د شیخ محي الدین ابن عربي رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه

ژباړه او راټولونه: عزت الله کوټوال

ابوبکر محمد بن علي بن احمد الاندلسي چې په ابن عربي سره هم مشهور دى، د روژې د مياشتې په ۱۷مه نيټه کال  ۵۵۸ هـ د اندلس (ننني سپېن) په مشهور ښار مرسيه کې په يوه علمي او سياسي کورنۍ کې وزېږېد او په کال ۶۳۸هـ (۱۲۴۰م) کې په د مشق کې مړ شو او د قاسیون نومې غره په لمن کې دفن شوی دی . دده پلار علي بن احمد د خپلې سیمې قاضي او له لویو فقهاو او علماو ځینې شمیرل کیږي ، نیکه یي هم په اندلس کې قاضي تیر شوی دی ، هغه مهال اندلس د علم او تمدن مرکز وو، ابن عربي په ډېر کشر عمر کې قرآن کریم ولوست، نورې ديني زده کړې يې تر لاسه کړې او د تصوف پر لار روان شو ، هغه ليکي چې ډېر کشر عمر کې ورته ځينې مکاشفې شوې وې.

شيخ ليکي چې د ځوانۍ په لومړيو کې سخت ناروغ شو او په خوب کې ګوري چې ستره شريره قوه غواړي پرې حمله وکړي، دغه مهال يو ښکلی او زورور سړی راځي او د شريرې قوې مخه نيسي. دی ترې پوښتنه کوي چې تاسو څوک یاستئ!؟

ښايسته سړی ځواب کې ورته وايي چې د ( يس ) شریف سورت دی.

دغه وخت کې له خوب څخه پاڅېږي او ويني چې پلار يې پرې يس سورت لولي. دغه مهال شيخ پوهېږي چې روحاني ژوند ته تيار دی.

شیخ محي الدين ابن عربي د اسلامي تصوف له ډېرو نامتو څېرو څخه دی. له همدې کبله د الشيخ الاکبر، الکبریت الاحمر، سلطان العارفين ، محي الدین او نورو القابو سره هم شهرت لري او د تصوف اکبريه سلسله له همده څخه خړوبېږي. د دې لامل ښايي دا وي چې هغه د تصوف د تنظيموونکي او د يوه علم په څېر د وړاندې کوونکي حيثيت هم لري .

د ابن عربي الفتوحات المکية کتاب د تصوف يو داسې لارښود دی، چې تر دې مخکې يې مثيل نه ليدل کېږي.

ابن عربي له زده کړو وروسته ۳۰ کاله په اشبېلیه کې ووسېد او بيا يې د ختيز پر لور خپل يون پېل او د ډېرو ملکونو سفرونه يې وکړل.

محي الدين ابن عربي د سفرونو شوقي وو، په ډېره دنيا ګرځېدلی وو  او په ۱۲۴۰م کې په دمشق کې وفات شوی، خو په ۱۲۰۱م کال کې د مکې سفر د هغه په ژوند کې ډېر مهم او آن برخليک ټاکونکی وو .

د مکې سفر د ډېرو مسايلو پر وړاندې د هغه سترګې پرانیستلې او پر ډېرو مسايلو یي له سره غور وکړ. په همدغه سفر کې خپل ستر او د تصوف تاريخي کتاب “الفتوحات المکية” ليکي.

په ترجمان الأشواق چې د ابن عربي شعري ټولګه ده، د دغې ټولګې په مقدمه کې ليکي کله چې په ۵۹۸ هجري کال کې مکې ته لاړ، هلته يې د غوره شخصيتونو يوه ډله وموندله. دغو کې شيخ مکين الدين اصفهاني او بوډۍ خور يې، فخر النسا د رستم لور، د ابن عربي توجه جلبوي او دی يې شاګردي شروع کوي. هغه د ترجمان الأشواق په مقدمه کې د خپل استاد او خور يې ډېر صفتونه  کړي ، ترجمان الاشواق ابن عربي په خپله شرحه کړی هم دی.

