د سي آی اې شپنۍ چاپې او د طالبانو ”جدي“ ځواب

کبیر خان خلجی

روانه اوونۍ، د پولیټیکو په نوم امریکایۍ رسنۍ خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی امریکایی سرتېری د سي آی اې د هغه پروګرام غړی و چې د طالب مشرانو د نیولو او وژلو لپاره جوړ شوی او افغان ځواکونه یې د سي آی اې په مشرۍ پر مخ وړي.

پولیټیکو په خپل راپور کې ویلي و چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ټپي شوي امریکايي یهودي سرتېري، کریسټوفر انډریو سلیز، د جولای په ۱۲مه د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

کریسټوفر انډریو سلیز
کریسټوفر انډریو سلیز

پولیټیکو وايي، کریسټوفر سلیز له افغان کمانډو ځواکونو سره په یوه شپنۍ چاپه کې د مرستې کولو په موخه برخه اخیستې وه او، د سلیز د یوه ملګري په خبره، د یوه ټپي افغان کمانډو د ژغورنې د هڅو کولو پر مهال د طالبانو مرمۍ ورته برابره شوه. په دې چاپه کې ځینې افغان کمانډویان هم ووژل شول.

پولیټیکو وايي، د طالب مشرانو د نیولو او وژلو دا پروګرام وړاندې د Omega په کوډ نوم پېژندل کېده او اوس د ANSOF نوم ورکول شوی دی.

سي آی اې او د طالبانو د مشرانو په نښه کول:

د امریکا استخباراتي ادارې د جګړې له پیله د طالبانو د مشرانو په وژلو پسې ګرځي. خو د تېر ۲۰۱۷ز کال په اګست میاشت کې چې د افغانستان له جګړې ستړی امریکايی ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، د خپلو سلاکارانو په هڅونه د دې ۱۷ کلنې جګړې اوږدولو ته تیار شو او د افغانستان لپاره یې له یوې مخې جنګي سټراټيژي اعلان کړه، سي آی اې هم پکې پوره واک ترلاسه کړ.

د ټرمپ سټراټيژي پر طالبانو د جګړې او ډیپلوماټیکو لارې فشار رااوړي او غواړي په دې توګه طالبان له افغان حکومت سره طالبانو ته مجبور کړي.

د زور او فشار په لارو کې یوه هم طالبان له خپلو مشرانو بې برخې کول دي، چې د همدې موخې لپاره سي آی اې له افغان ځواکونو د یوې آلې په توګه کار اخلي او خپل هدف پرې ترلاسه کوي.

تر پولیټیکو وړاندې، د ۲۰۱۷ز کال د اکتوبر په ۲۲مه، نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی و چې سي آی اې خپل باتجربه جنګیالي له افغان ځواکونو سره یو ځای د طالبانو د مشرانو د نیولو او وژلو لپاره افغانستان ته لېږي.

نیویارک ټایمز ویلي و چې د دې ماموریت لپاره به سي آی اې زیات شمېر ځانګړو روزل شویو کسانو ته اړتیا ولري. خو اوس د سي آی اې دا ستونزه افغان کمانډویانو ورحل کړې ده.

سي آی اې د دې ماموریت لپاره، د خپلو ځانګړو کسانو تر څنګ، د امریکايي پوځ له رینجر ځواکونو هم ګټه اخلي.

قربانیان.. د طالبانو مشران که ملکي وګړي؟

د دې ډول عملیاتو، چې د شپې ترسره کېږي، قربانیان زیاتره وخت ملکي وګړي وي. تقریبا هره شپه ګډ ځواکونه د ملکي وګړو د کورونو دروازې ماتوي – او آن زیاتره وختونه خو د کورونو تر پلټلو وروسته د کورونو مشران هم ووژني. په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۰۰ ملکي وګړي په همدې چاپو کې وژل شوي دي.

په دې عملیاتو کې ګډ ځواکونه د ملکي وګړو شتمنۍ، دوکانونه او موټر هم سوځوي. د روانې جولای میاشتې په ۱۲مه، د شپې مهال، ګډو ځواکونو د ننګرهار د خوږیاڼو د مملې سیمې په یوه بازار کې د پنځو کسانو تر شهیدانولو وروسته، په بازار او شاوخوا سیمو کې ولاړ ۲۲ موټرونه وسوځول او یوه مارکېټ ته یې هم اور ورته کړ.

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې بازار - د جولای ۱۲مه، ۲۰۱۸
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې بازار – د جولای ۱۲مه، ۲۰۱۸

په دې عملیاتو کې که څه هم ملکي وګړو ته د سر او مال زیات واوښت، خو د حکومت مشرانو او چارواکو، چې پر دې ډول پېښو سترګې پټول یې همېشنی عادت دی، اوس هم د پیښې په اړه د هغو تحقیقاتو پایلې نه دې ښکاره کړې چې وعده یې کړې وه او نه یې هم له قربانیانو سره مرسته کړېده.

ځینې وختونه، د دې چاپو په پای کې په سیمه کې تر عملیاتو وروسته پر کورونو او یا نږدې ځایونو بمبار ترسره کېږي. په روانه میاشت کې د دې ډول عملیاتو بېلګه د زرمت ولسوالۍ ده. د چنګاښ په ۲۱مه دلته د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته د یوه ملکي وګړي پر کور بمبار وشو چې ۱۹ تنه غړي یې ټول شهیدان شول. وروسته چې کله نور خلک د شهیدانو راایستلو ته راغلل، بل هوايي برید پرې وشو او نور ملکي وګړي هم پسې شهیدان شول.

همدا دوه ورځې وړاندې، د پنجشنبې په شپه (۳ زمری)، افغان-بهرنیو ځواکونو د ننګرهار د چپرهار په شولانې او مياګانو کليو کې په نیمه شپه کې د خلکو د کورونو دروازې په بمونو والوزولې. تر دې وروسته پر کورونو ورننوتل او کورونه یې وپلتل. وروسته چې کله له سیمې تلل، هغه ۴ ملکي وګړي یې شهیدان کړل چې سیمې ته تر راتللو وروسته یې نیولي وو.

د طالبانو ځواب:

طالبانو تېره ورځ، د دې ډول عملیاتو پر پلي کوونکو افغان ځواکونو، ۰۱ قطعې، دوه سرتېري موټر بم بریدونه وکړل: یو د جمعې په شپه شاوخوا دوه بجې د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د دې قطعې پر کاروان ترسره شو او بل یې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په کمپنۍ سیمه کې د دې ځانګړې ډلې پر موټرونو ترسره شو.

طالبانو ګواښ کړی چې دا ډله به ”د دغه منحوس بانډ په وړاندې نور هم خورا جدي ګامونه پورته کړي او له یادو وحشیانو څخه به هېوادوال په امن کې کړي.“

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close