د شهيد ملا عبدالعزيز «ابوبکر»  لنډ ژوند ليک

م. سعد کټوازی

موږ چې کوم شی چاته تر يو وخته ورکړو،  که ښه يې راته ساتي او که بد پر ټاکلي وخت يې په هر صورت کې بيرته ترې اخلو، نه په دې سره په امانتدار تيري کونکي او د هغه حق خوړونکي بلل کيږو او نه مو امانتدار مظلوم او د دغه شي دعوه دار بلل کيږي،  ژوند هم د خدای ‘يو امانت ده چې هر چاته يې د مور په خيټه کې ور کوي،  ځينو ته يې نږدې د وړوکتوب،  ځينو ته يې ميانه د تاندې ځوانۍ،  ځينو ته يې د ارذل العمر (ډير بوډاتوب) جلاجلا مودې ټاکلې وي،  او په خپل وخت دغه امانت ترې اخلي.

ځيني خلک د هغه په له لاسه ورکولو ډير کړيږي او بدي ورځي هم کوي،  خو له شهيد څخه د دې امانت اخستلو څه بل ډول فلسفه وي،  هغه که څه هم دعوه يې نه لري خو يواځې له بيرته سپارلو يې د خوند اخستلو په غرض وايې که سل ځله يې بیا را کړې ښه به وي!  بيرته يې در کوم،  له همدې امله رسول الله مبارک2به هم ويلې چې غوره ګڼم خدای’ ته دغه امانت ور کړم (د هغه په لاره کي ووژل شم) هغه يې بيا را کړي زه يې بيرته ور کړم هغه يې بيا راکړي او زه يې بيرته ورکړم.

هو! شهيد عبدالعزيز ابوبکر  ته خدای (ج) تانده ځوانۍ د خپل امانت (ژوند) موده ټاکلې وه او ترې وايې خيست، که څه هم د سل ځله شهادت غوندي سپيڅلي ډير ارمانونه به يې نيمګړي له ځان سره وړي وي او د هغه د وينو د رنګينيو په بڼه به وروسته پوره شي خو چې د ده سپيڅلې تګلارې او خوږو خاطرو ته ځير شو نو د اسلامي امارت سپيڅلي صف ته تر وروستۍ ساه وفاداري، تعهد او بيا د دې یوه ځل شهادت په ګډون ډير ارمانونه يې پوره هم شول.

زوکړه: امير صاحب ملا عبدالعزيز ابوبکر چې يو وخت د اباسين په نوم هم ياديده په ( ۱۳۵۴) لمريز کال چې له (۱۹۷۵) زيږديز سره برابرده د ارګون د پيرکوتي سيمي د شيخانو په علي شاه کوټ کې د خواجه محمود د زوی خواجه ملا اول ګل په دينداره او جهاد پروره کورنۍ کې و زيږيد،  لومړنۍ ديني زدکړي يې د سيمه ايز مشهور عالم قاضي محمدانور صاحب څخه وکړې؛ خو دا چې د پلار د ورپوري ناجوړې له امله د کور ټولې چاري هغه ته ور له غاړې وې ويې نکړای شول خپلو زدکړو ته دوام ورکړي، خو که ديني زدکړه يې نيمګړې شوه د مدرسې ګرمه مينه يې بيا هم له زړه ونه وتله، کله هم چې به يې فرصت ترلاسه کړ په دينې زدکړه، د قرآن کريم په تفسير، ديني او تاريخي مطالعه به بوختيدو، له همدې امله د هغه شخصيت ته په کتلو يو د منځنۍ سويې عالم بريښيد.

دجهادپيل: ابوبکر  چې له عمره لا کشر و خپلې شوخې ځوانۍ،  جهادي ولولې،  لوړ استعداد او فکر هغه مهال د اسلامي امارت د سپين کاروان ملګری کړ چې مولوي عبدالکبيرصاحب (دا مهال د رهبري شورا غړی) حفظه الله د ننګرهار والي و،  ابوبکر  د هغه د يو ملګري حاجي حميد ګربز تر قومانده لاندې د هغه په نظامي کنډک کې و اوسيد، له همدې ځايه يې خپل جهادي يون پيل او د اسمار ولسوالۍ،  دره نور ولسوالۍ، دکابل د شمال جنګي کرښو اوګڼ شمير نورو تشکيلاتو کې د يو غښتلي مجاهد په توګه برخه واخسته او په زړه پوري کارنامې يې ترسره کړې.

