د صلاحیت سلبو وزیرانو ناڅرګند برخلیک؟(کابل غږ)

لاروی

ولسې جرګې چې څه موده دمخه د اوو وزیرانو صلاحیت په دې سلب کړ، چې د اویا سلنې پرمختیايي بودجې په لګښت کې پاتې راغلي وو.

اشرف غني د ولسي جرګې په دې عمل چې د وزیرانو صلاحیت یې سلب کړ سخت ناخوښی شو. بیاهم د صلاحیت سلبو وزیرانو تمه یې غوڅه نه کړه موضوع ې سترې محکمې ته ولیږله.

یو خو د اشرف غني او ډاکټر عبدالله د حکومت چوکۍ د دوستم له کړنو په درې پښو شوه او دوېم د بې اختیاره شویو وزیرانو موضوع حکومت د سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

اوس راپور ورکړل شو چې د افغانستان سترې محکمې د حکومت د کابینې د اوو وزیرانو د صلاحیت د سلبولو د موضوع په اړوند د ولسي جرگې تصمیم تائید کړی دی.

هغه تمه چې اشرف غني خپلو یو څو پلویانو ملګرو ته ورکړې وه، چې د سترې محکمې پریکړه به ستاسې په ګټه وي له هغې هم ناهیلي شول، ځکه چې سترې محکمې په ډاګه وویل د وزیرانو د صلاحیت ردول او یا تائیدول د ولسي جرگې کار دی.

له اوو وزیرا نو څخه د ولسي جرګې لخوا د باور اخیستلو وروسته هغو وزارتونو کې چې د بې باوره وزیرانو په نه شتون کې یې سرپرستان کار کوي هغوی هم هیڅ نه شي کولای او د وزارتونو کارونه له پخوا نور هم پسې خراب شول.

ارګ وايي، موږ ته سترې محکمې  خپله پریکړه نه ده راستولې. اشرف غني ځکه د سترې محکمې پریکړه پټه کړې ګوندې که د ولسي جرګې او سترې محکمې په ګډ مصلحت په بې باوره شویو وزیرانو کې کوم یو له ګوښه کیدو وژغوري.

د دوه کالو په پوره کیدو اشرف غنی او ډاکټر عبدالله د حکومت د وزارتونو په ویش سره وران وو. اشرف غني ډاکټر عبدالله ته د کتلو وخت هم نه ورکاوه او اوس د صلاحیت سلبو وزیرانو موضوع پکې بیا راپورته شوه چې  د وزارتونو اختلاف به نورهم پسې ژورشي.

د ډاکټر عبدالله او اشرف غني داختلافاتو علاوه اوس عطامحمد نور هم له غني د خپل ګوند برخه غواړي او په دې برخه ورسره غني سر هم خوځولای دی، وروسته به څرګنده شي چې د حکومت دا وړۍ په شړۍ شي او کنه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close