د شینوارو قومي مشران: پر لاریون مرګونی برید اربکي قوماندان کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۶)

د شینوارو قومي مخورو داسې اسناد او شواهد رسنیو ته ښوودلي چې په کې په ډاګه ښوودل کیږي، چې د ننګرهار په مهمندرې ولسوالۍ کې وروستی خونړی برید چې د یوه اربکي قوماندان(بلال پاچا) د د مظالمو پر ضد د خلکو پر یوه لوی لاریون باندې تر سره شو، خپله یاد قوماندان پلان کړی و.
د شینوارو قومي مشر حیات خان هغه ګواښوونکې تلیفوني مکالمه چې د یاد اربکي قوماندان پلار (جلال پاچا ) له نوموړي سره ترسره کړې، رسنیو ته ښوودلې ده.
په یاده مکالمه کې جلال پاچا قومي مشرحیات خان تهدیدوي چې ګواکې کشران او مشران به یې ټول ور ووژني که یې د نوموړي د ځوی پر وړاندې پاروونکی کمپاین بند نه کړ.
حیات خان پژواک ته ویلي، دا مکالمه یې تر لاریون وړاندې ټولو امنیتي مقاماتو ته رسولې خو چا یې پر وړاندې اقدام نه دی کړی.
جلال پاچا چې د منګل باغ ډلې مرستیال هم پاتې شوی اوس هم له کوم مشکل پرته په سیمه کې آزاد ګرځي او خلکو ته لا هم ګواښونه کوي چې ولې یې د نوموړي د ځوی پر وړاندې اعتراض وکړ.
په هغه چاودنه کې چې د لاریونوالو په منځ کې وشوه ۷۲ تنه ووژل شول او ۱۶۸ تنه نور ټپیان شو.
د ننګرهار د والي ویاند وایي بلال پاچا یې نیولی او د هغه د پلار د نیولو لپاره یې هم پلان جوړ کړی تر څو یې د قانون منګولو ته وسپاري.

تر دې وړاندې لاریونوالو د ننګرهار د ملي امنیت ریاست هم د یاد برید په پلانولو کې تورن بللی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close