د صحابه ؤ تفسير او شپږ لویې مدرسې

عزیر اسدخیل

د صحابه کرامو رضي الله عنهم هغه زمانه، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم پکې ژوندى ؤ، د قرآن د نزول زمانه وه؛ د صحابه کرامو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترمنځ کومه بله واسطه نه وه، بلکه پخپله يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له مبارکې ژبې اورېده، زده کاوه او عمل يې پرې کاوه .
د پياوړو صحابه ؤ رضي الله عنهم د تفسير په هکله لنډه څېړنه او د هغوى د تفسير شپږ لوى لوى پوهنتونونه يا مدرسې به له دې لاندې سرليک لاندې وکړو .

د تفسير پړاوونه

د قرآن کريم لومړى مفسرپه مخلوق کې جبريل عليه السلام دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وحې راوړه او د قرآن ښوونه يې ورته کوله .
بيا به رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه ؤ ته قرآن ورزده کاوه او تفسير به يې ورته کاوه. صحابه کرام رضي الله عنهم د سالم فطرت، پياوړي عقل، ځواکمنې حافظې، ويښ ذهن، فطري او طبيعي چاپېريال او په عربي ژبې د ښو پوهېدو له کبله په قرآن کريم ډېر ښه پوهېدل؛ خو کله به چې ونه پوهېدل، يا به ورته په پوهېدو کې کومه ستونزه پېدا شوه، نو له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه به يې پوښتنې کولې او هغه به ورته په اړين تفسير کولو هغه ستونزه حلوله.
دا ډول ستونزې ډېرې لږې پېښېدې . وروسته چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له زمانې څخه وګړي څومره لرې کېدل؛ په همغه کچه د قرآن کريم تفسير ته اړتيا هم زياتېده.
په ټوليز ډول ټول صحابه رضي الله عنهم د قرآن په تفسير له وروستنيو ښه پوهېدل؛ خو لکه په هر څه کې چې ټول انسانان توپير لري؛ د صحابه ؤ فهم، درک او علم هم په توپير سره ؤ او ټول په علم او فهم کې يو ډول نه وو. په صحابه ؤ رضي الله عنهم کې چې د قرآن په تفسير کې تر نورو ښه پوهېدل او مشهور وو هغه څلور خلفاء :

ابوبکر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم.

په دوى سربېره عبد الله بن مسعود، عبد الله بن عباس، ابى بن کعب، زيد بن ثابت، ابو موسى اشعري او عبد الله بن الزبـير رضي الله عنهم د قرآن په تفسير کې ډېر مشهور وو.
په دوى سربېره له نورو صحابه کرامو نه هم تفسير نقل شوى دى لکه: انس بن مالک، ابوهريره، عبد الله بن عمر، جابر بن عبد الله، عبد الله بن عمرو بن العاص، عائشه او نور رضي الله عنهم اجمعين .
په دې ټولو کې له عبد الله بن عباس، عبد الله بن مسعود، علي بن ابى طالب او ابى بن کعب رضي الله عنهم نه تر نورو زيات تفسير رانقل شوى دى .

شپږ لويې مدرسې:

هسې خو صحابه کرامو هر يو د يوې مدرسې حيثيت لاره؛ خو ځينو بيا د پوهنتون مرتبه درلوده. له رسول الله صلى الله عليه وسلم راوروسته د اسلامپوهنې او قرآنپوهنې شپږ لويې مدرسې او مرکزونه وو:
(١) په مکه مکرمې کې د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما مدرسه .
(٢) په مدينه منورې کې د ابى بن کعب رضي الله عنه مدرسه .
(٣) په عراق کې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه مدرسه .
(۴) په شام کې د ابودرداء انصاري خزرجي رضي الله عنه مدرسه .
(۵) په يمن کې د معاذبن جبل او ابو موسی اشعري رضي الله عنهما مدرسه .
(۶) په مصرکې دعبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنه مدرسه.

