د شیدو مهمې ګټې چې د انسان بشپړه روغتیا تأمینوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۳)

روغتیا پوهان وایي، شیدې د زیاتو ویتامینونو درلودونکې مایع ده چې د انسان صحت ته بې شمیره ګټې رسوي.

شیدې د ویټامین( اې )او ویټامین (ډي )تر څنګ د کلسیم او پروتین مهمه سرچینه بلل کیږي.
څیړونکي وایي؛ له ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره تر ټولو غوره تګلاره دا ده چې د ورځې پیل له یو گیلاس شېدو سره وشي.
دغه راز شیدې د زیاته اندازه کلسیمو د درلودلو له امله د انسان هډوکي پیاوړي کوي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د شیدو زیات استعمال کولی شي انسان د الزایمر، پاکنسن او ځینې نورو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.

د دې تر څنګ روغتیا پوهانو شیدې د مختلفو ناروغیو د مخنیوي لپاره اغیزناک درمل بللې او زیاتوي؛ دا مایع دانسان د وجود د ودې او دنمو سبب ګرځي ، د ميکروبو په مقابل کي مقاومت کوي اود ناروغيو مخه نیسي.

داسهال مخنيوي کوي او د زخم په ژر روغوالي ا غاښونو د خرابیدو په مخنیوي کې اغیزمن تمامیدلی شي.

د دوی په وینا؛ شیدې د حافظې د قوت، د وينې د لوړ فشار د ښکته کولو ، د چاغښت په مخنیوي او د انسان د ځوان ساتلو او قوي پاتي کیدلو کې اغیزمن رول لري.

شیدې

همداراز شیدې د خوب په منظم کولو، د عضلاتو د قوت، د سږو د ناروغۍ د مخنیوي او د سرطان د وژونکې ناروغۍ په قابو کولو کې مرسته کولی شي.

باید وویل شي چې شیدې باید لومړی ښې جوش شي او بیا وڅښل شي تر څنګ یې باید ووایو ؛هغه کسان چې دپښتورګي ناروغي لري بايد له نریو شيدو څخه استفاده وکړي ځکه د پښتورګو (گردو) په ناروغۍ اخته کس د قوي شيدو تاب نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close