د شمال ختیځ خبریالان له چارواکو شکایت کوي.

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۰) صابر خپلواک

په شمال ختیځ زون کې خبریالان وايي چې چارواکې پر وخت معلومات نه ورکوي او د کره معلوماتو موندنې بله لاره نلري.  خبریالان زیاتوي چې په هغو راپورونو کې چې د امنیتي او دولتي چارواکیو د لاسته راوړنې خبره وي مطبوعاتو ته ژر معلومات ورکوي خو که د چارواکیو کمبودي او نیمګړتیا په کې ښکاره کیږي،  مطبوعاتو ته معلومات نه ورکوي. د کندوز یو خبریال هدایت الله زیارمل داسې وايي “کندوز کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه شته خو د خبر جوړلو پر وخت له چارواکیو سره اړیکه ټینګول ستونزمن کار دی. مونږ دغه ستونزه له چارواکیو سره شریکه کړې خو دوی ورته پاملرنه نه کوي” نظیم ځدراڼ په بغلان کې خبریال دی او وایي په ځینو حالتونو کې چارواکي خبریالانو ته ترانسپورټي وسایل هم برابروي خو که د هغوی کمزوري په کې وي خبر له خبریالانو پټ ساتي. اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نږدې دوه کاله وړاندې په شپږو فصلونو او دوه دېرش مادو کې د ولسي جرګې لخوا تصویب شو خو لا هم دغه قانون په دولتي ادارو کې نه پلې کیږي.  په ځینو حالتونو کې د خبر جوړولو پر وخت امنیتي مسؤلین پر خبریالانو پټکې کوي او کله کله خبره تر تاوتریخوالي هم رسیږي. د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش هم وايي چې د پیښې پر وخت چارواکي ټلیفونونو ته ځواب نه ورکوي، ویاند دانش زیاتوي “ټول ځانونه ګوښه کوي، هیڅ چارواکي ټلیفون ته ځواب نه ورکوي، که کومه پېښه وشي د امنیې قوماندان هم ټلیفون ته ځواب نه ورکوي” هغه زیاتوي چې خلک باید له پیښو خبر وي او د جمهور ریس حکم دی چې ولس ته باید معلومات ورکړل شي خو دوی داسې نه کوي،  بلکې هغه معلومات ورکوي چې د امنیتي او حکومتي چاروکیو د لاسته راوړنې خبر وي.

 خبریالان په داسې وخت کې له چارواکو شکایت کوي، چې پرون له تخار څخه پنځه تنه خبریالان کندوز ته په راپور پسې د راتګ پر وخت په ترافیکي پیښه کې ټپيان شول. په دغه ترافیکیې پیښه کې د اریانا نیوز، خورشید، د ایران راډیو، رویټرز خبري اژانس پنځه تنه خبریالان او د هغوي کیمره مینان ټپیان شوي وو.

دا لومړی ځل نه دی، چې خبریالان له چارواکو شکایت کوي، بلکې څو ځلې خبریالانو له چارواکو شکایت وکړ، چې له اکثرو پېښو ورته خبر نه ورکول کیږي، خو کله چې دوی ډېر تأکید وکړي بیا ګواښل کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close