د شرحې په اړه يې وايي چې د سيمې ځينې فقهاو دغه شعرونه منحرف بللي وو، نو شاګردانو يې ترې وغوښتل چې شرحه يې کړي. کله چې هغه فقيه چې دغه شعرونه يې ناسم بلل، د ابن عربي شرحه ولوستله، پر خپلو څرګندونو پښېمانه شو او ويې ويل چې د دغې طبقې په خبرو کې بايد سړی دغه ډول تېزي ونه کړي.

لیکلي آثار:

دده ليکنې څه باندې ۳۰۰ درې سوه دي، چې لدې ډلې څخه يې د الفتوحات المکيه په نامه کتاب ډېر مشهور دى، دا کتاب ۴۰۰۰ پاڼې لري، او په ۵۶۰ څپرګيو وېشل شوی دى. دا کتاب د تصوف په علم کې لوړ مقام لري. ابن عربي شاعر هم وو، دده د عارفانه نظمونو ټولګه د ترجمان الأشواق په نوم خپره شوې ده، مشهور کتابونه یي دادي:

فصوص الحِکم

فتوحات مکيه في معرفة أسرار المالکية والملکية

عنقاء مغرب في معرفه ختم الاولياء وشمس المغرب

العقد المنظوم والسر المختوم

محاضرة الابرار ومسامرة الاخيار

مشاهد الاسرار القدسيه ومطالع الانوار الالهيه

ترجمان الاشواق في غزل والنسيب (عارفانه کلام ابن عربي)

تنزل الاملاک في حرکات الافلاک

کتاب العقائد

جامع الاحکام في معرفة الحلال والحرام

الدرة الباضعة من الجفر الجامعة

کتاب مواقع النجوم ومطالع أهلة الأسرار والعلوم

رسالې:

ابن عربي ګڼ شمېر رسالې ليکلي چې په دې توګه دي:

شجرة الکون

الکبريت الاحمر

الامر المحکم والمربوط

کتاب الاخلاق و الامر

کتاب الجلال والجمال

کتاب الوصيه

حلية الابدال

نقش الفصوص

رساله الفناء في المشاهده

الاسرا إلى المقام الاسرى

مشکاة العقول المقتبسة من نور المنقول

حرف الکلمات وحرف

رسالة الأزل

رسالة الأنوار

رسالة الحجب

رسالة روح القدس

الرسالة الغوثية

الرسالة القدسية

رسالة القسم الإلهي

رسالة کنه مما لا بد منه

رسالة الميم والواو والنون

کتاب الياء

رسالة انشاء الدوائر

رسالة الأنوار فيما يفتح على صاحب الخلوة من الاسرار

قصيدة عظيمة للشيخ محي الدين بن عربي

حلية الأبدال

رسالة الحجب

السبحة السوداء

شجون المسجون

الأمر المحکم المربوط فيما يلزم أهل طريق الله تعالى من الشروط

کتاب الفناء في المشاهدة

کتاب بلغة الغواص في الأکوان إلى معدن الإخلاص (د چاپ لاندې ده)

کتاب الجلال والجمال

کتاب الألف و هو کتاب الأحدية

کتاب الجلالة و هو کلمة الله

کتاب القربة

کتاب الشأن

کتاب الشاهد

کتاب التراجم

کتاب منزل القطب و مقامه و حاله

رسالة الانتصار

کتاب الکتب

کتاب المسائل

کتاب التجليات

کتاب الإسفار عن نتائج الأسفار

کتاب الوصايا

کتاب نقش الفصوص

کتاب الوصية

کتاب اصطلاح الصوفية

رساله الي امام الرازي.

د ابن عربي په اړه د علماو نظرونه :

له بلې خوا د تصوف او په ځانګړې توګه د ابن عربي مخالفين هم شته. د هغه فصوص الحکم او الفتوحات المکية کتاب باندې ځينې ډېرې توندې نيوکې کوي، خو هغه کسان چې ابن عربي يې ژور لوستی، لکه امام عبدالوهاب الشعراني، علامه محمود الوسي او جلال الدين السيوطي، پر دې باور دي چې هغه ستر عالم وو او له دغو تورونو پاک دی.

