د شوراب بريد د مدرسو او مسجدونو انتقام دی

ليکوال: غورځنګ

امریکايي اشغالګرو چې په  افغانستان باندې له کوم وخته بريد کړی دی، نو د دې ولس د عامو وګړو تر څنګ يې د دوی پر مقدساتو هم هر وخت بريدونه کړي، چې د دې پواسطه يې د دې ولس غوسه او د انتقام احساسات نور هم راپارولي دي.

په دې وروستيو کې امريکايي اشغالګرو د مذاکراتو تر څنګ په خپلو بريدونو کې هم زياتوالی راوستی او د بريدونو هدف يې هم اکثره عام ولس، مدرسې او مسجدونه دي، چې له جملې څخه يې په تېرو څو ورځو کې د کاپيسا په تګاب کې سل کلنه تاریخي مدرسه، لوګر، پکتيا او نورو ځايونو کې د مسجدونو ړنګول وو، اشغالګر چې اوس د زور او جبر له حالته وتلي دي او هغه پخوانی زور او طاقت نه دی ورپاتې نو په دې واسطه غواړي تر څو دلته د خپلو مړو شويو عسکرو انتقام واخلي او خپلې پښې سپکې کړي، خو په دې نه دي خبر چې دا ولس تېر تاریخ لري، داسې تاريخ چې کم ساری دی، يرغلګرو ته يې په تاريخ کې سر نه دی ټيټ کړی او نه يې هم د دوی غلامي کړې ده، بلکې پر وړاندې يې لکه سپر درېدلي دي او د خپل دين، هېواد او ملي نواميسو څخه يې کلکه دفاع کړې ده، چې مثالونه يې له نورو څخه د وخت يرغلګرو  او اشغالګرو ته ښه معلوم دي.

د اشغالګرو لخوا پر مساجدو او مدرسو له تېرو وحشيانه بريدونو  وروسته کله چې طالبانو اشغالګرو او د هغوی غلامانو ته څرګند او سخت پيغام پرېښود او خپلو ماتحت کسانو ته يې د سرسخته انتقام د اخيستلو په اړه امر وکړ نو دا دی پرون يې هماغه انتقام ريښتيا هم په هلمند، باسټن بېز کې واخيست، خپله کړې ژمنه يې پوره کړه او اشغالګرو ته يې وښودله چې مونږ د ګفتار تر څنګ د عمل خلک هم يو، دا سې نه يو يوازې ويل کوو او خپلو ويلو ته د عمل جامه نشو وراغوستلی، بلکې څه چې وايو هغه کولی هم شو، دغه بريد د طالبانو د هغې ژمنې تعميل وو چې د مدرسو او مساجدو د بمبار په ترڅ کې يې خپل ولس ته ډاډ ورکړ چې ګواکې د مقدساتو د توهين انتقام به ژر تر ژره واخلي.

خو دې ته سړی حيران شي چې دومره دروند انتقام چې ايله به يې د اشغالګرو عقل سر ته راوستلی وي او فکر به يې کړی وي چې  له دې مسلمان ولس سره ډغره وهل سخت او ګران کار دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close