د سوماليې پر کورنيو چارو وزارت موټربم او وسله وال برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۶) د راپورونو پر بنسټ د سوماليې هېواد پر کورنيو چارو وزارت له موټربم بريد وروسته وسله والو ډزې کړي چې له کبله يې د بريدګرو په ګډون پنځه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي رسنۍ وايي، بريد نن د شنبې په ورځ شوی چې به ترڅ کې يې نهه تنه وژل شوي او ديارلس تنه د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي ټپيان دي.

چارواکي وايي، پېښه نن د شنبې په روځ شوې چې لومړی يوه تنه د کورنيو چارو وزارت دروازې ته څېرمه په ځان پورې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او وروسته نورو وسله والو بريد پيل کړ.

پوليس وايي، دغې نښتې دوه ساعته دوام وکړ زياتوي چې د بريد قربانيان ډيری يې حکومتي کارکوونکي دي.

د بريد مسئوليت القاعده تنظيم پورې تړلي د الشباب اسلامي ډلې منلی دی.

تر دې مخکې هم د الشباب ډلې په سوماليه کې چاودنې او وسله وال بريدونه کړي چې په خپلو بريدونو کې يې حکومتي چارواکي او دولتي ځواکونه په نښه کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close