د شهید مورکۍ ته

ثـاقب خپلواک

وې په خاورو کې پرتې لکه شندلي مرغلرې

چې له سترګو یې کړي هجر تړمي اوښکي مرورِې

مجهزه په سلګيو جدائي خوره وره وه

چي له خولې نه یې سلګۍ تلې نوک نيولې مسافرې

چې د هجر په ارګ تاؤ شولې ګزمې د اسوېلیو

وې د ساندو په کنډک کې د ښېرا مستې لشکرې

چې پیره د فراق ګرځېده سپره په ماشـه باندي

وي د غم لشـکر اغوستې د هجران فولادي زغرې

وَی د مرګ سيوری ړندي مرمۍ د ژوند پر هوسۍ کړَی

خداي دې واخلي ښکاري زور لـه دې سر زوري زرورې

د مسکا هستوګن ځاي کې يې د وير کاروان ديره وو

له پلازميني د زړګي نه یې خوښی تلې مهاجرې

چې ترينګلې چوپتيا ګرځېده د وينو په جامو کې

سرې په وينو ورځي شپـې وي د ناخوالو انځورګرې

د شهيد مورکۍ د ستړو ارزوګـانو کوربنه وه

په تنکي ژبه يې تل د بيلتانه راتلې سندرې

غرِيو نيولي وه ثاقـبه لاس یې سره وو په سرو وينو

په رنځوره څیره وير يې غوړولې وې وزرې

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close