(١) د مکې مکرمې مدرسه

په مکه مکرمې کې د حبرالاُمة او د قرآن کريم تر ټولو لوى مفسر عبد الله بن عباس رضي الله عنهما مدرسه و، چې تابعينو رحمهم الله به ترې تفسير او نور علوم زده کول. عبد الله بن عباس رضي الله عنهما په تفسير، عربي ژبه، عربي شعر او نورو شرعي علومو کې ښه برلاسى عالم ؤ .

د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما مشهور شاګردان په لاندې توګه دي:
سعيد بن جبير، مجاهد بن جبر، عطاء بن ابى رباح، طاووس بن کيسان اليماني الحِمْيَري، ابو الشعثاء رحمهم الله، د ابن عباس خپل غلام : عکرمه رحمه الله تعالى او داسې نور وو .
عبد الله بن عباس د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تره زوى ؤ، نو د نبوت د کورنۍ ذهين، ويښ، پرهېزګار او پياوړى عالم ؤ.
د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما د پياوړي ذهن، د قرآن په تفسير د پوهې او کره علم له کبله به عمر رضي الله عنه هغه د کشرتوب او هلکتوب په وخت کې د شورى په مجلس کې له ځان سره کېناوه . په يو روايت کې داسې راځي :
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى، هغه وايي:

عمر رضي الله عنه به زه د بدرله مشرانو او بوډاګانو سره دننه (د شوری مجلس ته) بوتلم . ځينې کسان په دې خپه شول او ويې ويل : دا هلک ولې له مونږ سره رادننه کېږي؟ مونږ د ده غوندې زامن لرو. عمر رضي الله عنه ورته وويل: دا د هغې علمي مرتبې له کبله، چې تاسو پرې پوهېږئ.

يوه ورځ يې زه راوبللم او له هغوى سره يې دننه کړم . زه په دې وپوهېدم؛ د دې لپاره يې راوبللم، چې هغوى ته زما په هکله څه وروښيي؛ عمر رضي الله عنه هغوى ته وويل: تاسو د الله تعالى د دې وينا په هکله څه وايئ، چې فرمايي: ” کله چې د الله مرسته او فتحه راغله…؟

ځينو يې وويل: مونږ ته امر شوى دى، چې کله له مونږ سره مرسته وشي او فتحه راشي، نو د الله ستاينه وکړو او بخښنه ترې وغواړو. ځينې يې چپ پاتې شول او هيڅ يې ونه ويل. ما ته يې وويل: د عباس زويه! ته هم همداسې وايې؟ ما ورته وويل: نه . هغه وويل : نو څه وايې؟ ما ورته وويل : دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم اجل ته اشاره ده؛ پوهولى يې دى، چې کله د الله مرسته او فتحه راغله؛ دا ستا د اجل نښه ده، نو د خپل رب په ستاينې د هغه ثناء ووايه او بخښنه ترې وغواړه، هغه بې شکه ډېر ښه توبه قبلوونکى دى . عمر رضي الله عنه وويل : زه هم يواځې همداسې پرې پوهېدلى يم، چې ته يې وايې .
په بل روايت کې داسې راځي :
له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى، هغه وايي: “ماته رسول الله صلى الله عليه وسلم په غېږ کې زور راکړ او ويې فرمايل: اى الله ! ده ته کتاب (قرآن) ورزده کړه”.
په بل روايت کې داسې راځي :
له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميمونې رضي الله عنها په کور کې ؤ او ما ورته د شپې له پلوه اوداسه لپاره اوبه کېښودې. ميمونې رضي الله عنها ورته وويل : اى د الله پېغمبره! دا اوبه درته عبد الله بن عباس ايښې دي . هغه وفرمايل : اى الله! په دين يې پوه کړه او د قرآن تفسير ورزده کړه”.
نو د رسول الله صلى الله عليه وسلم دعاوې قبولې شوې وې او عبد الله بن عباس رضي الله عنهما يو لوى مفسر ؤ.
بل روايت داسې راځي :
له ابو وائل نه روايت دى، هغه وايي: ” علي رضي الله عنه عبد الله بن عباس رضي الله عنهما د حج په ورځو کې امير وټاکه؛ هغه خلکو ته خطبه ورکړه او په خطبه کې يې د (بقرې) يا د (نور) سورت ولوست؛ داسې تفسير يې وکړ، چې که روميانو، ترکانو او ديلميانو اورېدلى واى، نو هرومرو به يې اسلام قبول کړى ؤ”.
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما ته چې کوم تفسير منسوب دى او د ” تنوير المقياس” په نامه يادېږي؛ هغه ناسم دى، هغه محمد بن مروان السدي له کلبي نه هغه له ابو صالح نه هغه له ابن عباس نه روايت کوي .
دا د دروغو سلسله او ناسم سند دى، دا تفسير فيروز آبادي راټول کړى دی او د باور وړ ندى. خو له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه چې کوم تفسير د حديثو په کتابونو کې په صحيح سند راغلى دی؛ هغه د باور او اعتبار وړ دى .
په يو روايت کې داسې راځي :
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دى، هغه وايي: “عبد الله بن عباس د قرآن ډېر ښه ترجمان دى”.
په تابعينو کې د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما شاګرد: مجاهد بن جبررحمه الله د قرآن کريم لوى مفسر ؤ، له هغه نه داسې روايت راغلى دى، چې وايي :
“ما په عبد الله بن عباس رضي الله عنهما باندې درې ځل قرآن کريم وړاندې کړ، چې له فاتحې تر آخره مې پرې ولوست؛ له هر آية سره به مې ودراوه او ترې پوښتل به مې”.
سفيان ثوري رحمه الله وايي :
“له مجاهد نه چې درته تفسير راغى، نو همدا درته بس دى”.