دصليبي يرغل په وړاندي: د صليبي يرغل په لومړيو شيبو کې چې د وخت غوښتنو او شرائطو ته په پام مجاهدينو تازه دمه نويو تکتيکونو ته مخه کړه د اورګون پيرکوتي سيمي مجاهدينو هم دواړه اختر په مياشت کې چې د۲۰۰۱ زيږديز له نومبر سره برابره وه د سيمه ايزو علماو او قومي سپينږيرو يوه ناسته را وغوښتل شوه چې د هغو په سلا مشوره په سيمه کې مجاهدين (چې له هغو څخه يوهم ابوبکر  و) بيا له سره منظم شول او نوی جهادي بهير يې پيل کړ.

د ملا ابوبکر اخلاص، لوړهمت او متانت ، زړورتيا او جګړه ايزي وړتيا، باوري کارنامو او ښې سابقي ته په کتلو د2003زيږديز کال په فروري مياشت کې د يوې بلې غونډي په ترڅ کې د سيمي د مجاهدينو د ټوليز مشر په توګه وټاکل شو.

دا وخت چې حالات نامساعد، زياتر مجاهدين سره تيت و پرک شوي او د نظامي زدکړو ښه تجربه لرونکې مجاهدين په ډيره ګرانۍ سره موندل کيدل، پخپله ابوبکر که څه هم د کشرتوب له امله ځانګړې مسلکي زدکړې نه درلودې خو له خدای’ ورکړې وړتيا، متين عزم او هوډ سره را ښکاره شو، لومړی يې د محترم خليفه صاحب سراج الدين حقاني حفظه الله په لارښوونه له مسافرو مجاهدينو د نورو مسلکي زدکړو سربيره منفجرمواد، ريموت کنترول، د هغه له لاري کنتروليدونکي د بوشکو  ماينونه او ډول ډول محاربوي تکتيکونه زده او په خپله وړتيا او سانسور يې پکي ځانګړي مهارتونه ترلاسه کړل.

مسلکي وړتيا  او کارنامې: په دې برخه کې هم د ابوبکر غوندي مستعد شخص په ليږ وخت کې د انجنيرۍ رتبي ته ورسيد، په ځمکني ډول ډول ماينونو په ځانګړې توګه دريموت آلي له لارې کنتروليدونکي بوشکيې ماينونو په جوړولو، ځای پرځای کولو او انفجار کې ځانګړې پوهه او تجربه درلوده، له همدې امله په ريموت کنتروليدونکی ماين د ولايت په سطحه لومړی ځل د ابوبکر يو ملګري په مڼې کنډو کې انفجار کړ، له هغه وروسته هم په ټول ولايت کې د ابوبکر يواځينۍ ډلګۍ ده چې په دې برخه کي په لومړۍ رتبې پيژندل کيږي.

شهيد ملا ابوبکر هغه وخت د پيرکوتي کژوک سيمې ته څيرمه غرونو کې تربيوي مراکز هم فعال کړل چې پکې د هغه ترڅنګ عربو مجاهدينو له لوري ګڼ شمير مجاهدين تر نظامي روزنه لاندې و، له دې پرته د سيمي او نورو ولسواليو مجاهدين هم پکې ديره و، د جهادي مکتب د بيلابيلو ولاياتو لکه: پکتيکا، پکتيا، خوست، مزارشريف، زابل، کندهار، هلمند او…ګڼ شمير شاګردانو ترې نظامي زدکړي وکړې او په لوړه جهادي روحيه يې سمبال کړل، که له يوې خوا يې د جهادي مشرانو پام نور هم ځانته را واړا و له بلې خوا يې د کشرانو مجاهدينو مورال هم څو برابره لوړ کړ.

د۲۰۱۰زيږديز کال په سپتمبر مياشت کې په يادو مراکزو یرغلګرو يو داسي دروند چپاو راوړ چې له يوې خوا له خوست څخه په کروز ميزائلو وويشتل شول او له بلي خوا زرګونو ځمکنې ځواک چې۵۲b الوتکو، ډرون، بلاک هاک اوډول ډول چورلکو بدرګه کاوه بريد وکړ، مجاهدين له څو ساعته کلک مقاومت وروسته له نهه تنه شهيدانوپرته ټول په خوندې توګه له ساحې ووتل.