د ابن عربي په اړه نظر ورکوونکي علماء په دریو ډلو ویشو :

(۱) پلوي کوونکي

(۲) مخالفین

(۳) بې طرفه

دا لاندې علماء دده پلوي کوونکي دي :

۱ ابن حجر الهیتمي الشافعي

۲ عبدالوهاب الشعراني الشافعي

۳ علامه الشوکاني غیر مقلد

۴ علاءالدین محمد بن علی الحصفکي الحنفي

۵ الفیروز ابادی صاحب القاموس

6 جلال الدین السیوطی الشافعي

7 شهاب الدین السهروردي الحنفي

8 محمود الوسي الحنفي د روح المعاني مفسر

9 حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي او ددیوبند علماء او داسې نور…

دده مخالفین علماء :

۱ شیخ الاسلام حافظ ابن تیمیه

۲ علامه ابن خلدون

۳ علامه ابو زرعه العراقي

۴ امام الحافظ الذهبي

۵ شیخ الاسلام ملا علي قاري الهروي الحنفي او داسی نور …

بی طرفه علماء:

یحی بن الشرف النووي الشافعي

او ځینې علماو لیکلي چې حافظ شمس الدین الذهبي هم په اخر کې دده په اړه سکوت غوره کړی وو،  دا راز العز بن عبدالسلام هم .

د اسلام د دښمنانو لخوا د ابن عربي په کتابونو کې (لاسوهنه) دستِ بغات:

د تفسیر روح المعاني مفسر علامه محمود آلوسي رحمه الله په خپل تفسیر کې د ( فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ (سورة یونس ایات 92 ) ددې ایات لاندې لیکلي چې د ابن عربي په کتاب کې معاندینو او د شمنانو دا لیکلي چې پورته ایات مبارک د فرعون (ملعون) په کرامت دلیل دی او فرعون په حالت د ایمان کې مړ دی. حالانکه د مسلمان دشان سره داسې خبرې نه ښایي داهم دده په کتاب کې لاسوهنه (دست بغات) دی.

امام عبد الوهاب الشعراني الشافعي رحمه الله وایي :

” وقد اختصرتُ الفتوحات المكية وحذفتُ منها كل ما يخالف ظاهر الشريعة، فلما أخبرت بأنهم دسوا في كتب الشيخ ما يوهم الحلول والاتحاد وَرَد عليّ الشيخ شمس الدين المدني بنسخة الفتوحات التي قابلها على خط الشيخ بقونية فلم أجد فيها شيئا من ذلك الذي حذفته ففرحتُ بذلكَ غاية الفرح، فالحمد لله على ذلك”

ژباړه: ما د “الفتوحات المکیة” کتاب خلاصه کړ او ټول هغه ځایونه چې ظاهر یي د شریعت سره په ټکر کې وو،  خذف مې کړل.

خو کله چې خبر شوم چې د شمنانو د شیخ ابن عربي په کتابونو کې تحریف کړی او هغه ځایونه چې د حلول او اتحاد بیان کوونکي دي دوې په کې ځای پرځای کړي او شیخ شمس الدین مدني خپله هغه نسخه‌ چې د قونیه په ښار کې یي د شیخ ابن عربي په خپل لاس د لیکل شوې خطې نسخې سره تطبیق کړې ده. ما ته یي راکړه چې ومې لیده، نو خپله هغه نسخه له کومې چې مې یاد ځایونه خذف کړې وو، هغه دده په نسخه کې هیڅ نه وو.

په لیدو یي ډیر خوشحاله او خوښ شوم

(چې زموږ شیخ د داسې خبرو څخه پاک دی)

شیخ ابن عربي په خپل کتاب “الفتوحات المكية” کې وایي:  “ما قال بالاتحاد إلا أهل الإلحاد، ومن قال بالحلول فدينه معلول” .

ژباړه: که څوک د خالق او مخلوق په مابین کې د اتحاد قایل وي نو دغه ملحد او بې دینه دی.

