د شیرمحمد منصور غړيتوب په نوې ډله کې د مولوي نصرالله منصور کورنۍ لخوا په کلکه رد شو

 (کابل ټکی کام :سه شنبه ،لړم ۱۲ ،۹۴ ۱۳ل)

له دوه ورځو راهيسې داسې اوازې دي چې، ګویا دملامحمد رسول په مشرۍ نوې ډلې لپاره د مولوي نصرالله منصور زوي شيرمحمد منصور معاون ټاکل شوی دی .

نن  دغه آوازې د شهيد مولوي نصرالله منصور صاحب زوي ملاعبدالرحمن منصور له لوري په کلکه رد شوې او زیاته يي کړه دده ورور ملاشیرمحمد منصور د ملا اخترمحمد منصور مخالف لوري غورځنګ پورې هېڅ کوم تړاو نلري اونه يي نوموړی معاون ټاکل شوی .

له دوه ورځو را پدېخوا دغې خبرې زور اخیستی چې ګواکی ملامحمدرسول د طالبانو په واکمنۍ کې د فراه ولایت والي تر مشرۍ لاندې نوی غورځنګ اعلان شوی چې، ملاشیرمحمد يي مرستیال ټاکل شوی .

د یو شمېر روڼ اندو په آند د ملامحمد رسول دغه نوی غورځنګ فقط له يوې تبلیغاتي جنبې نه پرته بل هيڅ اړخ نه لري، ځکه نوموړی په افغانستان کې کوم نظامي ځواک نه لري او نه له ملا اخترمحمد منصور او له دوو مرستیالانو هیبت الله اخندزاده او سراج الدین حقاني سره پرتله کېدایشي، ځکه له ملا اخترمحمد منصور سره د طالبانو داسلامي غورځنګ هر اړخیزه حمايت موجود دی .

محمد سمیع سعادت

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close