شهيد ابوبکر خپل هدف له پوره دقت سره څارو او د هغه د له منځه وړلو ټول اړخونه به يې هم دقيق تر نظرلاندي نيول او بيا به يې تياری ورته نيوه، ترڅو له يوې خوا د خپلو تلفاتو مخنيوی شوی وي او له بل لوري د امکان تر پولي په بې ځايه مزاحمت کې را نشي، نو ځکه هغو په خپلو بريدونو کې يا خو تلفات نه درلودل او يا هم ډير کم و، د دښمن په يو لوي کاروان کې به يې خپل مستهدف ټانګ او موټرله پيله تر څار لاندي نيولي و او په دومره زيات مهارت به يې ماينونه ورته ځا ی پرځا کړل چې يواځې خپل هدف به يې له منځه يو وړ، او تر ډيره به يې باندينې پوځيان او د هغو مشران په نښه کول.

ملا ابوبکرد ارګون کمپاين چې په هيواد کې يو له لويو کمپاينو او اډو څخه و د ميزائلو تندريز بريدونه ترسره کړل، داسي بريدونه چې په لومړي فائر سره به يې دوير نغاره ووهل شوه او په څو دقيقو کې به فضا امريکايې ۵۲b الوتکو ونيوله.

امير صاحب د۲۰۰۳زيږديز په سپتمبر کې په يو ځانګړي تکتيک په ياد کمپاين۲۰ميزائل وار کړل چې يرغلګرو په هيواد کې د خپل شتون په وړاندي يو ستر بريد وباله، د کمپاين له دننه د ترلاسه شوي خبر له مخي ياد ميزائل په مستهدف خوړنځي او نورو ځايو ور برابر شول، له امله يې د څلويښتو په شاوخوا کې اشغالګر مړه او ژوبل شول، چې د هوا له لاري انتقال يې درې ورځې ونيوې او پکې په داخلي ګوډاګيانو يې هم د کمپاين دروازي تړلې وې، له دې پرته امير صاحب  او د هغه ملګرو په ياد کمپاين وخت په وخت په لسګونو ميزائل وتوغول.

د۲۰۰۶ زيږديز کال په سپتمبر مياشت کې شهيد ابوبکر  د مڼې کنډو په سيمه کې د پکتیکا ولايت د امريکايې ځانګړو پوځو مشر (جان) او د هغو د مالې چارو مسئول (پيتر) زغروال ټانک چې د امريکا سپيشل فورس او اجيرو يې د ګيان کمپاين پوري بدرګه کول انفجار کړ او ياد دواړه مشران پکې ځای پر ځای ووژل شول، ويل کيدل چې پيتر له دې وړاندي د ګيان کمپاين په داخلي لاسپوڅو د تنخوا ويشلو په مهال هغو ته په نږدې څو ورځو کې امريکا ته د خپلي ستنيدنې هم ويلی و.

له دوی پرته په بيلابيلو وختو کې د اورګون، ګيان، سرحوضي، پړاو سيمه، منګړتي، لواړه، توی اډه او د مڼې کنډو په تاريخي ګرم سنګر کې د شهيد ابوبکر  او د هغه د ملګرو د ماينونو په چاودنو او کمينونو کې هم په لسګونو بلکي په سلګونو يرغلګرو اوداخلي اجيرو يې ژوند له لاسه ورکړی و.

ملا ابوبکر  په دې سربيره د يرغلګرو په لسګونو ټانګونه، عراده جات، رينجر موټر، اکمالاتي کانتينر او نور نقليه وسائط په اور لولپه کړل، د دي تر ټولو ګرم سنګرد مڼې  کنډو و چې د ګيان کمپاين او د لواړه د کمپاين اکمالاتي لاره پري تيريدله، د ډيرو ضربو په ليدلو پرې لاره بنده شوه چې د هوا له لاري د ياد کمپاين څه مودې اکمال وروسته يې هغه مجبوراً تخليه کړ.

