د سیداباد امنیه قوماندان او ګڼ پوليس وژل شوي- لس طالبانو ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۵)

تيره شپه طالبانو د ميدان وردګو ولايت سيداباد ولسوالۍ بريد کړی چې د والي د ویاند عبدالرحمن منګل په وينا په بريد کې د امنیه قومندان په ګډون ګڼ پوليس وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د منګل په وينا، د طالبانو بريد په شاه تمبولی خو طالبان بيا وايي چې د ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او شاوخوا ټولې امنيتي پوستې يې نيولي دي.

نوموړی وايي، په دې بريد کې د سیداباد ولسوالۍامنيه قوماندان سید نضراب شاه هاشمي له شپږو پوليسو سره يوځای وژل شوی او ګڼ نور ټپيان دي.

که څه هم د میدان وردګو والي محمد عارف شاه جهان د سیداباد ولسوالۍ سقوط نه تاييدوي خو د میدان وردګ د ولايتي شورا غړی شریف الله هوتک بيا وايي، چې طالبانو تيره شپه د یادې ولسوالۍ د ملي امنيت مديريت او د دغه ولسوالۍ څو نورې ودانۍ سوځولي دي.

له بله پلوه طالبان وايي، د ولسوالۍ د مرکز او امنيه قومندانۍ په ګډون شاوخوا امنیتي پوستې يې نيولي او د جګړې په ترڅ کې ګڼ شميرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په دغه جګړه کې يې لس عسکر ژوندي نيولي، څلور ټانګونه، څلور رينجر موټر او په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لوېدلي او دغه راز د دولتي ځواکونو ګڼ شمير موټر سوځول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close