د سولې  په  نقشه  کې  د جګړې  اقدام

« سرليکنه »

په  تېر کال ۲۰۱۵  کې ، چې  روسيې  د افغاني  چارواکو سره د لسو زرو کلشنکوفو  ژمنه کړې وه،  وړمه ورځ   يې د دفاع  وزارت ته  وسپارلې . په  دې اړ ه،  چې روسيې لس  زره  کلشنکوف،  دفاع وزارت  ته  وسپارل يوه  غونډه  جوړه  شوې  وه ،  چې  پکې  د دفاع  وزارت  له چار واکو علاوه د  امنيت  شورا  سلا کار  حنيف اتمر  هم  وينا وکړه  او روسيې لخوا  يې  په  خپله  ژمنه  پوره  کولو  دروسيې  له چار واکو  او په  ځانګړې  توګه  په  کابل  کې  دروسيې  له  سفيره  مننه  وکړه .

حنيف  اتمر  په  خپلو خبرو کې  وويل:  چې  زموږ امنيتي  ارګانو نه  د جګړې   بشپړ  توان  لري  او خپل  امنيت  په  خپله  په  غوره  توګه  ساتلی شي .

اتمر  په  خپله  وينا کې  د دولت  او وسله والو طالبانو مذاکراتو ته  اشاره  وکړه  ،ویې  ويل : د دولت  مخا لفو وسله والو لپاره  غوره  چانس  دی ، چې  د مذاکر اتو له لارې  سوله  وکړي .

اتمر  يوې  ناز کې  خبرې  ته  اشاره  وکړه  ویې  ويل :  د مخا لفو  وسله و الو  لپاره  دسولې  وخت  ډېر نه دی  په دې  فرصت سره کولای  شي سوله وکړي  او په  ټاکلي  وخت کې بايدوسله وال  مخا لفين  له  فرصته ګټه پورته  کړي ؛ خو  ویې نه  ويل :  چې  څومره  وخت  يې  مذاکر اتو لپاره  ټاکلی  دی .

 د حنيف  اتمر  په  خبرو کې  دڅلوراړخيزه کميټې څلور غونډې،  چې يوه په  کابل کې وشوه  يوه خطر ناکه  اشاره داوه ، چې طالبانو ته  به د سولې  دروازې  د تل لپاره خلاصې نه وي.

  موږ  له  هغو هېوادونو، چې  د سولې ملاتړکوي  غوښتې که  مخالف وسله وال سوله ونه کړي؛ نوپه  خلاف به يې  دجګړې اقدام کوو د سولې  ملاتړ کونکو هېوادونو څخه  د اتمرمقصدامريکا،چين او پاکستان دي ،چې که طالب وسله وال سوله ونه کړي دا درې هېوادونه به  ورسره  جګړې کې مرسته کوي .

په داسې  حال کې ، چې  د څلور اړخېزې کميټې څلورمه غونډه په کابل کې وشوه  او دبلې غونډې لپاره  دمارچ  لومړۍ  اونۍ  وښودل  شوه  د ناټو  سلا کار دفاع  وزارت  ته  خبر  ورکړی ، چې  د جګړې   تاکتيک  بدل کړي ، ځکه  دګرمۍ  موسم  په  را رسيدو سره وسله وال  د تېرو کلو نو په څېر  په  خپلو بريد ونو کې زياتو الی  راولي او بايد افغاني پوځيان  د دفاعي  حالته  راووځې اوخپل قوت په تعرضي  بريد ونو تمرکز کړی .

که  څه  هم  په  افغانستان  کې  دناټو دجګړې  ماموريت  په۲۰۱۴م کال  کې  پای  ته رسيدلی  دی  ؛ خو ناټو غواړي  تر ۲۰۲۰م  کال پورې دافغاني پوځو نوسره  په  غير مستقم  ډول  خپلو مرستو ته  دوام  ورکړي .

د دفاع  وزارت  د پلو  قواو قوماندان  جنرال  مراد علي  مراد  هم  د ناټو  خبره  تکرار  کړيده ، پوځ  ته  يې  ويلي :    دتعرضي  بريدونو لپاره ځانونه  چمتو کړئ  !

له  دې  څخه  دا څر ګند ېږي ، چې ملګرو ملتونو، امريکا، ناټو او د سيمې  دهېوادو نو سره  دافغانستان  دسولې  په  اړه کوم  ځا نګړی  پلان  نشته،  هسې افغانان  دسولې  په نامه  يوې  اوبلې غونډې  ته  هيله  مند کوي.

  که  ديادو  هېوادو نوسره   د افغانستان  سوله  مقصد وي  بيا نو د وسله والو  پرخلاف  د جګړې  ټکی  څرنګه  دسولې  په نقشه  کې پاتې  شو؟

 سوله  هغه  وخت  کيدی  شي ؛ چې په  وينا و، کې دجګړې نوم  هم  وانه  خيستل  شي  د اتمر  په  وينا  دافغان  ولس  په  ذهن کې  بې  باوره  سوله  نوره   هم  بې  باوره  شوه .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close