د شمسي نظام پلوټو سیارې لاندې اوبه موندل شوي دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۸) زرغون خوږیاڼی

ساینس پوهانو د شمسي نظام د پلوټو سیارې د نوي انځورونو له کتنې وروسته ددغې سیارې لاندې د اوبو د يو سمندر په اړه خبر ورکړی دی.

د ساینس پوهانو په وینا ویل شوي ، داسې نښې نښانې یې پیدا کړي چې د پلوټو سیارې لاندې د اوبو یو لوی بحر موجود دی او کیدای شي د اوبو اندازه یې د ځمکې د اوبو هومره وي.

پوهانو ویلي، چې د پلوټو سیاره د ځمکې له مداره شاوخوا ۵ میلیارده کیلومتره لرې موقعیت لري چې د لمر وړانګو د نه ور رسیدلو له امله کنګل ده. ددوی په وینا د کنګل شویو اوبو ژور والی نږدې د ۵۰ کیلومترو نه تر ۲۰۰ کیلو مترو پورې رسیږي.

له دې سيارې څخه لومړني انځورونه د ناسا لخوا د يوې سپوږمكۍ په واسطه د ۲۰۱۵ز كال د جنوري میاشت په ۱۴مه نېټه ځمكې ته رالېږل شوي وو. ويل كيږي چې دغه انځورونه يو كال وروسته ځمكې ته را رسېدلي دي او اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.

ریچارډ بینزل د ماساچوست ټنکنالوژۍ انسټيټیوټ مشر ویلي دي، په دغه اندازه یخ چې د سیارې لاندې برخه یې احاطه کړې ده په پلوټو سیاره کې د ژوند کولو چانس راپه ګوته کوي.

په طبعي توګه ویل کیږي، که په کومه سیاره کې د اوبو نښې ښکاره او باوري شي نو په هغې کې د ژوند کولو امکان شته دی.

ددغې انځورونو څیړونکي بینزل ویلي، دا انځورونه تر هغه څه ډیر نور حقایق په ګوته کوي چې موږ یې تصور کوو.

د پلوټو سیاره د ځمکې په پرتله له لمر څخه ۴۰ برابره لرې موقعیت لري.

یو بل فضايي ساینس پوه نیو هورایزنز اوسمهال د شمسي نظام کمر بند ته پر لاره دی چې ۱،۶ میلیارده کیلومتره له پلوټو سیارې څخه واټن لري، هیله ده نومړی د ۲۰۱۹ز کال د جنوري په لومړۍ نیټه یاد کمر بند ته ورسیږي او د لا ډیرو معلوماتو لاره پرانیستل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close