ابوبکر د ښې وړتيا او ځيرکتيا له برکته يو له هغو ګوتشميره قوماندانانو څخه و چې د سيمې او د فعاليت په ساحو کې د يرغلګر دښمن او د هغه د لاسپوڅي رژيم لپاره يوه لويه سرخوږي وه، له همدې امله هغو ته له مخکي لا يو مطلوب شخص و، چې دا وخت يې د ۲۰۱۱زيږديز کال د سپتمبر د مياشتي په پای کې د هغه نوم هم په تورليست کې ځای کړ او د هغه په سر يې ښه درنه اجوره و ټاکله، په دې اړه د خپور شوي راپور د پيل ځينې ټکي داسي و:

امريکا د حقاني شبکې په قوماندان عبدالعزيز اباسين  بنديزونه ولګول، د امريکا د مالي چارو ادارې له لوري د حقاني شبکې په مهم قوماندان عبدالعزيز اباسين  بنديزونه ولګول شول او د هغه سامانونه يې هم مصادره کړل، ادارې په هغه باندي د طالبانو د اقتصادي درکونو د سمبالښت او په بيلابيلو پيښو کې د تروريستو ډلو سره د مرستي تورونه پوري کړي دي.

د امريکا د مالې اداري د وياند ډيوډ کوهن په حواله خپور شوي راپور وايې چې عبدالعزيز اباسين  د پکتيکاولايت دجهادي مسئول مالي مرستيال دی او د اورزګان په ولايت کې د يوې ډلګۍ مشري هم کوي، اداره ادعا کوي او وايې چې نومه وړی له دې سره سره د يو روزنيز مرکز چاري هم په مخ وړي او پرې په څو مهمو امريکايانو باندي د بريدونو تورونه هم دي…

امير صاحب  د خپل مسئوليت په ساحو کې هم ډيرې زياتې کارنامې تر سره کړې دي چې د ټولو راوړل دلته شوني نه دي، د هغو له امله دښمن ته يو ډير مطلوب او مهم شخص و.

شخصيت يې: شهيد ابوبکر  يو داسي خوږمن، متواضع، مخلص، ريښتنی، د ښي وړتيا، متانت، ستري حوصلي، لوړو اخلاقو څښتن او د جهاد او اسلامي امارت اهدافو ته متعهد، وفادار او ژمن، چپ او باوقاره مشر و چې نه يواځي د خپلو ملګرو تر منځ بلکي په خپلو او پردو ټولو کي يې محبوبيت او په دښمن يې لا هم ځانګړی اغيز درلود.

شهيد ابوبکر  د کور تر هوساينو او ارام ژوند د جهاد د ډګر ستونزي، ناخوالي، ستړې ستومانۍ او د دښمن مخ ته شپي په ويښه لوبول تر بل هرچازيات خوښول؛ نوموړی د جهاد او مبارزي په لاره کي ډيري سړې تودې هم ګاللې خو هيڅ ډول ستونزو او کړاونو له خپل جهادي سپيڅلي يون څخه را ستون نکړ او په دې لاره کې يې د ستړيا په نوم څه نه پيژندل،  هغه به د هر څومره ستونزمنو پيښو په وړاندې په نورمال حالت کې و، هيڅ د وار خطايې نښې او هيڅ تغير به پکې نه ښکاريدل، د مبارزې په لار کې د خپلو هڅو او خواريو په ښو پايلو به يې ټينګ باور درلود او د ملګرو مورال به يې تل لوړ ساته.

ملا ابوبکر  له عام ولس سره يو زړه را ښکونکی تعامل درلو، داسي عامل چې څوک به يوځل ورسره مخ شو بيا به تر ډيره له هغه خوښ و، که چا به ورسره هرڅومره زيات وخت تير کړ ترخه خاطره يې نه ترې درلودله، د ولس د ستونزو اوخپل منځي کشالو اوارولو او د ولسي خلکو د خوشال ساتلو به يې هر ممکن کوښښ کاو او په ځان يې د هغوی حق باله، د دښمن له بنديانو سره به يې له تمي پورته ښه چلند کاو، داخلي ګوډآګيان که به يرغلګر دښمن د سپر او کمربند په توګه ونه کارول د امکان تر بريده يې څنګ ورکاوه، له قوم پالنې اوبل هرډول تبعيض څخه يې کرکه لرله همدا لامل و چې د نوي جهادي بهير له پيله ور سره د سيمي علماء او سپينږيري، د مسئوليت په ساحوکې ومي مشران او عام ولسي وګړي او د هيواد د بيلابيلو قومونو سره تړاو لرونکې مجاهدين پرې راټول و، په هرڅومره ستونزمن حالت کې اوږه په اوږه ورسره ولاړ و د هغه  له شهادت وروسته يې هم د هغه  د ملګرو په ټينګ ملاتړ سره د وفا او تعهد ښکار ندويې وکړه.