(٢) د مدينې منورې مدرسه

په مدينې منورې کې د اُبى بن کعب رضي الله عنه مدرسه وه، چې ډېرو تابعينو رحمهم الله پکې شرعي علوم او د قرآن تفسير زده کاوه.
د ابى بن کعب رضي الله عنه ځينې مشهور شاګردان دا دي :
زيد بن اسلم العدوي، محمد بن کعب القرظي، ابوالعاليه رفيع بن مهران الرياحي رحمهم الله او داسې نور…
د زيد بن اسلم مشهور شاګردان د هغه خپل زوى عبد الرحمن، امام مالک، عبد الله بن وهب رحمهم الله او داسې نور وو. چې امام مالک پکې د مشهور فقهي مذهب امام دى او په ” امام اهل المدينه” (د مدينې د خلکو امام) باندې مشهور دى، چې په مدني نبوي جومات کې يې د حديثو درسونه ورکول، په حديثو کې يې تر ټولو لومړنى کتاب ليکلى دى، چې په “موطأ ” باندې يادېږي او له بخاري مخکې ټولو علماؤ تر ټولو صحيح کتاب ګاڼه، د حديثو ډېر معتبر او پياوړى کتاب د ى .
د مدني مدرسې او نبوي جومات د پوهنتون شاګردان هغه خلک دي، چې ټولې نړۍ ته يې د علم او ايمان وړانګې ورسېدې .

