د سيمه ييزو مليشو جوړولو سره به د ولس زورول او نا امني زياته شي

راپورتاژ: الماس خدرخېل —– د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د سيمه ييزو ملیشو د جوړولو طرحه د ولسمشر له لوري تاييد شوې او د تطبيق هڅې يې ګړندۍ شوي دي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري پرون وويل، په سيمه ييز ځواک کې هغه کسان نيول کېږي چې له دې مخکې يې په پوځ کې دنده کړې وي او د ځينو لاملونو له کبله يې دندې پرېښې دي په خبره يې چې محلي ځواک به د هغو سیمو ساتنه کوي چې له وسله والو تصفيه کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې سيمه ييز ځواک ته به يونيفورم، وسلې او د پوځ پنځه اويا سلنه تنخوا او نور امتيازات ورکول شي.

په ورته وخت کې د محلي ځواک له جوړېدو سره سیمه ييز اوسېدونکي او يو شمير کارپوهان اندېښنه کوي او د سيمه ييزو مليشو جوړېدل د افغان ولس په زيان او د لا ډېرو نا امنيو سبب بولي.

له کابله خپرېدونکې ويسا ورځپاڼې ليکلي، چې د محلي مليشو جوړېدل يوه ناکامه تجربه ده او زياتوي چې افغان ولس له دغه ډول ځواک جوړېدل ترخې خاطرې لري او لا يې هم له شره خوندي نه دي.

ويسا ورځپاڼې زياته کړې، د مليشو جوړول د پخواني شوروي يرغل پر مهال دود شول چې د مجاهدينو پر وړاندې ناکام شول او د ولس لپاره یو درد سر جوړ شو.

د اربکيانو يا محلي مليشو جوړول د امريکايي جنرال پټرياس طرحه وه چې لومړی په عراق او وروسته افغانستان ته راوړل شوه، چې اوس يو ځل بيا د نوي نوم (منطقوي ځواک) سره مطرح کېږي خو په اصل کې هماغه اربکيان دي چې تر ډېره يې نا امني زياته کړې او ولس ترې تر پوځې راغلی دی.

ويسا زياتوي: (دا چې حكومت نن خپل ملكي محلي چارواكي (واليان) نشي اداره كولاى، هره ورځ د يوه بغاوت خبر اورو، داسې خپلسري ځواكونه خو هېڅ نشي راكنترولولاى چې له ځايه په يو ډول خپلسرۍ رامنځته كېږي).

د ويسا په خبره، دا چې ولې دغه ۳۶ زره کسان په رسمي ډول په پوځ کې نه داخلېږي دا په ډاګه کوي چې پوځ او امنيتي ځواکونه له بنسټه کمزوري پاتې شي، زياتوي چې د مليشو جوړول هم په تېر کې د ولس په زيان تمام شوي او هم اوسمهال ترې ولس په تنګ راغلی.

دغه راز له کابله خپرېدونکې مسير ورځپاڼې ته عامو خلکو او کارپوهانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او په وينا يې ښايي نوې مليشې هم د اربکيانو په څېر د شخصي ګټو لپاره وکارول شي، ښايي د محلي مليشو جوړول افغانان په خپلو کې سره اړم کړي.

د چارو شنونکی جيلاني ځواک وايي: “په افغانستان کې به يوه ملي اردو وي، خو په خوا کې به يې بې شمېره محلي اردوګانې هم فعاليت لري. فکر وکړئ، که په يوه سيمه کې يوه محلي اردو د کوم پښتون او په بله سيمه کې د کوم تاجيک، ازبېک او يا هزاره زورواکي تر اغېزې لاندې وي، نو هره شېبه به د قومي او ژبنيو نښتو وېره نه وي؟”

ځواک وايي، افغان حکومت د ملي حاکميت له پلوه له مخکې ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دی او که سيمه ييزو زورواکو ته لا نور تجهيز ورکړل شي نو ښايي امنيت او ثبات نور هم له ګواښ سره مخ شي.

په داسې حال کې د سيمه ييزو مليشو د رامنځته کولو خبره مطرح کېږي، چې تر دې مخکې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د محلي پوليسو (اربکيانو) له لوري د خلکو سره د ناوړه چلند، غلاوو، وژنو، انسان تښتونو راپورونه ورکول شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close