او که چا وویل: خدای جل جلاله په بندګانو کې حلول کوي نو ددغه کس په عقیده کې خرابي پرته ده.

که پورته وینا ته ځیر شو نو راته جوتیږي چې شیخ ابن عربي هیڅ وخت د اتحاد او حلول قایل ندی ، بلکې دده د بدنام کولو لپاره ځیني معاندینو دده په کتابونو کې لاسوهنه کړې.

ومې نشو کولی چې دده په اړوند د ټولو علماو ویناوې رانقل او وژباړم ځکه په دې سره به لیکنه ډیره اوږده شي خو دې یوه ټکي ته توجه مهمه بولم چې دده ځینې مخالفینو هم دده په اړه که څه هم سختې خبرې کړي دي، خو بیا یي هم په ډیر احتیاط سره کړي دي په دې اړه د حافظ أبوزرعه العراقي خبرو ته تم کیږو: «لا شك في اشتمال (الفصوص) المشهورة على الكفر الصريح الذي لا شك فيه، وكذلك “فتوحاته المكية”، فإن صحّ صدور ذلك عنه، واستمر عليه إلى وفاته فهو كافر مخلد في النار بلا شك» .

ژباړه : د ابن عربي په کتابونو فصوص الحکم او فتوحات المکیه کې ښکاره کفر بیان شوی دی ، که چیرته رښتیا دا خبرې ده کړي وي او تر مرګه په دې خبرو پاتې شوی وي بیا نو کافر او بې شکه به په اور کې وي .

اوس دا خبره هیڅکله قاطع او پریکنده نده ځکه دا چاته معلومه ده چې ابن عربي دا خبرې خپله لیکلي او په دې نظرې تر مرګه پورې پاتې وو، ایا موږ دا معلومولی شو چې هغه به په همدې عقیده مړ شوی وي .

او امام شمس الدین الذهبي هم دا خبره کړې ده چې که ابن عربي له مرګ نه مخکې له دې خبرو رجوع کړي وي ، بیا خو بریالی دی او دا خدای جل جلاله ته اسانه ده .  علامه الذهبي لیکي قلتُ: إنْ كانَ محيي الدين رَجَعَ عن مقالاتهِ تلكَ قبْلَ المَوْتِ، فَقَدْ فازَ، وما ذٰلِكَ عَلَى الله بِعزِيزٍ.

په ابن عربي د نیوکه کولو لامل څه دې؟

د لته دوه لاملونه عام ذهن ته راځي یو دا چې نوموړی صوفي او د وحدت الوجود قایل وو، بل دده په دوه کتابو کې چې کومې لیکنې شته د هغې ظاهر د شریعت سره په ټکر کې دی. نو له دې وجهې یو شمیر علماو دده په هکله سختې او توندې فتوې صادرې کړي او ځینو د نوموړي عقاید منحرف او دی یي ګمراه او کافر ګڼلی.

لومړۍ نیوکه خو ښکاره ده چې یواځې دده پورې اړه نه لري، بلکه د اسلامي نړۍ اکثریت په تصوف قایل دی او د وحدت الوجود اصطلاح هم محققینو علماو په دوه معناګانو اخیستې ده ( د وحدة الوجود صحيح معنىٰ هم شته او غلطه هم، صحيح معنى ترينه هم فهم كيږي او غلطه معنى هم ) .

په دې اړوند يواځې د څو غیر مقلدو علماو نظرونه ستاسو قضاوت ته ږدم:

ثناءالله امرتسري غیرمقلد (  چې دوی ورته شیخ الاسلام هم وایي ، وګوره حکمة القرآن (جلد۶صـــ۵۲۴) ده په خپله فتاوی کې لیکلي چې « د وحدة الوجود صحیح معنی او غلطه معنی دواړه شته، ته یي چې په کومه معنی کې استعمالوې په هغې کې استعمالیدلی شي (فتاوی ثنائیه) بلكه د هرې خبرې نه غلطه معنى هم فهم کیږي. لكه څنګه چې عطاء الله ثاقب غيرمقلد ليكلي چې مونږ كافر هم يو او مسلمانان هم . كافر د حكم طاغوت يو او مسلمان دحكم الهى يو .  ( الاعتصام ۱۹۹۶)

همدغه سې غلطه معنى ترينه هم فهم كيږي. چې ورته حلول او اتحاد ويلى شى، نو داسې وحدة الوجود نه پناه غواړو!  دا غلط او باالكل غلط دى .

