د سولې په شعار د جګړې دوام

تبصره

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جان نیکلسن له یو شمېر افغان چارواکو او سفیرانو سره یوځای کندهار ته سفر کړی ؤ، چې په کندهار کې یې له ولایتي چارواکو سره وکتل.

 په کندهار کې یوې غونډې ته د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مشر، جنرال جان نېکلسن، ویلي چې په افغانستان کې به د سولې لپاره پر طالبان د ډیپلوماټیکو او ټولنیزو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونو ته هم دوام ورکړي څو په پوځي فشار طالبان سولې ته اړ ایستل شي.

کندهار ته په اصل کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان نیکلسن د خپلو نورو پټو هدفونو تر څنګ راتلونکو انتخاباتو ته کمپاین هم پیل کړ، چې په کندهار او نورو ولایاتو کې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو بهیر په خپل لاس منظم کړي.

نیکلسن له یوې خوا طالبان هڅوي چې سولې ته راوګرځي او له بلې خوا بیا پر طالبانو د فشارونو یادونه کوي، چې د فشارونو په دوام به سولې ته چمتو شي. که نیکلسن په افغانستان کې د فشارونو د لارې سوله راوستلای شوه، نو هغه وخت چې په افغانستان کې تر یو لک زیات پوځونه موجود وو، سوله به یې په نظامي فشارونه راوستې وای.

امریکا په افغانستان کې تراوسه پورې د سولې په شعار جګړه دوامداره وساتله او ساتي یې. خو که هر څو امریکا په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره وسایل برابر کړي، بیا هم بایللې جګړه نه شي ګټلای. غوره دا ده چې امریکا افغانان په خپلو کې پرېږدي او له بین الافغاني مشورو  وروسته د افغان مسئلې د حل لاره ولټوي؛ حل لاره د افغان حکومت په واک کې نه، بلکې د قومي مشرانو او سیاستوالو په واک کېدای شي.

افغان حکومت لکه څرنګه چې د سولې واک نه لري دا ډول د جګړې توان هم نه لري. ځکه وخت په وخت واشنګټن افغانستان ته نور پوځونه رالېږي. په نورو پوځونو او بلک هاک الوتکو امریکا بایللې جګړه نه شي ګټلای او نه په جنګي وسایلو سوله منځته راتلای شي.

امریکا په افغانستان کې په ظاهره د سولې نوم اخلي، خو هغه څه کوي کوم چې جګړه دوامداره ساتي. امریکا په لوی لاس په افغانستان کې د جګړې دوام ته زمینه سازي کوي. له مخالفینو سره سولې ته رسېدل په نظامي فشارونو نه، بلکې د خبرواو مذاکراتو له لارې ممکن دي. خو نیکلسن او د واشنګټن نور چارواکي تل په افغانستان کې په جګړه باور ساتي او د سولې مخه نیسي. همدا امریکا چې تراوسه یې بې له جګړې بله خبره نه کوله، اوس د سولې وینا کوي – هغه ورځ به هم راشي چې له افغانانو د خپل سر د سلامت ایستلو غوښتنه وکړي.

افغانان سوله غواړي، سوله کوي او د سولې لپاره له بهرنیو پوځونو سره جګړه هم کوي. خو امریکا ده چې د سولې په شعار یې جګړه دوامداره کړې ده، د سولې د له منځه وړلو لپاره یې په خپل لاس جوړ شوي حکومت کې هم دومره اختلافات راپیدا کړي دي چې نه له مخالفینو سره د سولې واک لري او نه په خپلو کې د نظر یووالی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close