته شوي وای او خپل باور به يې ترې بیا اختسی وای. خو افغانان داهم نشي کولای . موجوده نظام خو د امریکا نه جان کیري راغی یو ډاکټر یې له یوه او بل ډاکټر یی له بله غوږه ونیول او سره يې کینول او نظام يې جوړ کړ دوی دواړه ډاکټران په ظاهره خو به افغانانوته دسولې کولو او دروازو پرانستلو وینا کوي، خو د سولې اختیار ورسره نشته.سوله خو به هلته کیدای شوای چې دافغانانو دهیلو او ارادو نظام جوړ وای؛ بیا هم خپل غږ خويې پورته کړ که وس یی نه رسیږی بیا هم د سولی غږ خو کوي . په دې هم ټول افغانان پوهېږي چې دا غږ د څه لپاره کوي؟

که ډاکټر عبد الله په رښتیا دسولې غوښتونکی وي لومړۍ دې په افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړي، مشر ډاکټر دې د اسلامي هېوادونو سفرونه وکړي د اسلامي هېوادونو په منځګړیتوب دې طالب مشرانو ته دقناعت وړ داسلامي علماوو پلاوي ور ولیږي ، ګوندې که طالب مشران په څه تېریدنه او بخښنه په افغان اولس درحم په خاطر دواړو ډاکټرانو سره د سولې په اړه مذاکرات وکړي.

طالبان  باید دسولې په اړه تر دوه ډاکټرانو هم زیاتې هلې ځلې وکړي، د جګړې زور خو يې ورته ور وښود . ډاکټر غني او عبد الله یوازې ددنیا سیاست او مسؤلیت په نظر کې لري ، خو طالبانو بیا ددنیا او عقبې دواړه په نظر کې ساتي که ډاکټر عبد الله دطالبانو سره دواړه دنیا او عقبی په نظر کې نه ساتې نو څرګنده ده چې خپله يې دسولې دروازې تړلي دي…

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close