شهيد ابوبکر  چې په بيلابيلو ولايتونو کې خورا په زړه پوري جهادي فعاليتونه کړي و د هغو په مټ يې ځانته په خپل وخت کې د خپلو سيالانو له منځه د باور يو داسي پوسټ تر لاسه کړی و چې ساری يې ډير کم ليدل کيږي.

ملا ابوبکر د محترم خليفه سراج الدين حقاني صاحب حفظه الله يو له هغو باوري او غښتلو قوماندانانو څخه و چې د يرغل په وړاندې د نوې جهادي بهير له پيله يې له خليفه صاحب حفظه الله سره نږدې پيژندګلوي او اړيکي پيدا کړې او وخت په وخت يې د هغه په مستقيمه لارښوونه او ملاتړ کار په مخ بيوه، خليفه صاحب حفظه الله ډير هغه کارونه چې غوښتل به يې پخپله يې کړې وای ابوبکر ته سپارل، له دې سره سره يې د آسيايې هيرو او د غربي امپراتوري نړونکو شاهکاريو مبتکر شهید حافظ بدرالدين حقاني سره هم د څنګ ملګرتيا، په ډيرو برخو کې سلا مشورې درلودې او ترې د جګړه ايز ابتکار رنګ يې اخستی و، د شهيد ابوبکر د بريمنو طراحيو يو د پام وړ راز همدغه اړيکې او سلا مشورې وې، او خليفه صاحب حفظه الله ته د خپل نازولي ورور په ملګرتيا نور هم ګران او د باور وړ و.

په امير صاحب  باندې خدای ‘د قوي او جذاب هيکل اوښکاره ښکلاو تر څنګ ډيري پټې ښکلاوي هم پيرزو کړې وې چې له هغو څخه يې د مجاهدينو او هم عامو خلکو تر منځ د شخړو اوارولو، او ښه يو والي او اړيکو جوړولو يوه ځانګړې ملکه وه، د برمل د مسئول په صفت د هغه تعيېن خليفه صاحب حفظه الله په دې ټکو کړی و ((ته مو د برمل……موقيعيت ته د اهميت په سترګه د کتلو په بنسټ د هغه د مسئول په حيث وړ وبللې ترڅو د دې سيمي د لر او بر مجاهدين وي که عام وګړې د يو والي او انسجام د غښتلتيا لپاره کار وکړې)).

مسئوليتونه: ملا عبدالعزيز ابوبکر  له لومړي سره داورګون او ور څيرمه ولسواليو په بيلابيلو سيمو کې فعاليتونه کول چې ورسره د خوست په ځيني خاصو پروګرامونو کې به يې هم ګډون کاو، د پکتيکا ولا يت په څو محاذونو له ويشلوسره سم ابوبکر د اورګون د ټولو ډلګيو په خوښه د اورګون د محاذ مشر شو، په۲۰۱۲زيږديز کال د ګيان ولسوالي مسئوليت ور له غاړي شو، په۲۰۱۳ زيږديز کال د برمل ولسوالي نظامي مسئول وټاکل شو، په۲۰۱۴ زيږديز کال د پکتيا وزي ځدران مسئول شو، ورپسې په ۲۰۱۶ زيږديز کال د خوست دوه مانده مسئوليت ور له غاړي شو  او۲۰۱۷ زيږديز کال د محترم پيراغا صاحب له لوري د اورګون مسئول تعيين شو.

خاطرې: ما چې له ابوبکر  سره څومره وخت تير کړ او څومره مې هغه له نږدې پيژاند هغه د ديني، اخلاقي او کلتوري وجيبې په توګه د امارت لائحو، د مشرتابه وخت په وخت اعلاميو او د مشرانو لارښو ونو ته بيخې زيات احترام او التزام درلود، هيڅوک دا نشي ثابتولای چې هغه دې په کومه برخه کې د مشرانو،  لائحواو اعلاميوي لارښونو سرغړاوی کړی وي.

