د سپينې سولې پر خلاف د سپينې ماڼۍ توره پاليسي

لاروى

په افغانستان کې د جګړې تر څنګ د يو شمېر هېوادونو لخوا د سولې هلې ځلې روانې دي څو په هېواد کې مرګونې جګړه پاې ته ورسېږي.

که څه هم له تېرو  ١٧ کالو راپدېخوا امريکا د جګړې لار نيولې ده، خو په خوله یې د سولې نوم غړاوه. اوس یې د سپينې ماڼۍ له لورې د سپينې سولې د له منځه وړلو لپاره د تورې جګړې اعلان وکړ، ویې ويل چې طالب وسله وال به د جګړو په دوام له منځه وړل کېږي.

که د سپينې ماڼۍ دا توره پاليسې په تېرو ١٧ کالو کې کاميابه شوې واى، له افغانستانه به نږدي يو لک پوځونه، نه وو وتلي. همدا طالب وسله وال دي چې له ١٧ کلونو راهیسې یې له امريکايي پوځونو سره په تش لاس مقاومت ته دوام ورکړ.

سپينه ماڼۍ د خپل تور نظر په څرګندولو سره وايي طالبان يواځې د جګړې په ډګر کې له ماتې سر مخ کېداي شي.

د جګړې په ډګر کې يواځې يو لوری نه، بلکې دواړه ځپل کېږي. دا هم کېدای شي چې د طالبانو په ځپلو پسې را لېږل شوي پوځونه پخپله وځپل شي؛ بيا به سپينه ماڼۍ کومه توره پاليسي غوره کوي؟

سپينه سوله تل په سپينه پاليسۍ او سپينو ارادو منځته راځي. جګړه له ځان سره هراړخيزه بدبختي لري او هغه څوک ډېر ځپي څوک چې په جګړه ټينګار کوي. طالبانو تراوسه پورې په جګړه ټينګار نه دی کړی، خو له جګړې یې انکار هم نه دی کړی. په عصري وسلو د سمبال تر يو لک زياتو بهرنيو پوځونو په مقابل کې یې په خپل تش لاس، خو د ايمان په وسله سمبال مقاومت ته دوام ورکړى دى.

که سپينه ماڼۍ په دې نظر وي چې په توره جګړه به په افغانستان کې سپينه سوله راشي، نه هيڅکله نه، سپينه سوله په سپينو خبرو او سپينو ارادو منځته راځي. د چا چې وينا او ارادې تورې وي، هغه تل تورو کندو ته رسېږي. سپينه مانۍ به هم په توره پاليسۍ تورو کندو ته ورسېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close