(٣) د عراق مدرسه

د عراق په کوفې کې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه مدرسه وه، چې ډېرو تابعينو پکې شرعي علوم او د قرآن تفسير زده کړى دى.
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ځينې مشهور شاګردان دا دي:
علقمة بن قيس، مسروق بن الاجدع، اسود بن يزيد النخعي، مرة بن شراحيل الهمداني،عامربن شراحيل الشعبي،حسن بصري، قتادة بن دعامة السدوسي، ضحاک بن مزاحم رحمهم الله او داسې نور، چې ځينې يې مباشر او ځينې بالواسطه شاګردان دي. او ځينې شاګردان يې د فقهي مذهب د مشهور امام : ابوحنيفه رحمه الله استاذان دي، چې د علم او فضل وړانګې يې په اسلامي نړۍ کې خپرې شوې دي .
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قرآنپوهنه له دې روايت نه هم ښه څرګندېږي :
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دى، چې وايي: ” په هغه ذات قسم کوم، چې له هغه پرته بل معبود نشته، چې د الله تعالى د کتاب هر آية نازل شوى دى؛ زه پرې پوهېږم، چې د چا په هکله راغلى دى او چېرته نازل شوى دى ؟. که ما داسې څوک پېژندى، چې د الله په کتاب له ما ښه پوهېږي او سپرلۍ هلته رسېږي، نو زه به هرومرو ورغلى واى”.
صحابه کرامو ځانونه په قرآن پوهول او بيا يې پرې عمل هم کاوه.
په يو روايت کې داسې راځي :
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دى، هغه وايي: ” له مونږ نه به چې چا لس آياتونه زده کړل، نو تر هغه به ترې نه تېرېده، چې د هغو معناوې او په هغو عمل کول به يې زده کړل”.

(۴) د شام مدرسه

شام هم په اسلامي تاريخ کې دعلم ځانګو اود علماؤ له مراکزوڅخه ګڼل کېږي . په شام کې دابودرداء انصاري خزرجي رضي الله عنه اونوروعلماؤ پياوړی پوهنتون ؤ . دوهم عادل خليفه: عمربن الخطاب رضی الله عنه عبدالرحمن بن غنم اشعري دشاميانو دپوهولواودقرآن اوسنت درڼا دخپرولولپاره شام ته ولېږه . معاويه رضی الله عنه اودبنی اميه و اتم خليفه: عمربن عبدالعزيز بن مروان رحمهم الله دشام له پياوړيو استاذانو څخه وو.مجاهد رحمه الله د زاهد، عادل، فقيه اومجتهد امام: عمربن عبدالعزيز رحمه الله په هکله وايي:
” مونږ (عمربن عبدالعزيز) ته ددې لپاره شام ته ورغلو، چې علم ورزده کړو؛ خو تر هغه هلته پاتې شو، ترڅو چې موله هغه ډېرڅه زده کړل “.
دشام دمدرسې له استاذانو څخه تميم داري رضی الله عنه اونورډېرعلماء اوفقهاء مشهوردي لکه : رجاء بن حيوه کندي، کعب احبار اوداسې نور . دشام مدرسه دقرآن اوسنت دعلوموغښتلې مدرسه وه.

(۵) د يمن مدرسه

يمن هم دعلم اوادب ځانګو پاتې شوی دی . په يمن کې دمع‍اذبن جبل او ابوموسی اشعري رضی الله عنهماپوهنتون ؤ، چې اسلامي امت ته يې ډېر لوی لوی علماء وړاندې کړي دي . رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله معا‌‌‌ذبن جبل، ابوموسی اشعري اونورصحابه کرام رضی الله عنهم اسلام ته دبلنې اودعلم دخپرولو لپاره يمن ته لېږلي وو،چې دمعا‌‌ذرضی الله عنه دلېږلوحديث مشهور دی او دحديثو، سيرت اوتاريخ ګڼو کتابونو رانقل کړی دی .
ديمن له مدرسې څخه طاووس بن کيسان اونورګڼ علماء مشهوردي . دا مدرسه هم دتفسيراوحديثو دعلومويوه پياوړې مدرسه وه .

(۶) د مصر مدرسه

دمصر سيمه په تاريخ کې دپام وړ شهرت لري. دمصر په اسلامي تاريخ کې دعبداالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه مشري، اداره اومدرسه ديادولو وړده، چې دحکومت دنظام اوشريعت دنفاذ په ترڅ کې يې دقرآن اوحديثو دعلومودخپرولولپاره دقدر وړ خدمتونه کړي دي اوډېر علماء يې روزلي دي. ددې مدرسې له نومياليو څخه يزيدبن ابي حبيب، ابوالخيرمرثدبن عبد الله اليزني رحمهم الله او داسې نوردي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close