ملا ابوبکر  هغه ټولي ځانګړني لرلې چې د يو بريالي مجاهد امير لپاره يې درلودل اړين وي، هغه په ډير کمال او مهارت د خپلي سيمي، د فعاليت د سيمو او عام مجاهدين او ولسي خلک په ځان راټول کړې و، له همدې امله هغه ترښکاره او وړو مصلحتونو پټو موخو ته زيات انتخابيده، هر وخت له يوې دندې يا له يوې سيمي او ساحې بلي ته د يو ځانګړې پټ يا ښکاره مصلحت له وجې بدليدو.

يو قاري صاحب وايي: شهيد ابوبکر مې يو داسي څوک پيژاند چې له هرې خوا پوره اوډير مدبر امير و، له همدې امله مې هغه نه يواځې ملګری اومشر و بلکې ډير راته محبوب او ګران هم و.

د پکتيکا د وازيخواه ولسوالۍ يو مولويصاحب وايې: ابوبکر علماوو، طالبانو او مجاهدينو ته بې کچې احترام او له هغو سره مينه درلودله، دی وايې د دستاربندي په مهال يو شمير مالي اړتياوې را پيښي وې له امير صاحب سره مې اړيکه ونيوه هغه زماله اړتيا زياته مرسته وکړه، چې دا يې له علم او علماوو سره د ميني او اخلاص لويه نښه وه.

د هغه يو نږدې ملګری او کليوال مولوي عبدالله (ياسر) وايې چې له ابوبکر څخه ديني زدکړي پاتې شوې وې، خو ور سره بي کچې ميني يې ارام ترې تښتولی وه، دی وايې زه د سيمي په صديقيه نومې مدرسه کې وم، د مدرسې د کوم کار لپاره به چې کله هم اشر را غوښتل کيدو ابوبکر  به يې په سر کې و.

د وازيخوا مولوي صاحب کيسه کوي: د خوست دوه مانده ولسوالۍ ته ورسره لاړم، کله چې اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله امر صادر کړ چې مجاهدين بايد په روژه کې څه ارام وي، شهيد ابوبکر  ماته وويل چې هسې هم کارونه بند شول، له بل لوري په روژه کې سفر تکليف وي چې ته لاړ شې…د مدرسې او کتابو د لګښت ژمنه يې هم وکړه خپل موټر او تر ټولو نږدې دوه ملګري يې راسره کړل چې اورګون ته مې ورسوي، هلته يې خپلو نورو ملګرو ته لارښوونه کړې وه چې ډير مې ونه ځنډوې ځکه دوهمه ورځ لومړۍ روژه وه، په همدې ترتيب مې له هغه سره ټوله ملګري له درنښت او ميني ډکه وه.

د نکې ولسوالۍ قوماندان حميدالله سرحدي وايې ابوبکر د [اَشِدَّاءُ عَلَی الْکُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُم] ژوندی مثال و، که له کوم مجاهد ملګري سره به دده او ياهم نورو مجاهدينو خبره راغله ډير به له خدای (ج) څخه په ويره کې و چې يا د جهاد په لاره کې په هغه ملامت شوي نه وي يا خبره د مجاهدينو په زيان وانه وړي د حل هڅه به يې کوله او د خبري په حل ډير ښه پوهيدو، خو د خپل سرو او بيلاري خلکو يې بيا هيڅ پروا نه کوله.

د خوست سپيرې ولسوالۍ مولوي ثاقب وايې: ابوبکر دښمن ته دومره زيات مطلوب و چې د هغه د مخابرې کوډ او د هوا په څپو کې يې غږ هم کشف و، چيرته هم چې د هغه غږ به واوريدل شو نو چورلکې او بنګنې به پرې را تاو شوې، خو ده يې هيڅ پروا نه کوله، په دوه مانده کې په يوه بيس باندې د بريد په مهال يې له دوو نورو ملګرو سره په داسي ځای کې کمين نيولی و چې شاته يې د بيس دفاعې پوسته او له مخې يې بيس او له هغه را وتلي د دښمن عسکرو چې د بيس د مشر ګوډاګې مرستيال په ګډون يې پکې ۲۵ مړه او ژوبل کړل.

ثاقب وايې ابوبکر به د دښمن د الوتکو په سيورې کې په پوره ډاډ او ميړانه داسي مقاومت کاو لکه چورلکې چې هم د ده مرستې ته راغلې وي، هغه هيڅ وخت له مقاومته نه شاته کيدو او هيڅ وخت يې ملګري له ځانه دښمن ته نه دي ور وړاندي کړي.

