د سومنات بت خانه

ژباړه: محمد علي عمری

سومنات بت دهندوانوترټولولویه بت خانه وه دهندوانوپه ټولو بتانو کښي سومنات بت محترم اومعظم ګڼل کېدو.

دابت خانه دسمندر پرغاړه په یوه ټینګه اومضبوطه کلاکې جوړشوئ وو اودسمندرڅپې به تردې بت خانې پورې راتلې اوله دې بت خانې سره به لګېدې.

دهندوانو داعقیده وه چي سمندر ددې بت دپښو ښکلولودپاره راځي دبت خانې عمارت۰ ودانۍ ۰ ډېره زیاته پراخه وه پر شپږپنځوس ۵۶ نقش داره کمبو باندې دغه عمارت ولاړ و.

د بت مجسمه له ډبرې تراشل سوې وه چي لوړوالئ یې پنځه ګزه وو دوه ګزه په زمکه کې او درې ګزه بهر راوتلې وه. ددې بت کوم خاص صورت نه و بت خانه په یوه تاریخي ځاي کښي وه چي په څراغونو کښي یې جواهرات لګيدلي وو او دبلولو په وخت کښي به ځلیدل.

بت نه نژدې په یوه طلایي ځنځیر کښي د سل منه وزن یوه ګنټۍ (زنګ) ایښوول شوئ ووچي دشپې له پلوه به پر خپل وخت ږغېدو ددې په اواز سره به خلګو ددې سومنات بت عبادت کاوو.

له دې لوی بت سره نژدې ډیر زیات دسرو زرو واړه بتان ایښودل شوي وو دبت کدې په دروازه د ورېښمو پردې راځوړندې وي چي په دې پردوکښي جواهرات ځاي پر ځای شوي وو چي دهرې پردې قیمت شل زره دیناره وو.

خوپه هغه شپه به دې سومنات بت ته ډير زیات خلګ راتلو چي په کومه شپه به سپوږمۍ تندر ونیوله سومنات بت ته به هندوانو هره ورځ غسل ورکاوه او اوبه بې دګنګا له دریابه ورته راوړلې. دګنګا په اړوند دهندوانو دا عقیده ده چي دغه دریاب له جنت څخه راوتلئ دئ.

په دې بت خانه کې سل کسه نایان دږیرې او سر خرېیلو دپاره موجودوو چي خلګوته به يې سرونه او ږیرې ورخرېیل اودري سوه ۳۰۰ سړي او پنځه سوه ښځې هم په دې بت خانه کښي حاضرې وې چي سندري او نڅابه یې کوله او ددوئ ټولو دپاره یوه خاصه او ځانګړې تنخوا مقرره وه.

(اخذ)

(تاریخ ابن خلدون۰ جلد ۶

صفحه ۶۸۹

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close