د شبنم مطالعه

کلیوال کوچی

ستا د حُسن په کتاب کې څو نُکتې دي

په هر فصل او هر باب کې څو نُکتې دي

 

ټوله شپه یې سپین شبنم مطالعه کړي

په نرګس او په ګلاب کې څو نکتې دي

 

خوب کې اورم بیا أذان د خوږې مینې

ستا د وریځو په محراب کې څو نکتې دي

 

د نغمو سندریز شور یې ټول خاموش کړ

په تارونو د رباب کې څو نکتې دي

 

دومره ښکلو کې ما تاته ترجیح درکړه

زما داسې انتخاب کې څو نکتې دي

 

(کلیوال کوچی) د سوال په ځواب پوه کړه

معما ده که ځواب کې څو نکتې دي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close