مشهور او نامور غيرمقلد مولوي ډاكټر شفيق الرحمن صاحب ليكلي .

«بعض صوفیاء ني اصطلاح(وحدة الوجود)کو تو قبول کیا لیکن اس کی قائلین کو دوجماعتوں مین تقسیم کیاهي ایک تو وه جماعت هی جو وحدة الوجود کی شرکیه مفهوم کو مانتی هی اس کو جاهل صوفیوں کانام دیاهي جبکه دوسری جماعت وحدة الوجود کی شرکیه معنی و مفهوم کارد کرتي هويی درست معنی بیان کردیتی هی ان کو محقیقین صوفیاء کهتي هین»(اهل سنت کا منهج تعامل۲۱۴)

ترجمه : بعض صوفيانو د وحدة الوجود اصطلاح خو قبول كړه ليكن ددې قائلين یي په دوه جماعتونو تقسيم كړل ، يو خو هغه جماعت دى چې كوم د وحدة الوجود نه غلط، شركيه مفهوم او معنى اخلي،  دوى ته یي د جاهلو صوفيانو نوم وركړی دى . او هغه دویم جماعت  ( ډله ) چې د وحدة الوجود شركيه معنىٰ او مفهوم رد كوي او صحيح معنىٰ یي بيانوي نو هغې ته محققين صوفياء ویلى كيږي .

امام غیر مقلدین علامه وحيد الزمان صاحب د وحدت الوجود متعلق ليكلي:

” ومنهم الشيخ ابن عربى فهم لايقولون بالحلو ولا بالاتحاد الصرف بل يثبتون ذات الله سبحانه بائنا عن خلقه على عرشه انما يقولون ان الحق عين الخلق من وجه يعنى من جهة الوجود فان الوجود واحد وهو وجود الحق وسائر الاشياء موجودة بهذا الموجود ليس لها وجود مستقل ( هدية المهدي صفحه ۵۰ )

ژباړه : د وحدت الوجود په قایلينو کې يو ابن عربي هم دى . هغه په اشياؤ کې د حلول او اتحاد معتقد نه دی،  بلكه هغه ذات د الله پاک د مخلوق نه جدا په عرش مني . هغه خو صرف وایي چې ذات حق من وجه عين خلق دى او هغه د جهت وجود بناء باندې وایي. بې شك وجود يو دى او هغه ذات حق دى او باقي تمام اشياء محض ددې د وجود په سبب سره موجود دي. ددې ټولو اشياء وجود مستقل وجود ندى .

په بله ځایي كې موصوف ليكلي :

حاصل وحدت وجود کایه هی که وجود اور تحقق اور مابه الموجودیة یه عین خدا هي اور تمام ممکنات اس وجود اور وجود حقیقی کی ایک پرتو اور عکس کی طرح هیں»

(رفع العجاجه عن سنن ابن ماجه۵۰۷/۱)

بل ځائې موصوف ليكلي :

ژباړه : په خصوص الحكم كې چې بعض الفاظ عين او اتحاد وغيره ددې د قلم نه وتي دي . نو د هغې هم دا مطلب دى چې زمونږ وجود من وجهٍ د وجود الهى عين دى يعنې دهغې د وجود سورى دى . ځمونږ مستقل وجود نشته ورنه مونګه به پخپله بقاء كې معاذ الله د خدائ نه بى پرواه شو ، ددې دا مطلب نه دى چې ددې زمانې ملحد او جاهل درويشان وایي چې خدائ او بنده يو دى .

