د سیدنا عمر رضی الله تعالی عنه وینا‎

محمد علي عمري

دسقراط او افلاطون په اقوال زرین باندې خوښ یو خودخپلو اسلامي ویاړونو په اقوالونه خوشحالیږو حال دا چي زموږ داسلامي رهبرانو ویناوي او اقوال چیلنجي دي دلېلګې په توګه زه دستر ستوري حضرت عمر رضی الله تعالی عنه یوه لنډه وینا درسره شریکوم چي تر اوسه دنړۍ هيڅ طب او هیڅ انجینر دغه قول او وینا نه ده باطله کړې ستر راشد حضرت عمر  رض وايي ،

لاَتَغسِلُوا بُِالماَءِ المُشمِس

یعنی تاسو په هغو اوبو سره غسل مه کوئ چي هغه اوبه په لمر باندې ګرمې شوې وي،

دستر عمر رض دغه وينا پر یوه ستره تجربه  باندې ولاړه ده چي په دې خوږ قول سره به حتما تجربه شوې وي او یا به  عمر رضی الله تعالی عنه دیوه ستر طبیب له خولې دا خبره اورېدلې وي چي . تاسو په لمرینو اوبو سره غسل مه کوی نو دا قول دعمر رضی الله تعالی عنه هسي ساده خبره نه ده بلکه  عمر رضی الله تعالی عنه موږ ټولو ته معلوم دی چي يوستر صحابي او ستر سپه سالار هم تېر شوی دی او په عین حال کې داسلام دوهم خلیفه هم وو دهغه هر قول ملغلره ده  باید موږ دخپل اسلامي ویاړونو په ویناوو عمل وکړو خو هغه کفري ویناوې چي له کفري خولو ځکه وتلې وي هغه داعتبار وړ نه دي باید عملي نه شي اسلام او داسلام لارښوونکي  دمسلمان او انسانيت دپاره بس دي، نن سبا موږ وینو په خواله رسنيو کې د . څاڅکي . په نامه سره يوه فیسبوک پاڼه ده  چي هغه دکفري اشخاصو ویناوې نشر کوي او خلګ ودېته راماتوي چي دانسان او مسلمان دژوند دپاره  دغه ویناوې بس دي او دغه څاڅکی پاڼه دا ګمان  او غلط ذهن دخلګو دپآره جوړوي خاص بيا دپښتون قوم دپاره چي نه مو دقرآن او حدیثوویناوو ته ضرورت شته او نه دسترو صحابه کرامو ویناوو ته بس دغه دچخوف مخوف   فیلسوف ګاندی ماندي او داسي نورو ویناوې درته بس  او کافي دي حال دا چي اسلام بشپړه دین دی موږ په دې نئ کې دچخوفانو ویناوو ته ضرورت نه لرو اسلام بشپړه ضابطه حیات دی ،

خدای دې وکي چي  دستر عمر رضی الله تعالی په همدې قول عمل وکړو دابه زموږ دصحت دپاره ډېره ګټوره وي البته اسلام دا منعه نه کوي چي تاسو په لمرینو اوبو غسل مه کوی دافط یوه تجربه ده چي عمر رض تجربه باندې کړې ده،

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close