د شهزاد محمدي درې غوره لوبیزې چارې چې ښايي معلومات ترې ونه لرۍ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۷)

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اتل شهزاد محمدي د کرکټ په تاريخ درې داسې لوبيزې کړنې ترسره کړي چې ښايي ډير مينه وال به ترې خبر نه وي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، شهزاد د کرکټ په تاريخ کې لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په يوه ورځ يې دوه نيمه سليزې جوړې کړي چې لومړۍ نيمه سليزه يې د ۲۰۱۷م کال په صحراجام سياليو کې د عمان پر وړاندې (۸۰) او د ايرلنډ پر وړاندې يې (۵۲) ناسوځېدلې منډې کړې وې.

دوهمه کړنه لوبيزه چاره يې دا ده چې نوموړی لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې په ۲۰۰۹م کال کې د هالنډ پر وړاندې سليزه ووهله او ۱۱۰ منډې يې جوړې کړې وې.

درېيمه په زړه پورې لوبيزه چاره يې دا ده چې په نوموړي په فرسټ کلاس سياليو کې غبرګه سليزه وهلې وه.

نوموړي دغه سليزه په ۲۰۱۰م کال کې په انټرکانټينيټل جام سياليو کې د کاناډا پر وړاندې جوړه کړې وه او په ياده سيالۍ کې يې ۲۱۴ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې وې.

شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ويکټ کيپر او اوپنر لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره يې ښې لوبې کړي او په ډيرو لوبو کې ځلېدلی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close