د سولې پروسې په اړه د سياف او کريم خليلي څرګندونې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۸)

د مارشال فهيم د پنځم تلين غونډې مراسمو ته چې يو شمير چارواکو او سياستوالو پکې ګډون کړی و پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او کریم خليلي هم ګډونوالو ته د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

سياف د خپلو خبرو پر مهال وويل، ځينې خلک دي چې د سولې په برخه کې له روانو مذاکراتو ويره لري په وينا يې له دغه خبرو ويره نه په کار بايد هرکلی ورته وویل شي.

سیاف د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتووالی وښود په خبره يې د داسې سولې ملاتړ به وکړي چې د دولت او ملت عزت پکې خوندي وي.

هغه وويل، سوله د ټولو اړخونو په خير ده او دا وخت افغانانو ته تر بل هر وخت ښه فرصت دی چې د سولې راتلو ملاتړ وکړي.

دغه راز په غونډه کې د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي هم خبرې وکړي په وينا يې د افغانستان ټول متحدين په دې باور دي چې يوازې د خبرو له لارې سوله ممکنه ده زیاته يې کړه هغه څوک چې د سولې خنډ جوړيږي نو هيڅکله به په خپلو کړنو کې بريالي نه شي.

که څه هم نوموړي مشخص نوم وانخيست خو زیاته يې کړه چې دواړه لوري دې له ځينو مسائلو تير او د خپلو ګټو لپاره دې د سولې په راتګ خنډونه نه جوړوي.

نن یوولسمه ورځ ده چې طالبان او امريکايي لوری د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د موضوع د حل او له هېواد ه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر يې خبرې روانې کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close