د سياسي ګوندونو پلويانو درې ولايتونو کې ټاکنو کميسيون دفترونه تړلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۴)

د (لوی ملي ايتلاف) په نوم د سياسي ګوندونو پلويانو په درې ولايتونو کې د ټاکنو کميسيون دفترونه وتړل او د انتخاباتو کميسيون څو نورو ولايتي دفترونو د تړلو ګواښ يې وکړ.

د ايتلاف سرچينو رسنيو ته ويلي، چې تر اوسه په هرات، ننګرهار او بلخ ولايتونو کې د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفترونه تړل شوي او ډير ژر به د دفترونو تړلو دغه لړۍ نورو ولايتونو ته هم وغځېږي.

د سرچينې په وينا، دغه دفترونه په دې موخه تړل شوي چې حکومت د یاد ایتلاف غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويلی.

دوی وايي، د حکومت د شفافو ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري، د کمېسيون په چارو کې لاس وهنه کوي او تر هغې چې د ايتلاف غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ويل شوی، د ټاکنو ولايتي دفترونه به تړل شوي وي.

د بايومټيريک په سستم رايه ورکول، د ټاکنو له بهير څخه د سياسي ګوندونو څارنه او ځينې نورې د ايتلاف اساسي غوښتنې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د جنبش ګوند هم خبرداری ورکړی چې په اوسنيو شرايطو کې په شمالي ولايتونو کې ښايي ټاکنې ترسره نه شي.

د جنبش ګوند د مشرتابه غړې کنشکا ترکستاني وايي، په کندوز، جوزجان، تخار سرپل او بدخشان کې يو ډول امنيتي وضعيت ترينګلی دی په وينا يې حالات دومره خراب دي چې په فارياب کې يوازې له يوې (اندخوی) ولسوالۍ پرته په هيڅ ځای کې د انتخاباتو ترسره کېدل ممکن نه دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close