د هغه نږدې ملګري وايې ابوبکر په خپل ابتکار ماينونه داسي عيارول چې ښايې بل چا نه و کړي، کوم امريکايې زغروال ټانګ چې به يې ښکار کړ د هغه له فولادي اوسپنې به يې د ماين تيرې او درنې چرې او برچې جوړولې چې يو به يې د امريکايې ټانګانو د غولې هغه فولادي تخته هم تخريبوله چې هيڅ ماين يې نشي تخريبولای او بل به د هدف په زيات تخريب کې ډيرې په زړه پوري وې.

په يو بازار کې د کباړ يو کار کونکې د نوم نه ښو دلو په شرط و ويل چې ملا عبدالعزيز ابوبکر  د امريکايانو او داخلي ګوډاګيانو موټر، ټانګونه او نور نقليه وسائط له تخريب کولو وروسته په موږ باندې پلوري او ډير ترې خوښ و، هغه د پوځې موټرو په لويه پيمانه په وينو لړلې اوسپنې ته په اشاره سره و ويل په دې اوسپنه کې د وژل شويو امريکايانو غوښي هم وې په لارۍ کې ټاټ پرې اچول شوی و، چې ترې پورته مو کړ د ډيري بد بويې له وجې مو ونکړاي شول ويې ګورو.

يو مولوي صاحب وايې چې ابوبکر خپل ملګري هم په خپل ځانګړې مزاج او روحيه روزلي وو، دی وايې په يو سفر کې د ابوبکر   له يو برجسته ملګري (محمداسماعيل ذاکر) سره ملګری وم يو ځای د لګډ په منځ کې د ولسي خلکو يو سراچه موټر چې دوه نفر او زنانه مريضان پکې وو په اوبو او خټو کې بند و، ذاکر زموږ د کرايې موټر ورته و دراو او د ملګرو په مرسته يې موټر له اوبو او خټو را ويوست، مولوي صاحب وايې چې ماته يې د رئيس الوزراء ملا محمدرباني (رح) هغه کارنامه را ياده کړه چې ويل کيږي د کابل کندهار په لويه لاره د ولسي خلکو بينز موټر په واوره او خټو کې بند و رئيس صاحب د خپلو ملګرو په ملتيا هغه ته ټيله ور کوله ږيره يې په خټو وه او ويل يې ((دا خو په موږ باندې د ولس حق دي)) ، رحمهم الله.

شهادت يې: لکه څنګه چې مو و ويل ملا عبدالعزيز دښمن ته ډير مطلوب او د هغه تر پرلپسې جدي څار لاندې و، د سيمې دغه سر سپارلی او باتور مجاهد د اسلام د سپيڅلې د ين د سر لوړي په لاره کې له نه ستړې کيدونکو هڅو وروسته د ۱۴۳۸ سپوږميز کال د روژې د مياشتې په۲۳چې د۲۰۱۷ زيږديز د۷/۶ سره برابره ده د پلرني ټاټوبي شيخانو په کژوک سيمه کې د څلورو ملګرو (سيدمفکر، عبدالستار، ملنګ او نادرخان ثاقب) په ګډون د امريکايې بي پيلوټه الوتکې لخوا په يو سراچه موټر کې په نښه او د خپل ژوند وروستي ارمان (د شهادت لوړ مقام) ته ورسيد (انالله وانا اليه راجعون)، نَحْسَبُهُ کَذَالِک وَ نُحْسَنُ بِهِ الظُّنَّ وَاللهُ حَسِيْبُهُ وَلَا نُزَکِّیْ عَلَی اللهِ اَحَدًا.

د شهيد ملا عبدالعزيز ابوبکر کورنۍ او ملګرو ته د جهادي مشرانو او په ځانګړې د الحاج خليفه سراج الدين حقاني صاحب حفظه الله د تسليت پيغامونه هم راغلي، چې پکې د تسليت  ترڅنګ د ابوبکر په شهادت ټينګ غبرګونونه هم ښودل شوي، د دې ژوند ليک د اوږديدلو له امله مو دلته د هغو متن رانه وړ، شهيد ابوبکر تر شا يو ورور، څلور زامن، دوه لوڼې، يوه تورسرې او په خپله روحيه سمبالو مجاهدينو جراره ډلګۍ پريښوده؛ روح دې ښاد او ياد دې تل پاتي وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close