د شمالي کوریا مشر ټرمپ ته د خبرو بلنه ورکړې، سپینې ماڼې دا وړاندیز منلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)

په یوه غیر مترقبه اقدام کې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اونګ د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د پیونګ یانګ د سفر بلنه ورکړې.
د جنوبي کوریا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار چون یی یون رسنیو ته ویلي؛ چې د ټرمپ سره یې اړیکه نیولې او ښایي په راتلونکې مۍ میاشت کې دواړه مشران په پیونګ یانګ کې سره لیده کاته وکړي.
دا اقدام وروسته تر هغه کیږي چې د جنوبي کوریا یو پلاوی شمالي کوریا ته ورغی او دهغه هیواد چارواکو و سره څو ژمنې وکړې.
په یادو لاسلیک شویو ژمنو کې راغلي؛ شمالي کوریا به د جنوبي کوریا پر وړاندې هیڅ اتومي برید نه کوي، شمالي کوریا به د مذاکراتو پر مهال هیڅ اټومي ازموینه نه ترسره کوي او همداراز به په راتلونکې مۍ میاشت کې دواړه مشران د جنوبي او شمالي کوریا په سرحداتو کې نږدې سره ګوري.
ټاکل شوې ده؛ امریکایي ولسمشر او د شمالي کوریا مشر په راتلونکې مۍ میاشت کې لیده کاته ترسره کړي.
روسیې او چین د شمالي کوریا د ولسمشر له دې اقدامه هرکلی کړی.
که څه هم جنوبي کوریا ویلي چې شمالي کوریا د اتومي وسلو د لمنځه وړلو هوډ ښودلی خو تر اوسه شمالي کوریا رسماً داخبر نه ده منلې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close