د سیاف په کور توغنديز برید شوی دی

کابل ټکی کام ۰۶سنبله/۱۳۹۴ راپور: فرید احمد نن غرمه د عبدالرب رسول سیاف کور په توغنديو ووېشتل شو. د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ځايي اوسیدونکي وايي چې نن ورځ غرمه مهال د ښاغلي سیاف د کور دننه دوه راکټونه لګېدلي دي. ښاغلی سیاف ته نږدې منابعو ویلي دي چې سیاف روغ رمټ دی، او د کور دننه ځاني او مالي تاوان هم ندی رسیدلی.   د برید مسؤلیت تراوسه چا په غاړه ندی اخیستی.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close