دې عبارت ته دې غيرمقلدين عمومًا فكر وكړي چې وحيد الزمان داسې كسانو ته ملحد او جاهل ویلي دي چې څوك په ابن عربي او صوفياء حقّه باندې دالزام او تهمت لګوي چې دوى خالق او مخلوق يو ګڼي،  اوس د نواب صاحب آخیري خبره وګورئ.

مؤسس فرقه غیر مقلدین نواب صديق حسن خان صاحب ليكلي .

ترجمه : د وحدت الوجود په اثبات يا په ابطال كې خبرې كول نه دي پكار ، كه خپله پرې پوهيږې په خپل فهم دې قناعت وكړه او كه خپله نه پوهيږې نو د هغوى اقوال دې قایلينو ته  پريږدي. كاش! چې غيرمقلدينو خو د خپل مشر داخبره منلې وه .

محترمو لوستوونکو!

د وحدت الوجود متعلق په همدې اقوالو اکتفاء کوم، اګر چې په دې موضوع پوره کتابونه لیکل شوي.

په اخیر کې د اسلامي نړۍ د نامتو قاضي القضات امام تاج الدين السبكى “رحمه الله” نصيحت رانقل كوم چې زمونږ لپاره په داسې متنازع اشخاصو كې ښه لار ښود كيدلاى شي، دى په خپل كتاب “طبقات الشافعيه ” 20­39 كې د امام احمد بن حنبل “رحمه الله” او امام حارث المحاسبى “رحمه الله”د اختلاف دبيان په ترڅ كې داسې له حكمته ډك نصيحت كوي:

اى سمه لارغوښتونكيه!

تاته په كارده چې له مخكنيو علماوْ سره ادب وكړې او دوى چې په خپلو كې يو او بل ته بد ويلي وي ته هغه ته مه ګوره !

څو چې روښانه دليل نه وي ، بيا دې كه له وسه كیږي نو تاويل او ښه ګومان پيدا كړه او كه نه چې د دوى په منځ كې څه تير شوي له هغو مخ واړوه !او هيڅ كار مه پرې لره !

ځكه ته ددې لپاره نه يي پيدا شوى چې په بې ګټې خبرو بوخت شې ته په هغه شي بوخت شه چې ګټور وي!  څوك چې دمخكنيو علماوْ په اختلافاتو كې كار نلري او په يو بل حكمونه نه لږوي، هغه طالب العلم مونږ هوښيار ګڼو .

 ته خامخا له هغه څه ځان وژغوره چې د ابوحنيفه او ابن ابى ذئب، د احمد بن صالح او نسائي ، د احمد بن حنبل او حارث محاسبي داسې نورو او د شيخ عز الدين بن عبدالسلام او شيخ تقى الدين بن الصلاح د اختلافاتو تر زمانې پورې علماو په منځ کې رامنځته شوي دي.

نو كه چيرته ته! په دې خبرو لږيا شوې ډاريږم هلاك به شې،  ټول علماء لوى لوى امامان دي د هر يوه د خبرو ځان ځان ته موخې دي كله خو يي سړى په ځینې خبرو پوه هم نه شي نو مونږ بايد له دوي څخه راضي ووسو او څه يي چې په منځ كې تير شوي له هغوى څخه چوپ پاتې شو.

لكه څرنګه چي د صحابه و”رضى الله عنهم “په منځونو كې تير شوي وو  او له هغه څخه چوپ پاتې كيدل ضروري دي ­.

( له وخت ارزښت نومي کتاب څخه)

ددې ستر امام خبرې ډیرې ګټورې او له حکمته ډکې دي، څوک چې ځان پاک لرل غواړي او په سمه لاره تلل غواړی د هغه لپاره همدا خبرې کافي دي له موږ نه په اخرت کې دا پوښتنه نه کیږي چې تا د ابن عربی یا بل کوم امام په اړه څه نظر لاره ؟

نو موږ ولې په هغوي  فتوې ورکړو ؟

او په داسې ځایونو کې ډیر داسې علماء هم شته چې د اړونده موضوع په اړه یي

چوپه خوله (سکوت) غوره بللی دی او زما په اند دا ښه لاره ده .

رحمهم الله تعالی اجمعین .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close