د شخصي ګټو څلورمه شورا

 خاموش

په هر هېواد کې چې حکومت اداره کېږي، د حکومت او ولس تر منځ تړون رامنځته کېږي، حکومتولۍ ته رښتینتولي ورکول کېږي؛ دا د شوراګانو په وسیله سرته رسېږي. خو په افغانستان کې دا هر څه شوراګانو له ستونزو سره مخ کړي دي.

په نورو هېوادونو کې د حکومت او ولس ترمنځ ستونزې شوراګانې حل کوي، خو په افغانستان کې ټولې ستونزې شوراګانو راپیدا کړې دي. په نورو هېوادونو کې جوړې شوراګانې د ملي ګټو لپاره، خو په افغانستان کې جوړې شوراګانې د شخصي ګټو لپاره کار کوي، چې د همدې شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره یوه بله څلورمه شورا هم جوړه شوه.

په اوسني حکومت کې د شته شوراګانو وکیلانو د ځانونو لپاره د ګټو لارې موندلې دي، خو هغو پخوانیو وکیلانو چې د ګټو لارې یې له لاسه ورکړې وې اوس د شخصي ګټولپاره بله شورا جوړه کړه.. د ا د ملي شورا د پخوانیو وکیلانو بله شورا ده.

د ملي شورا د پخوانیو وکیلانو د شورا پرانیست غونډه، کابل - ۱۲ اپرېل، ۲۰۱۸ / پژواک
د ملي شورا د پخوانیو وکیلانو د شورا پرانیست غونډه، کابل – ۱۲ اپرېل، ۲۰۱۸ / پژواک

په هېواد کې ورځ په ورځ خرابېدونکې امنیتې وضعې ته چې وکتل شي، ملي شورا، د ولسوالیو شورا او ولایتي شوراګانو نه د حکومت لپاره څه وکړل او نه د ولس لپاره، بلکې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې ډېر څه وکړل. یواځې د ملي پخوانۍ شورا وکیلان له همدې شخصي ګټو بې برخې پاتي وو، چې دوی ورپسې، دا دی، بله څلورمه شورا هم جوړه کړه.

د ملي شورا پخوانيو او د نوې شورا نویو وکیلانو ویلي چې د دې شورا رسالت به د ملي وحدت پیاوړي کول وي، د خلکو او حکومت ترمنځ د همکاریواو اړیکو ټینګښت وي. په حقیقت کې دا ټول همدې شوراګانو له منځه وړي دي.

د څلورمې شورا د وکیلانو وینا ته چې وکتل شي، دا شورا بیا د نورو درې شوراګانو د اصلاح شورا ده، ځکه نورو درې شورا ګانو تراوسه پورې د ټاکنو، د قوانینو په طرحو کې تعدیل، د فساد مخنیوی، د عدالت پلې کول، ثبات، ښه حکومتولي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې پرمختګ څه، چې دا ټولې برخې همدې شوراګانو له منځه وړي. آیا څلومه شورا به اصلاح راولي؟ نه هیڅکله نه که، نورو جوړو درې شوراګانو حکومت او ملت ته کار کولای، په هېواد کې به دا حالت نه ؤ. له دې دا څرګنده شوه چې د پخوانیو وکیلانو نوې څلومه شورا هم د شخصي ګټو شورا ده چې جوړه شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close